1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

«په ۲۰۲۵م کال کې په ايران کې له زرو ډېر کسان اعدام سوي»

گل غوټۍ پوپل | آلمانی خبري آژانس
۱۴۰۴ شهریور ۳۱, دوشنبه

د فعالانو په حواله په روان میلادي کال کې په ایران کې څه د پاسه ۱۰۰۰ کسان اعدام سوي دي. د بشري حقونو فعالانو په اعدامونو کې له پام وړ زیاتوالي څخه خبره کړې ده.

آلمان: جلاوطنه ایرانیان په  ایران کې د اعدامونو په وړاندي د مظاهرو په حال کې
فعالان: په ۲۰۲۵م کال کې په ایران کې له ۱۰۰۰ ډېر کسان اعدام سويانځور: Christoph Hardt/Geisler-Fotopress/picture alliance

د فعالانو په حواله په روان میلادي کال کې په ایران کې د اعدام څه د پاسه ۱۰۰۰ حکمونه عملي سوي دي. په ناروې کې میشت د بشري حقونو سازمان هینگاو رپوټ ورکړی دی چې د ایران او اسرائيل ترمنځ د جګړې له پیل څخه چې ۱۲ ورځې یې دوام وکړ، فقط څه د پاسه درې میاشتې وروسته ۴۰۴ انسانان اعدام سوي دي.

اړوند:ملګري ملتونه: ايران سږکال تر ۸۴۰ ډېر کسان اعدام کړي

د اگست په نیمايي کې لا ملگرو ملتونو د کال له پیل راهیسې د اعدام ۸۴۱ پیښې څارلي دي چې په دې ډول دا د تیرو کلونو په پرتله د اعدامونو د پلي کولو لوړه کچه ښيي. په ۲۰۲۴ م کال کې د ملگرو ملوتونو په حواله په ایران کې  په مجموعي ډول لږترلږه ۹۷۵ اعدامونه عملي سوي دي. په دې ډول کیدای سي په روان کال کې له لسیزو راهیسې د اعدام د سزا شمیرې خپلې لوړې کچې ته ورسیږي.

د جون په میاشت کې د ایران او اسرائيل جګړې پر مهال او د اوربند له نافذیدو وروسته، د ایران امنیتي چارواکو د خپل اصلي دښمن سره د مشکوکو همکارانو په وړاندې په کلکه مقابله وکړه. ایراني رسنیو د اسرائيل له پاره د جاسوسۍپه تورد اعدامونو د یوې لړۍ په هکله رپوټ ورکړی دی.

د بشري حقونو فعالانو له کلونو راهیسې په ایران کې د اعدام د سزا پر سخت تطبیق انتقادونه کړي دي. هغوی پر قضایه قوې تورلگوي چې د انتقادي ږغونو د خاموشه کولو له پاره له اعدامونو څخه کار اخلي.

گل غوټۍ پوپل ګل غوټۍ پوپل له کلونو راهیسې د افغانستان په اړه د راډیويي او تلویزیوني خپرونو ویاندویي کوي.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل