فضاء به د ناټو د نظامي فعالیتونو یوه برخه وګرځي
۱۳۹۸ آبان ۲۶, یکشنبه
د شمالي اتلانتیک تړون(ناټو) په دې هڅه کې دی چې په فضاء يا تشيال کې خپل فعالیتونه پراخه کړي. ټاکل شوی ده چې د غړو هیوادونو د بهرنیو چارو وزیران به د چهارشنبې په ورځ (د نومبر میاشتې په ۲۰ نیټه) په بروکسل کې سره راټول شي او په دې اړه به سلا مشورې وکړي. د ناټو مشران به د دسمبر میاشتې په لومړیو کې په دې اړه وروستۍ پریکړه وکړي.
د کارپوهانو له نظره دا به د ځمکې، هوا او مجازي فضاء ترڅنګ د ناټو د نظامي فعالیتونو له پاره یوه نوې ساحه وي.
د ناټو د موافقتنامې د پنځمې مادې په اساس د یوه غړي هیواد پر فضایي تاسیساتو برید کیدای شي د ټولو غړو هیوادونو له غبرګون سره مخامخ شي. د کارپوهانو په اند د ناټو دغه اقدام په دې معنی دی چې د فضاء اهمیت یوازې د اقتصادي او اړیکو د حوزې پورې محدود نه دی. د کارپوهانو د ارزونې له مخې د نظامي فعالیتونو په برخه کې له سپومکیو څخه استفاده په مخ پر ډیریدونکي ډول اهمیت پیدا کوي.
ناټو اندیښنه لري چې د چين او روسیي په څیر هیوادونه به د توغندیو په جوړولو سره دغه سپوږمکۍ په فضاء کې په نښه کړي. چين په ۲۰۰۷ م کال کې د فضایي سپوږمکیو ضد یوه توغندی پر آزموېنې لاس پورې کړی وو.
په اوس وخت کې شاوخوا ۲۰۰۰ فعالې سپوږمکۍ د ځمکې په مدار کې موجودې دي چې وخت په وخت یي په شمیر کې زیاتوالی رامنځته کیږي. همدا اوس ناټو د یوه نظامي تړون په توګه خپله کومه سپوږمکۍ نه لري او د نظامي کارونې له پاره د غړو هیوادونو پر سپوږمکیو تکیه کوي.
دویچه ویله/ش.ن/ا.ا