1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فون دیر لاین: د افغانستان آبادي وخت ته اړتیا لري

۱۳۹۷ آذر ۲۷, سه‌شنبه

د آلمان د دفاع وزیري اورزلا فون دیر لاین، په افغانستان کې د آلماني سرتیرو د لیدنې پر مهال د افغانستان د آبادۍ په برخه کې له زغمه د کار اخیستو غږ کړی دی. فون دیر لاین د دوشنبې په ورځ په یوه ناڅاپي سفر مزارشریف ته تللې وه.

Afghanistan Verteidigungsministerin Ursula von der Leyen in Masar-I-Scharif
انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

فون دير لاین د آلمان تلویزوني چېنل ZDF سره په خبرو کې ویلي دي چې «تر ټولو مهمه دا ده چې ستراتیژیک صبر ولرو او لاس ته راوړني وساتو.» هغې ویلي دي چې «د طالبانو او حکومت ترمنځ د خونړي کړکیچ د ختمولو له پاره د یوه سیاسي حل موندلو تر وخته، د آلمان اردو یوازې کولای شي وخت خوندي کړي.»

فون دیرلاین دغه څرګندوني په مزار شریف کې د آلماني ځواکونو په پوځي اډه کې وکړې. هغې د طالبانو او افغان حکومت تر منځ «خبرو اترو ته د چمتووالي» هرکلی وکړ. د فون دیر لاین په خبره د جګړې پر ښکیلو اړخونو باید فشار ته ادامه ورکړل شي، څو د خبرو اترو میز ته کښيني.

په عین وخت کې د آلمان د دفاع وزیري پر دې خبره ټینکار وکړ چې د آلمان پوځ په تیرو کلونو کې په افغانستان کې د خپل ماموریت په ترڅ کې ډیري لاس ته راوړنې لرلي دي. د هغې په خبره د افغانستان د نفوس دوه پر دریمه برخه د افغان امنیتي ځواکونو تر حفاظت لاندې ده: «موږ نن د یوه ځوان نسل شاهدان یو چې لیک لوست کولی شي، ۱۵ کاله تر مخه دا یوه بشپړه استثنا وه.»

انځور: picture-alliance/dpa/K. Nietfeld

فون دیر لاین د دوشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸م کال د دسمبر ۱۷مه) افغانستان ته ورسیده. په مزار شریف کې د مرمل په پوځې اډه کې هغې د ماموریت له مشرتابه او عسکرو سره وکتل او د افغان امنیتي ځواکونو د روزنیز ماموریت په هکله يې معلومات تر لاسه کړل. د کرسمس اختر په درشل کې د فون دیرلاین دغه دودیز سفر تر ټولو زیات سمبولیک اهمیت لري.

اوس د ناټو د پريکړنده ماموريت په چوکاټ کې ۱۱۵۰ آلماني سرتیري په افغانستان کې مستقر دي. آلمان د ناټو د ماموریت په چوکاټ کې د افغانستان په شمال کې د افغان امنیتي ځواکونو د روزنې، سلا مشورې او ملاتړ مسئولیت لري.

د آلمان پوځ له ۲۰۰۲م کال راهیسې په افغانستان کې د ناټو په چوکاټ کې خپل ماموریت پر مخ بیایي. ۱۳ کاله ایساف، د افغانستان په امنیت کې ونډه درلوده. د ۲۰۱۵م کال د جنورۍ میاشتې له لومړې نیټې راهیسې د ناټو د ایساف ماموریت ځای «پریکړنده ماموریت» ونیو چې دنده یې افغان امنیتي ځواکونو ته روزنه او سلا مشورې ورکول دي.

 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب