1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې عامه ځایونه وتړل او هسپانيې اضطراري حالت اعلان کړ

۱۳۹۸ اسفند ۲۵, یکشنبه

داسي معلومیږي چي په ټوله اروپا کي اوس د کرونا ویروس په ډیر شدت سره پراخیږي او دولتونه یې مجبوره کیږي، چي حتی عامه ځایونه لکه رستورانونه او سينماوي وتړي او یا اضطراري حالت کړي.

BdT | Kontrolle an der italienisch-französischen Grenze
انځور: Getty Images/AFP/V. Hache

فرانسه چي تقریبأ ۶۳ ملیونه نفوس لري او د اروپا یو د ډیر نفوس لرونکو هیوادو د جملې څخه دی او ورته د هغه د مشهورو تاریخي اماکنو او فوق العاده معماریو له کبله ډیر ټورسټان او سیلانیان ورځي، اوس پکښي عامه ژوند په ټپه دریدلی دی. د نورو تر څنگ د دغه هیواد د ایفل برج ډیر مشهوره دی او ډیر خلک غواړي چي هغه د نژدې څخه وویني.

د کرونا ویروس په سبب په دغه هيواد کي تر اوسه پوري  ۹۹ کسان مړه سوي او تر پرون شنبې ورځي (د مارچ ۱۴مه) ۴۴۹۹ نور په اخته سوي دي. هلته اوس عامه ځايونه لکه رستورانونه او سينماوي نه یوازي د فرانسویانو پر مخ تړل سوي، بلکه ټورسټان او سیاحان هم نور دغه هیواد ته په اسانۍ سره نه سي ورتلای.

د فرانسې صدراعظم، ادوارد فيليپ اعلان وکړ، چي د کرونا ويروس د لا ډير خپريدو د مخنيوي په خاطر ټوله عامه ځايونه د پرون شنبې شپې نيمايي څخه تړلي پاتیږي.

ادوارد فيليپ همدارنگه خپلو خلکو ته توصیه کړې ده، چي د نورو تر څنگ دي یوازي د ضروري موادو د اخیستلو او یا رايې د ورکولو په سبب د خپلو کوررونو څخه ووځي، په غیر د هغه دي په کورونو کي پاته سي.

په همدې حال کي د کرونا ویروس د نوو پيښو په سبب د دغه هيواد په روغتونو کي د بستر سوو ناروغانو تعداد لوړ سوی دی.

انځور: picture-alliance/dpa/E. Morenatti

هسپانیې اضطراري حالت اعلان کړ

په هسپانيا کې هم اضطراري حالت اعلان سوی او صدراعظم پدرو سانچز یې د کرونا ویروس د لا ډیر نه خپریدو په خاطر د دوو اونیو لپاره په هیواد کي فوق العاده وضعیت اعلان کړی دی. د اضطراري حالت په اعلانیدو سره په دغه هیواد کي عامه ژوند په ټوله هیواد کي محدود سوی او کیدلای سي دغه حالت نور هم تمدید سي.

په هسپانیه کي د کرونا ویروس له کبله تر پرون شنبې پوري ۱۹۰ کسان مړه سوي او ۶۲۵۰ نور کسان په اخته سوي دي. 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب