ددغه برتانوي هنرمند کورنۍ په تویتر کي لیکلي دي: «په ډیري خواشینۍ سره خبر درکوو،چي زموږ گران پلار ښاغلئ روگر مور- Roger Moore په سویس کی د سرطان د ناروغۍ سره تر یوې لنډی مجادلې وروسته مړ سوی دی.»
روگر مور خپل لمړنئ لوی رول په ټلویزوني سریالونو "Maverick" او "Ivanhoe" کي بازي کړ . په ۱۹۶۰ م کال کي د « دَ ساینټ" په سریال کي هغه د زیمون ټیمپلر په نامه په یوه جهاني ستوري بدل سو. د تونی کَرتیس- Tony Curtis سره ځای په جنايي سریال«دوهم» کي ښه وځلیدی او په ټوله اروپا کي مشهوره سو . خو دده مشهوره رول جېمز بانډ ؤ. د ۰۰۷ په نوم سره یې د ۱۹۷۳ م کال راوروسته فلمونو سلسلې «یا ژوندی پاتیږې یادي وژنم » کي د هوښیار اجېنټ او ښځو اتل په توگه ۷ واره جایزې تر لاسه کړې.
په فلمونو کي تر ښه ځلیدلو وروسته روگر مور په اجتماعي کارونو کی ډیر مشغوله سو. داسي چي په ۱۹۹۱ م کال کي د ملگرو ملتونو د کوچنیانو د حمایې سازمان، یونیسف خاص استازئ سو. په ۲۰۰۳ م کال کي یې د ملکې الیزابت دوهمي لخوا د اشراف لقب تر لاسه کړ.
په سویس کي د سرطان سره تر لنډی مجادلې وروسته یې نن سه شنبه د مئ پر ۲۳ نیټه ساه ورکړه.
له موم څخه جوړ شوي هندي هنري څيرې
د میډم ټساډ په نامه موزیم په ټوله نړۍ کې ډیر مشهور دی. په دې موزیم کې له موم څخه جوړي شوې مشهورې څیرې لیدل کیږي. په دې څیرو کې د هندي فلمونو مشهورې څیرې هم شته.
انځور: picture alliance/dpa/Eventpress Radkeموهانداس کرمچاند ګاندي، له بریتانيا څخه د هندوستان د خپلواکۍ د غورځنګ مشر هم په دې مومیايي شخصیتونو کې شتون لري.
انځور: Getty Images/AFP/P. Kittiwongsakulد هندوستان د کريکټ وتلی لوبغاړي، د ټنډولکر مومیايي شوې مجسمه هم په دې موزیم کې نندارې ته ایښول شوې ده.
انځور: picture-alliance/dpa/EPA/STRد هندي سینما تر ټولو ډیر مشهور هنرمند امیتا بچن مومیايي شوې مجسمه.
انځور: picture alliance/dpa/J. Kalaeneد هندي سینما د ښځینه څیرو په کتار کې د مادهوري مومیايي شوې مجسمه هم جوړه شوې.
انځور: Getty Images/S. Wilsonپه دې موزیم کې د هندوستان د فلمونو لوبغاړي شاه رخ خان مجسمه هم لیدل کیږي.
انځور: picture alliance/dpa/AP Images/J. Ryanد هندوستان د سینما د خانانو په ډله کې د سلمان خان مومیايي شوې مجسمه هم لیدل کیږي.
انځور: Getty Images/AFP/S. Curryد امیتابچن ترڅنګ د هغه انګور، ایشوریا رای هم له خپل خسر سره یوځای لیدل کیږي.
انځور: Getty Images for Madame Tussauds/C. Ordد فلمي ستورو په ډله کې پیژندل شوې څیره هریتیک روشن مجسمه هم مومايي شوی ده.
انځور: Getty Images/AFP/L. Nealد کپور له خاندان څخه د هندي سینما مشهوره څیره کرینا کپور مجسمه هم له مومیايي موادو جوړه شوې ده.
انځور: Getty Images/AFP/J. Edelson qm/ sw/bb (dpa/afp)