1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فرانسې څه د پاسه ۶۰ مهاجر له ډوبېدو ژغورلي دي

۱۴۰۲ خرداد ۸, دوشنبه

د فرانسې ساحل ته نيږدې د ژغورني عملیاتو په ترڅ کي تیره ورځ هغه ۶۳ کسان ژغورل سوي چي غوښتل یې په کښتیو کي د مانش کانال له لاري بریتانيا ته ولاړ سي.

Uk Migranten überqueren Ärmelkanal
انځور: Gareth Fuller/PA/dpa/picture alliance

د فرانسوي چارواکو په حواله، د گریس نیڅ سمندري ژغورونکي مرکز د یکشنبې په شپه د پاس ـ دې ـ کالیس په اوبو کي د ژغورنې دوه عملیات همږغي کړل.

چارواکو خبر ورکړی دی چې له یوې کښتۍ سره چي ماشین یې په اوبو کي لوېدلی وو، د ملي ټولني د ژغورني د بیړۍ له خوا مرسته وسوه تر څو ۴۶ انسانان وچي ته انتقال کړي. یوه بله کښتۍ چي په اپریل میاشت کي د مهاجرو د لټون او ژغورني له پاره کرایه سوې وه، ۱۷ کسان چي د ډوبیدو په حال کي وه وژغورل.

آلمان خارجيانو ته د تابعيت ترلاسه کولو شرايط نرموي

څو ورځي مخکي لا په فرانسه کي، پنځه سرتیري د ۲۰۲۱م کال په پای کي په مانش کانال کي د غرقي سوي کښتۍ د ۲۷ مهاجرو د مړیني په تړاو د قضايي قوې له خوا د مرستې  په نه کولو تورن سول.

نوموړي دوې ښځي او دوه نارینه سرتیري د دغي ناوړي پیښی پر وخت د گریس نیڅ د ژغورني په هغه مرکز کي په دنده بوخت ول چي په مانش کانال کي د ژغورني عملیات پر غاړه لري.

پلټني اوس پر هغو تورنو تمرکز کوي چي د ډوبیدو په حال کي د خلکو تليفونونو ته جواب نه دی ورکړل سوی. د حقوقي اسنادو له مخي چي د فرانسې خبري آژانس AFP ته وړاندي سوي، فرانسوي چارواکو ۱۵ ځله له خطر سره مخامخو مهاجرو د تليفون زنگونه له پامه غورځولي دي.

تیر کال شاوخوا ۴۶ زره پناه غوښتونکي د مانش له کانال څخه تیر سوي چي زیاتره یې له افغانستان، ایران او البانیا څخه ول. د فرانسې په اوبو کي شاوخوا ۸۰۰۰ انسانان ژغورل سوي دي.

GP/NZ/AG

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب