فوټپال: هسپانیې د اروپا د فوټپال اتلولي وگټله
۱۳۹۱ تیر ۱۲, دوشنبهاعلان
د ۲۰۱۲م کال د اروپا د فوټبال د اتلولیو په پایلوبه کې هسپانیې ایټالیې ته تاریخي ماتې ورکړه. هسپانیې دغه لوبه په څلورو گولونو سره وگټله. ایټالیې د هسپانیې په وړاندې هیڅ کوم گول تر سره نه کړ. په دې شان سره هسپانیه په نړۍ کې هغه لوبډله شوه چې په پرلپسې توگه درې قهرمانۍ وگټي. د هسپانیې لوبډلې په ۲۰۰۸م کال د اروپا د فوټبال اتلولي گټلې وه، بیا په ۲۰۱۰م کال ئې د فوټبال نړیوال جام هم خپل کړ او اوس ئې یو ځل بیا د اروپا د فوټبال اتلولي وگټله.