1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې، جرمني ته د ګازو لیږل پیل کړه

۱۴۰۱ مهر ۲۱, پنجشنبه

فرانسې نن پنجشنبه جرمني ته د ګازو په لیږلو باندي شروع وکړه. د ګازو فرانسوۍ شبکې، GRTgaz خبر ورکړ چي دقیق د سهار پر شپږو بجو باندي په اول وار د فرانسې په زارلنډ کي د سرحدي ناحیې، میلډسهایم د لاري جرمني ته ګاز ورپمپ کړ.

EU Gipfel Scholz und Macron
انځور: Chema Moya/Agencia EFE/IMAGO

اوس به نو فرانسه په اوله مرحله کي د ورځي د ۳۱ ګیګاواټه في ساعت په حجم ګاز جرمني ته ولیږي.

د فرانسې جمهوررئیس، ایمانوییل مکرون او د جرمني صدراعظم، اولاف شولڅ د تیري سپټمبر میاشتي په اخره کي د راتلونکي ژمي له پاره د انرژۍ پر متقابلي لیږلو باندي موافقه کړې وه. 

فرانسه غواړي ډیر ګاز صادر او برعکس بیا غواړي د جرمني څخه ډیر برق وارد کړي. د ګازو د انتقال پخاطر د هغه پایپ لاین څخه استفاده کیږي چي د نورو خواوو څخه پکښي راتیریدل، له هغې جملې څخه د روسیې له خوا.  
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب