1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسه: څارنوالۍ د يوې کليسا د سوځېدو په تړاو يو تن نيولی دی

۱۳۹۹ تیر ۲۹, یکشنبه

د فرانسې د نانت ښار کې د کاتدرال کلیسا د شنبې ورځې په سهار اور واخیست. تر اوسه يو تن د پيښې په تړاو نيول شوی دی. د اورلګيدنې په پيښه کې د کلیسا مرکزي مضبوطه خونه او يوه لويه کړکۍ له منځه تللي او دیوالونه يې تور شوي دي. 

Frankreich Nantes | Großbrand in Kathedrale
انځور: Reuters/S. Mahe

د نانت ښار څارنوالي په دې باور ده چې د دغه ښار په جامع کلیسا کې اورلګيدنه په عمدي توګه رامنځ ته شوې او د پيښې د احتمالي عاملانو لټون کوي.

د دغې کلیسا اور اخيستل، د فرانسې خلکو ته، په پاريس ښار کې د نوتردام کلیسا د اولګيدنې پيښه وريادوي.

د نانت (Nantes) ښار لوی څارنوال، پير سېنې، ويلي دي چې کلیسا له درو خواو اور اخیستی او دا نه شي کيدای چې يوه تصادفي پيښه وي. 

تازه رپوټونه وايي چې د پيښې په تړاو يو تن نيول شوی دی. 

د رويټرز خبري آژانس د يکشنبې په ورځ (د جولای ۱۹مه) خبر ورکړ چې د نانت ښار د ۱۵مې پيړۍ جامع کلیسا د اورلګيدنې په تړاو يو ۳۹ کلن کس نيول شوی دی. د پير سيني له قولهزياته شوې چې نيول شوی کس يو راوندايي مهاجر دی چې په ياده کلیسا کې يې د رضاکار په توګه کار کاوه او د جمعې په شپه د ودانۍ د قفل کولو مسئول وو.

اورلګيدنه د شنبې په ورځ تر غرمې وروسته تر کنترول لاندې راغله او اور په بشپړه توګه مړ کړل شو.

تيرکال د پاریس ښار د نوتردام په کلیسا کې د اورلګيدنې پيښهانځور: picture-alliance/dpa/S. Vassev

زياته شوې چې د کلیسا د ليدنې له پاره يو پلاوی ټاکل شوی او همدغه راز له پاریس څخه هم يو کارپوه وراستول شوی دی.

د کاتدرال نانت کليسا سوځيدل، د فرانسې خلکو ته د پاريس ښار د نوتردام د مشهورې او سترې کلیسا سوځيدل وريادوي. دغه کلیسا يو کال مخکې سوځيدلې وه، چې تر اوسه يې د بيارغونې چارې روانې دي.

د فرانسې ولسمشر، امانوئل ماکرون، په يو ټويټري پيغام کې د نانت ښار جامع کلیسا د «د ګوتيک د دورې ګوهر» په توګه ياده کړې ده.

د فرانسې د اسقفانو ټولنې په يوې اعلاميه کې ويلي دي: «په دغې اورلګيدنه کې يوازې د مذهبي ميراثونه يوه برخه نه ده سوځيدلې، بلکې د کاتلويکانو د ايمان يوه نښه سوځيدلې ده.»

د فرانسې لومړي وزير، ژان کاسټکس (Jean Castex) په يوه ټوييټري پیغام کې د اطفائيې له کارکونکو څخه مننه کړې او د نانت ښار اوسيدونکو سره يې غمشريکي ښوولې ده.

هغه پرون د فرانسې د کورنيو چارو او د اطلاعاتو او فرهنګ له وزيرانو سره ، د نانت ښار ته ولاړ.

دویچه وله ف/م.ک.ص/م.ن.ص.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب