د فرونتکس مشر د اروپايي اتحاديې له غړو هيوادونو د مهاجرو په ژر اخراج کي د گډو قواعدو غوښتنه کړې ده. هغه ويلي دي چي په دې ترڅ کي يو شان ته قوانينو ته اړتيا سته.
اعلان
فرونتکس د اروپايي اتحاديې هغه اداره ده چي د پولو ساتنه يې پر غاړه ده. د دغې ادارې مشر فابريسې لېګېري د اروپايي اتحاديې پر غړو هيوادونو ږغ کړی دی چي د رد سوو پناه غوښتونکو په اخراج کي دي گډ قواعد رامنځ ته کړي. دغه چارواکي ويلي: «موږ په دې تړاو يو واحد قانوني نبسټ ته اړتيا لرو.» نوموړي دا څرګندونې د «هاندلسبلت» نومي ورځپاڼي د سه شنبې (د ۲۰۱۷ کال د سپتمبر ۲۵مه نېټه) ماښمنۍ ګڼي ته کړي دي.
د فرونتکس ادارې رئيس ليګيري، ويلي دي چي د دغې ادارې له خوا تنظيم سوي ځيني د اخراج پروازونه ډک نه وي. د هغه په وينا هغه په دې دليل چي یا خو «په کافي اندازه اخراج ته منتظر کسانو ځانونه نه وي ثبت کړي او يا هم يې په هکله اړين معلومات کم وي.»
د نوموړي په وينا د مهاجرو د اخراج په موضوع کي قانون ډېر مغلق او د اروپايي اتحاديې په غړو هيوادونو کي متفرق دی. هغه زياته کړې چي د اروپايي اتحاديې په ځينو هيوادونو کي په اخراج د مکلف سوو مهاجرو د توقيفولو اجازه سته او په نورو کي بيا نه سته. د هغه په وينا د دې څخه تر مخه چي د پناه غوښتنې يوه پروسه د پناه غوښتونکې د اخراج تر فيصلې ورسيږي، په هر هيواد کي بېل اوږد وخت نيسي. له همدې کبله دغه چارواکي غوښتنه کړې چي «اروپايي اتحاديه دي د يو ځانګړي فرمان له لاري د اخراج په تړاو مکلف کوونکي قواعد رامنځ ته کړي.»
د فرونتکس رئيس دا غوښتنه هم کړې ده چي د اخراج موضوع دي د پناه غوښتنې د پروسې سره لا نژدې مربوطه کړله سي. هغه ويلي دي چي دلته وخت ډېر مهم دی، ولي چي که د مهاجرو اخراج زيات وخت په بر کي ونيسي نو دغه په اخراج مکلف مهاجرين په اروپا کي ځانونه مېشتوي.
زموږ له ارشيف څخه:
مهاجرو ته د آلمان د سرحدونو پرانیستلو دوه کاله وروسته
د ۲۰۱۵م کال په اگست او سپتمبر میاشتو کې هغه مهال چې په سونو زرو مهاجرو اروپا ته مخه کړه، د آلمان صدر اعظمي انګلا ميرکل پریکړه وکړه چې تازه راغلو مهاجرو ته د پرانیستو دروازو سیاست غوره کړي. له هغه وخت راهیسې څه پیښ شوي؟
انځور: picture-alliance/dpa/S. Hoppe
د ۲۰۱۵م کال اګست میاشت
د ۲۰۱۵م کال د اګست میاشتې پر ۲۵ نیټه، آلمان پریکړه وکړه چې د سوريې د مهاجرو له پاره د ډبلین تړون مات کړي. دا کار په دې معنی دی چې له سوریې څخه راغلي مهاجر به بیرته د اروپايي ټولنې هغه هیواد ته نه استول کیږي چې دوی ورته په اول سر کي راغلي وي
انځور: picture alliance/AP Photo/P.David Josek
د اګست میاشتې پر۳۱ نیټه، په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه د تیرو کلونو په ترڅ کې د مهاجرت له داسې یو کړکیچ سره نه وه مخامخ شوې، انګلا ميرکل اعلان وکړ چې «موږ دا کار کولای شو». په منځني ختیځ په ځانګړې توګه سوریه کې جګړه او په پایله کې یې د آلمان له لوري په سونو زره سوریايي مهاجرو ته پناه ورکړل شوه. ميرکل دغه کار ملي دنده وګڼله.
انځور: Getty Images/S. Gallup
د ۲۰۱۵م کال سپتمبر میاشت
د همدې کال د سپتمبر میاشتې پر ۴مه نیټه، آلمان او اتریش په هنګري کې بند پاتي مهاجرو منل پیل کړل. د آلمان د مونشن د ریلونو په مرکزي تمځای کې، آلماني رضا کارانو په لاسونو کې د لوحو په نیولو او د شیرینيو په ویشلو سره د مهاجرو ښه راغلاست ووايه. په دې کار سره آلمان خپل د ښه راغلاست فرهنګ وښود او دغه هیواد په اروپا کې مهاجرو ته په یوه ښه هیواد بدل شو.
انځور: picture-alliance/dpa/D. Bockwoldt
د ۲۰۱۵م کال اکتوبر میاشت
اروپايي ټولنې او ترکیې د اروپايي ټولنې هیوادونو ته د مهاجرو د راتګ په هکله یو ګډ کاري پلان جوړ کړ. د همدې اکتوبر میاشتې پر ۱۵نیټه، د آلمان پارلمان یا بوندیستاګ د پناه غوښتنې په قانون کې بدلون راوست او په دې بدلون سره یې البانیا، کوسوو او مونتینګرو خوندي هیوادونه وګڼل.
انځور: picture-alliance/AP Photo/L. Pitarakis
د ۲۰۱۵م کال نومبر میاشت
په دې میاشت کې د کښته درجې محافظت لرونکو پناه غوښتونکو د کورنیو د یوځای والي حق وځنډول شو. سربیره پر دې، د آلمان حکومت پریکړه وکړه چې په آلمان کې د هغو مهاجرو له پاره چې په دې هیواد کې د پاتېدو لږ چانس لري، د اوسیدو ځانګړي ځایونه رامنځ ته کړي.
انځور: Getty Images/A. Beier
د ۲۰۱۵م کال دسمبر میاشت
په دې میاشت کې د اروپايي ټولنې کمیسیون پر یوه داسې وړاندیز کار پیل کړ چې له مخې یې دغه کمیسیون کولای شي د دې ټولنې غړي له دې امله جریمه کړي چې نه غواړي د مهاجرو یو ټاکلی شمیر ومني.
انځور: picture-alliance/dpa/S. Rampfel
د ۲۰۱۶م کال جولای میاشت
د جولای میاشتې پر ۱۹ نیټه یو ۱۷ کلن افغان مهاجر د آلمان په ورڅبورګ ښار کې په اور ګاډي کې پر۲۰ سپرلیو برید وکړ. له دې پیښې شپږ ورځې وروسته، یو بل سوریايي پناه غوښتونکي د آلمان په بل جنوبي ښار انسباخ کې په خپل ځان پورې تړلي چاودیدونکو توکو ته چاودنه ورکړه او خپل ځان یې وواژه. په دې پیښه کې ۱۲ کسان نور ټپیان شول.
انځور: picture-alliance/dpa/Amak
د ۲۰۱۶م کال دسمبر میاشت
د دسمبر میاشتې پر ۱۴ نیټه آلمان د رد شوو افغان مهاجرو لومړنۍ چارتر الوتکه د کابل پر لور ولیږله. د همد دسمبر میاشتې پر ۱۹ نیټه، رد شوي تونسي مهاجر انیس عامري یوه لارۍ د برلین په کریسمس بازار کې پر خلکو ور وځغلوله چې پکښې ۱۲ کسان ووژل شول او ۵۶ نور ټپیان شول. نوموړی بیا وروسته د ایټالیا په میلان ښار کې د پولیسو په ډزو کې ووژل شو.
د همدې کال په مارچ میاشت کې د آلمان صدراعظمې انګلا میرکل له تونس هیواد سره یو تړون لاسلیک کړ چې له مخې یې دغه هیواد اړ دی خپل ۱۵۰۰ رد شوي مهاجر بیرته له آلمان څخه ومني.
انځور: Reuters/Z. Souissi
د ۲۰۱۷م کال اګست میاشت
د اګست میاشتې پر ۱۱ نیټه انګلا میرکل د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو له کمیسار فلیپو ګراندي سره وکتل او په دې کتنه کې میرکل د مهاجرو له پاره د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ او د مهاجرت نړیوال سازمان ته یې د ۵۹ میلیون ډالرو د مرستې اعلان وکړ. نوموړې همدا راز د مدیترانې سمندرگي پر لار له انساني قاچاقبرانو سره د مبارزې د مرستو په هکله د خپل ملاتړ ژمنه هم وکړه.
انځور: Getty Images/AFP/L. Gouliamaki
د اګست میاشتې پر ۲۸ نیټه د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل د فرانسې په پلازمېنه پاریس کې د اروپايي او افریقايي هیوادونو له مشرانو سره وکتل، څو اروپا ته د مهاجرو د ډیر راتګ د ستونزې په هکله خبرې او بحثونه وکړي.