فلسطين د دولت په توګه په رسميت پيژندل په حقيقت کي څه دي؟
۱۴۰۴ شهریور ۳۱, دوشنبه
بريتانيا، کاناډا او استراليا لومړي ستر هيوادونه ول چي د فلسطین دولت يې په رسميت وپيژاند او تر هغوی وروسته پرتګال هم د يکشنبې په ورځ همدا کار وکړ. ځيني نور غربي هيوادونه لکه فرانسه او بيلجيم د اسرائيل پر خبرداري سربيره اراده لري چي ورته اقدام وکړي.
نن د دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو عمومي اسامبلۍ په غزه کي د جګړې په اړه غونډه کوي. دا د فرانسې او سعودي عربستان په مشرۍ د يوې ډيپلوماتيکي پروژې دوام دی چي د دوو دولتونو د حل لاري د بيا راژوندي کولو له پاره يې کوي، په کوم کي چي به اسرائيليان او فلسطينيان يو د بل په بغل کي ژوند کوي او دا کار د څو لسيزو شخړو ته يوازینی جواب دی.
څو هيواونو لکه فرانسې، بيلجيم لوکزامبورګ او مالتا ويلي دي چي د دوشنبې په ورځ غونډه کي به د ملګرو ملتونو له هغو ۱۴۵ غړيو هيوادونو سره يوځای سي چي د فلسطين دولت په رسميت پيژني.
د فلسطين دولت په رسميت پيژندلو په اړه د اروپا ډېري وروستۍ اعلاميې په غزه کي د اسرائيل د راوان پوځي کمپاين پايله ده چي د حماس وسله واله ډلې تر کنترول لاندي روغتيا وزارت په وينا تر ۶۵۰۰۰ ډېر کسان پکښې وژل سوي دي. خو نړيوال څېړونکي بيا د تلفاتو شمېر ډېر لوړ ښيي. د تيري دوشنبې په ورځ د ملګرو ملتونو د تحقيقاتو خپلواک نړيوال کمېسيون د فلسطینيانو د اشغال سويو سيمو په اړه يو راپور خپور کړ چي پکښې اسرائيل په غزه کي په نسل وژنه تورن سوی دی.
اسرائيل او د هغه اصلي متحد، امريکا متحده ايالات دغه او نورو راپورونه چي دغه شان يوې نتيجې ته رسېدلي، رد کړي دي او د يوه دولت په توګه د فلسطين د په رسميت پېژندلو هر ډول برنامې يې غندلي او د ۲۹۲۳م کال د اکتور مياشتي د ۷ نېټې پيښي ته چي حماس پر اسرائيل باندي بريد وکړ، ۱۲۰۰ کسان يې ووژل په اشارې سره ادعا کوي چي دغه شان کار به «ترهګرۍ ته انعام» وي.
يوازي «سياسي ډرامه»
حتی د فلسطينيانو ملاتړي وايي چي د يوه دولت په توګه د فلسطين په رسميت پيژندل که له عملي اقدام سره مل نه وي، کافي به نه وي.
د عامه ديپلوماسۍ له پاره د فلسطیني انسټیټیوټ د عدالت غوښتنې مشر اینس عبدالرازق، چې د فلسطیني څېړنیز بنسټ "الشبکه" په چوکاټ کې کار کوي، وویل: «لوېدیځ هېوادونه سمبولیکو حرکتونو ته چمتووالی نیسي، په داسې حال کې چې فلسطینیان نه عدالت ترلاسه کوي او نه هم دولت، چې له کبله یې یوازې د اوسني واقعیت او نړیوالې ټولنې د اقداماتو ترمنځ واټن پراخېږي.»
د ګاردين ورځپاڼي کالم ليکونکي اوون جونز د چهارشنبې په ورځ ليکلي چي «د اسرائيل پر وړاندي هر ډول اقدام چي سوی دی نمایشي به وي، ترڅو د عامو خلکو له لوري د اقداماتو غوښتنه له پامه وغورځوي.»
