د مانيلا او د هغه په اطرافو کې پراته ښارګوټي د شنبې په ورځ د نالګي (Nalgae) استوايي یا ګرمسیره توپان سره مخ شول کوم چې د چارواکو په خبره ۴۵ کسانو په کې خپل ژوند له لاسه ورکړی دی. په قربانيانو په ډله کې تر ټولو ډير ېې په جنوبي ایالتونو کې د ځمکې ښوېدنې له کبله مړه شوي دي.
په ابتدا کې د ۷۲ کسانو د مړېنې وويل شو خو چارواکو د پېښې په سیمو کې تر پلټنو وروسته د مړو شمیر ۴۵ اعلان کړ. ۱۸ بنديان هم لادرکه شوي دي چې ژغورونکو ېې لټون کوي.
زورولې زلزلې په فیليپین کې ځاني او مالي زیانونه اړولي
د ميلانو د ښاروالۍ دفتر ويلي دي چې د دغه ښار د ساحلي سیمو اوسيدونکي ايستل شوي او په ټولو درجه ښوونځي په موقتي توګه تړل شوي دي.
د مانيلا ښاروالې، هني لاکونا پانګن د ښار د هديرو تړلو امر کړی دی، چیرته چې په پام کې وو د شنبې په ورځ د آل سینتس دې (All Saints' Day) مذهبي مراسمو له پاره په ميليونو خلک ورشي.
په سویلي آسیا کې د اورښتونو له کبله د مړو شوو شمیر لوړ شوی
د رويټرز خبري آژانس په حواله د توپان اعظمي سرعت ۹۵ کیلومتره په يو ساعت او د شدیدو څپو سرعت ېې بیا تر ۱۳۰ کيلومتره په یو ساعت کې دی چې له کبله ېې د شنبې په ورځ د فيليپين په ختيځ کې څو ځایه ځمکې ښويدلي دي.
زياته شوې چې هوايي شرکتونو ۱۱۶ داخلي او نړيوال پروازونه لغوه کړي. ساحلي ساتونکو ويلي دي چې نژدې ۷۵۰۰ مساپر، موټرچلونکي او د تجارتي کشتيو مرستندويان په بندرونو کې بند پاته دي.
آ/م.ک.ص./ا.ا.
له آرشيف څخه یو انځوريز البوم:
منيلا ته څېرمه د اور غورځوونکی غره خطرناکه منظره
په فلېپين کې د تال په نامه اور غورځوونکی غر غيرې فعال دې. خو اوس هغه بيا لوګې او ایرې شيندي او دا د يو ستر خطري حالت د پیلیدو نښې دي. اوس دغه غره په اورشيندنې هم پېل کړی. انځور: Getty Images/E. Acayan د تال په نوم دغه غره کلونه خوب وکړ. خو اوس د فلېپین دغه اورغورځوونکی غر، چې له پلازمينې منیلا، څخه شا او خوا ۶۵ کيلومتره واټن لري، راويښ شوې. دغه اور شيندونکې تر يو کيلومتر لوړوالې کې په ټنونو ايرې فضا ته شیندي او په ژوره کې غرهار کوي.
انځور: Getty Images/E. Acayan د ایرو ذرې چې د شيندلو په وخت کي هوا ته خارجيږي ، په فضا کې لوګي او لمبې خپرولو د رعد او بريښنا ویرونکی منظر جوړ کړې، چې هوايي ترافیک ګواښي او له همدې کبله د مانيلا هوايي ډګر تړل شوی.
انځور: picture alliance/dpa داسی ښکاري چې د ایرو وريځې په خطرناک ډول تفريحې پارک "Sky Ranch" ته نږدې کيږې. د ستر څرخ چلولو ته سپارښتنه نه کيږې.که څه هم چې دغه څرخ يوه ښکلي منظره لري.
انځور: picture-alliance/AP Photo/B. Marquez په زرګونو کسان د اور غورځوونکي غره له سیمې څخه کډه شوي. دغه کورنۍ چې په رکشا کې خوندي ځای ته د ځان رسولو هڅه کوي.
انځور: picture-alliance/AP Photo/A. Favila د ايرو او اورښت ګډوله په هر درز او ژوره کې ننوزي. ښه خبره دا ده چې تر اوسه کوم ځاي ته تاوان نه دي رسیدلې. د ګرځنده تليفون شبکه هم کار کوي او تر دې دمه کوم راپور نه دې تر لاسه شوې.
انځور: Getty Images/E. Acayan د ایرو زرې کولې روغتيایي ستونزې رامنځ ته کړي. لکه تنفسي ستونزې، د سترګو خارښت او جلدي ستونزې. د فلېپين روغتيا وزارت سپارښتنه کوي چې د کور دننه پاتې شئ او کړکۍ بندې وساتئ. که چیرې په رښتيا سره غواړئ وتښتئ نو بايد ماسکونه واغوندئ.
انځور: Getty Images/E. Acayan تال په آرامو ورځو کې. دغه اور غورځوونکې غر د منیلا په دروازه کې پروت او يوه ښکلې منظره لري، چې د ټولو د علاقې وړ ځاي دې. او تر اوسه يې ۳۳ ځله فعال شوی دی. خو له ۱۹۷۷م کال راهيسې آرام وو. وروستې ځل په کال ۱۹۱۱ م کي اور غورځوونه وکړه، چې له يو زرو ۳۳۵ څخه زيات انسانان یې وژلي ول. له يکشنبې راهيسې په باتانګاس ولايت کې د دغه اور غورځوونې له کبله خلکو له ښاره وتل پيل کړي.
انځور: Imago/Hans Blossey له ډاډمن ځاي څخه د نندارې کولو تلوسه له تاگایتای څخه سړی کولي شي دغه په زړه پورې منظره وګوري. دغه ښار د تال څخه په څو کيلومترۍ کې پروت دی.
انځور: Getty Images/AFP/B. Marquez