د افغانستان د کرکيټ بورډ له لوري رسنیو ته په دې اعلامیه کې همدا راز ویل شوي دي چې ولسمشر محمد اشرف غني دغه اقدام د افغانستان د کرکيټ د وروستیو لاسته راوړنو او د بشپړ غړیتوب له ترلاسه کولو وروسته عملي کړی دی.
اعلامیې وړاندې ویلي چې د افغانستان کريکټ پدې وروستیو کې په بیلابیلو برخو کې په نړیواله او کورنۍ کچه سترې او تاریخې لاسته راوړنې درلودې. سربیره پر دې د افغانستان کریکټ ملي لوبډلې د نړۍ په لس غوره لوبډلو کې ځای خپل کړ او تر څنګ یی د کريکټ بورډ ادارې په بیلابیلو اړخونو کې اصلاحات رامنځته شول. اعلامیه وايي چې دغو ټولو ټکو ته په پام کې نیولو او ددې ادارې د لا پرمختګ، ښه ګرنډیتوب او استقلالیت په موخه د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني دغه تازه حکم صادر کړی دی.
په اعلامیه کې د ولسمشر غني د فرمان ټکي
د افغانستان کريکټ بورډ اداره د ورزشي فعالیتونو په برخه کې یوه خپلواکه اداره ده او د کريکټ د نړیوالې شورا د اصولو او قوانینو په رعایت کولو مکلفه ده. سربیره پر دې د فرمان په دوهم امر کې لیکل شوي چې هیڅ اداره یا شخص حق نه لري چې د کريکټ بورډ په چارو او ددې ادارې د ورزشي فعالیتونو د تنظیم په برخه کې لاسوهنه وکړي. په پاې کې د افغانستان د کريکټ بورډ ادارې په چارو کې د ادارو او اشخاصو لاس وهنه له هغوی سره د قانوني چلند خبره هم راغلې ده.
دغه فرمان داسې مهال صادریږي چې په دې وروستیو کې د افغانستان پر کریکټ بورډ باندې د لوبغاړو د ټاکنې او یو لړ نورو مسائلو له امله سختې نیوکې وشوې. دغه نیوکې وروسته له هغې وشوې چې د افغانستان ملي لوبډلې د ۲۰۱۹م کال نړیوال جام ته د رسیدو له پاره په خپلو لومړنیو لوبو کې له ماتو سره مخامخ شوې وه. د لوبو په ترڅ کې داسې ویره هم موجوده وه چې ګواکې افغانستان به په انګلستان کې د ټاکل شوي نړیوال جام ته لاره ونه مومي. خو بخت او په وروستیو کې د افغان لوبډلې ښې لوبې بیا دغه هرڅه بدل کړل، او افغانستان نه یوازې نړیوال جام ته لار پیدا کړه، بلکې د ویسټ انډیز په ماتولو سره یې د دې لوبو اتلولي هم په خپل نامه کړه.
زموږ له آرشیف څخه:
د ۲۰۱۹م کال په نړیوال جام کې افغانستان له کوم هیواد سره او کله لوبې لري
د کریکټ نړیوالې شورا په ۲۰۱۹م کال کې د مې میاشتې له ۳۰ مې نه د جولای میاشتې تر ۱۴ پورې د نړیوال جام د سیالیو رسمي مهالویش اعلان کړ. په دې انځوریز البوم کې به وګورئ چې افغانستان له کوم هیواد سره او کله لوبیږي.
په لومړي پړاو کې نهه لوبې
افغانستان د کریکټ نړیوالې شورا د ۲۰۱۹م کال د نړیوال جام په لومړي پړاو کې چې د مې میاشتې له ۳۰ مې نه د جولای میاشتې تر ۱۴ پورې تر سره کیږي ټول ټال نهه لوبې ترسره وي.
۱. افغانستان د آسترلیا پر وړاندې
په دې سیالیو کې د افغانستان لمړنۍ لوبه د جون میاشتې په لومړۍ نیټه او د شنبې په ورځ د آسترالیا پر وړاندې ده. دغه مهمه لوبه به د انګلستان په بریستول کونټی کریکټ لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/Paul Kane۲. افغانستان د سریلانکا پر وړاندې
دوهمه لوبه بیا د جون میاشتې په ۴ نیټه د سه شنبې په ورځ له سریلانکا سره پلان شوې. دغه لوبه به په کاردیف والز ستدیوم کې ترسره شي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/D. Manson۳. افغانستان د نیوزیلاند پر وړاندې
د افغانستان دریمه لوبه د جون په ۸ نیټه د شنبې په ورځ له نیوزیلاند سره ده چې د تنتون په کونتي لوبغالي کې به ترسره شي.
انځور: Reuters/D. Siddiqui۴. افغانستان د سویلي افریقا پر وړاندې
د افغانستان د کریکټ د ملي لوبډلې څلورمه لوبه د جون میاشتې په ۱۵ نیټه د شنبې په ورځ له سویلي افریقا سره پلان شوي. دغه لوبه به هم د کاردیف والز په ستدیوم کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks۵. افغانستان د انګلستان پر وړاندې
په دې سیالیو کې د ا فغانستان پنځمه لوبه د جون میاشتې په ۱۸ نیټه د سه شنبې په ورځ د انګلستان پر وړاندې ده. دغه لوبه به د اولد ترافورد په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/G. Copley۶. افغانستان د هندوستان پر وړاندې
د افغانستان شپږمه لوبه بیا د هندوستان پر وړاندې د جون میاشتې په ۲۲ نیټه او د شنبې په ورځ پلان شوې. دغه لوبه به د انګلستان په همپشیر باول لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/D. Kalisz۷. افغانستان د بنګله دیش پر وړاندې
د دې سیالیو په لړ کې د افغانستان اوومه لوبه د بنګله دیش پر وړاندې ده. دغه لوبه به د جون میاشتې په ۲۴ نیټه او د دوشنبې په ورځ ترسره شي. دغه لوبه به هم د همپشیر باول په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Reuters۸. افغانستان د پاکستان پر وړاندې
د افغانستان اتمه لوبه بیا د پاکستان پر وړاندې ده. دغه لوبه د جون میاشتې په ۲۹ نیټه او د شنبې په ورځ پلان شوې. یاده لوبه به د هیډینګلي په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Dibyangshu Sarkar/AFP/Getty Images۹. افغانستان د ویسټ انډیز پروړاندې
په لومړني پړاو کې د افغانستان وروستی لوبه د ویست انډیز پر وړاندې پلان شوې. دغه لوبه به د جولای میاشتې په ۴ نیټه او د پنجشنبې په ورځ ترسره شي. د افغانستان دغه وروستی لوبه به هم د هیډینګلي په لوبغالي کې ترسره شي.
انځور: Getty Images/AFP/R. Brooks