په ملګرو ملتونو کي د نړيوال بحران ډلي رئيس ريچارد ګوان په امريکا کي د «جسټ سيکيورټي» مجلې ته ليکلي دي چي په دې اړه هم اندېښنه سته چي اسرائيل به د فلسطين دولت د په رسميت پيژندي دغه نوي اقدام ته څه ډول غبرګون وښيي.
ګوان ليکلي دي: «لومړی وزير بنيامين نتانياهو... د ملګرو ملتونو د بقيه غړيو د ننګولو اوږده سابقه لري. يوه سناريو چي ديپلوماتان يې اندېښمن کړي دي دا ده چي، نتانياهو چي تيره اونۍ يې اعلان وکړ چي «هيڅ ډول فلسطيني دولت به نه وي» کولای سي په خپله وينا کي د فلسطيني سیمو د ځينو برخو په رسمي ډول د يوځای کولو په اعلانولو سره د په رسميت پيژندني پروسې ته ځواب ووايي.»
آيا په رسميت پېژندنه سوله راوستلای سي؟
دا روښانه ده چي يوازي د فلسطين دولت په رسميت پېژندل به په غزه کي د اسرائيل جګړه و نه دروي.
اسرائيلۍ ورځپاڼي «هاآرتص» ته کالم ليکونکي ګيدئون لوی، په اګست مياشت کي استدلال وکړ: «د هغه هيواد پر وړاندي چي نسل وژني ته دوام ورکوي، په رسميت پېژندل، د بنديزونو او جزايي اقداماتو له پاره يو غلط بديل دی.»، «په رسميت پيژندل تشي خبري دي... دا به نسل وژنه و نه دروي، هغه نسل وژنه چي د نړيوالي ټولني له عملي ګامونو پرته به بنده نه سي.»
په حقيقت کي، لکه څنګه چي حقوقي کارپوهان په ګوته کوي، دا دواړي موضوعګاني يو له بله جلا دي. که فلسطين يو دولت وي که نه، نړيوالو قوانينو دمخه لا هيوادونه مکلف کړي دي چي د شکمن نسل وژني د مخنيوي له پاره هر هغه څه وکړي چي کولای يې سي.
د ديپلوماتيکي اړيکو ارتقا
په اوسني نړيوالو ډيپلو ماتيکو، بيوروکراتيکو او قانوني جوړښتنو کي د فلسطين دولت په رسميت پېژندل ښايي د اوربند له پاره قوي دليل رامينځه کړي.
د مصر سياسي شنونکي عمر عوف، د «قاهرې د نړيوالو چارو بياکتنه» د درې مياشتنۍ اکاډميکي مجلي د ۲۰۲۵م کال د مني په ګڼه کي اشاره کړې ده چي فلسطيني چارواکو په ۱۹۸۹م کال کي د جينوا کنوانسيونونو سره د يوځای کيدو هڅه کړې وه، خو د سويس له خوا رد شوه ځکه چي سويس وويل چي د فلسطين دولت د شتون په اړه «ناڅرګندتيا» موجوده وه.
د جينيوا د امنيتي پاليسۍ په مرکز کي د سولي مذاکره کوونکي بار ياکوف، په اګست مياشت کي دويچه ويله ته وويل چي په رسميت پېژندل «سمدلاسه هيڅ شي نه بدلوي، خو فلسطينيانو ته په خبرو اترو کي خورا لويه ونډه ورکوي، ځکه چي کله چي تاسي د يوه دولت او بل دولت تر منځ خبري اتري کوی، دا د يوه دولت او يوه ناپېژندل سوي دولت ترمنځ د خبرو اترو په څېر نه دي.«
دوه اړخيزه په رسميت پېژندنه کيدای سي د ډېپلوماتيکي ارتقا په توګه تلقي سي. هغه هيوادونه چي فلسطین د دولت په توګه په رسميت پېژني، لکه فرانسه او بيلجيم، باید له فلسطين سره خپلي اړيکي بررسي کړي او دغه راز د هغه پر وړاندي خپل قانوني مکلفيتونه و ارزوي. له همدې امله دوی استدلال کوي چي دا کولای سي له اسرائيل سره د اړيکو بيا کتني ته هم لاره هواره کړي.