1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستفنلنډ

فنلند د ريکارډ په کچه مهاجر راجستر کړي

۱۴۰۱ مرداد ۱۷, دوشنبه

فنلند پر اوکراين د روسېې تر پوځي يرغل وروسته د ريکارډ په شمیر مهاجر راجستر کړي دي. فنلدي چارواکو د دوشنبې په ورځ وويل چې د مهاجرو اوسنی شمیر، د ۲۰۱۵م کال د اروپا د مهاجرت بحران د وخت ريکارډ مات کړی دی.

Ungarn Opre Roma
د اوکراين جګړه او مهاجرت - آرشیفانځور: Opre Roma

د فرانسې خبري آژانس په حواله، د فنلند د مهاجرو د خدماتو ادارې په یوه اعلامیه کې ويلي دي چې «د اګست تر ۴مې پورې له اوکراین څخه د روسېې د پوځي حملې له کبله ۳۵ زه او ۷۴ راتښتیدلو کسانو د موقتي سرپناه له پاره غوښتنليکونه سپارلي دي.» د دغې ادارې په خبره په دغو مهاجرو کې یوه دريمه برخه ېې ماشومان دي.

زياته شوې چې په حاضر وخت کې د پزيرش په سیستم کې له ۳۷ زرو ډیر کسان راجستر شوي چې دا د «مخکې بل هر وخت په پرتله لوی شمیر دی.» تر اوسه پورې ۳۳ زره او ۲۳۱ غوښتنلیکونو ته رسيدګي شوې، په دې معنی چې شاوخوا ۹۵ درخواستونو په هکله پريکړې شوي دي.

فنلند په ۲۰۱۵م کال کې د اروپا د مهاجرت بحران پر وخت ۳۲ زره مهاجر راجستر کړي ول.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب