فرانسې هم د فلسطین دولت په رسمیت وپیژانده
۱۴۰۴ مهر ۱, سهشنبه
د فرانسې ولسمشر، امانوئل مکرون د دوشنبې په ورځ (۲۰۲۵ کال د سپټمبر ۲۲مه) په نيويار ک کې د ملگرو ملتو په مقر کې د خپلې وينا په ترڅ کې اعلان وکړ چې هیواد یې فلسطینی دولت په رسمیت پیژني. دغه تصمیم په داسې حال کې ونیول سو چې فرانسه او سعودي عربستان د ملگرو ملتو په سازمان کې د هغې ناستې کوربه وو چې د اسرائیل او فلسطین ترمنځ د شخړو د حل له پاره د دوو دولتونو د حللارې د طرحې پر جوړولو متمرکزه وه.
مکرون ددغې پریکړې د اعلان پر وخت چې د بریتانیې، کاناډا، آسترالیا او پرتگال له ورته پریکړې څخه ۲۴ ساعتو کم وخت کې اعلان سوه، ټینگار وکړ چې : »هیڅ شی په غزه کې روانه جگړه نه سي توجیه کولای.« هغه زیاته کړه چې فلسطینیانو ته د بشپړ حقونو ورکول به د اسرائيليانو له حقونو څخه هیڅ شی کم نه کړي او دغه گام کولای سي د پایدارې سولې په رامنځته کولو کې مرسته وکړي.
اړوند:فلسطين د دولت په توګه په رسميت پيژندل په حقيقت کي څه دي؟
د فرانسې ولسمشر همدارنگه ټینگار وکړ چې نور هیوادونه لکه بلجیم، لوکزامبورگ، مالتا، اندورا او سن مارینو به هم ډیر ژر فلسطیني دولت په رسمیت وپیژني او دغه کار یې له نوموړي نوښت څخه د اروپایانو د لا پراخ ملاتړ څرگندونه وبلله.
د مکرون دا اعلان سمدستي د نړیوالو خبرونو سرټکی وگرځید او د ځینو هیوادونو له هرکلي او د امریکا متحده ایالاتو او اسرائیل له سختو مخالفتونو سره مخامخ سو. د فرانسې او سعودي عربستان ترمنځ گډې ناستې چې د جي اوه غړو هیوادونو لکه، آلمان، ایټالیا او د امریکا متحده ایالات پکښي حاضر نه وو، د دوو دولتونو د حللارې د پلي کولو پر اړتیا تمرکز درلود؛ داسې یوه طرحه چې د اسرائیل په څنګ کې د اردن سيند په لوېدیځه غاړه او غزې تراډه کې د یوه خپلواک فلسطیني دولت جوړول تضمینوي.
اړوند:برېتانيا، کاناډا او آستراليا د فلسطين دولت په رسميت وپېژانده
د فرانسې ولسمشر زیاته کړه: «د سولې وخت رارسیدلی دی... د حماس له خوا د ۴۸ یرغملو د آزادیدو وخت رارسیدلی دی. د جگړې، د غزې د بمباریو، عام وژنې او بیځایه کیدو د توقف وخت رارسیدلی دی.»
مکرون په فلسطیني دولت کې د فرانسې د سفارت د پرانیستلو له پاره د مخکیني شرط په توګه د اکتوبر پر اوومه نیټه د حماس وسله والې ډلې په برید کې د نیول سویو یرغملو کسانو خوشې کول اعلان کړل.
ترمپ: د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندل «حماس ته انعام» دی
د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر، دونالډ ترمپ په دې باور دی چې د یوه فلسطیني دولت په رسمیت پیژندل، پر اسرائیل باندې د برید له پاره د حماس وسله والې ډلې ته د انعام ورکولو په معنی دی.
د ترمپ دغه څرگندونې د اسرائیل د صدراعظم بنیامین نتانیاهو دریځ منعکس کوي چې د ځینو لویدیځو هیوادونو له خوا یې د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندل په کلکه غندلي دي.
گوتیریش: د فلسطیني دولت په رسمیت پیژندل «حق دی نه انعام»
د ملگرو ملتو عمومي منشي انتونیو گوتیریش، د دوشنبې په ورځ د ځینو هیوادونو له خوا د فلسطیني دولت د په رسمیت پيژندلو له اقدام څخه هرکلی وکړ.
گوتیریش وویل: »مخکې له دې چې ډیر ناوخته سي، باید د دوو دولتونو پر حللارې باندې له سره ژمنه وکړو. پریږدئ چې واضح ووايو: »د فلسطینیانو له پاره دولتي وضعیت یو حق دی، نه انعام.«