1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيسبوک او تويتر ايران پلوه جعلي حسابونه تړلي

۱۳۹۸ خرداد ۸, چهارشنبه

د ټولنیزو رسنيو ډېر هغه جعلي اکونټونه چې د ايران په پلوۍ يې پيغامونه استول، تړل شوي دي. دا جعلي اکاونټونه د انترنتي امنيت د « FireEye» په نوم شرکت تر پلټنو وروسته حذف شوي دي.

Symmbolbild Facebook auf Smartphone
انځور: picture-alliance/NurPhoto/N. Kachroo

فيسبوک او تويتر د سه شنبې په ورځ وويل چې هغه جعلي حسابونه یې تړلي دي چې د سياستوالو او يا ژورناليستانو په جعلي هويت لرلو سره يې پر ټولنیزو رسنیو د ايران په پلوۍ په روان کمپاين کې برخه اخيستله.

فيسبوک ويلي دي چې له دې ټولنیزې شبکې څخه یې ۵۱ اکونټونه، ۳۶ پاڼې او ۷ انترنتي گروپونه لغوه کړي دي او همدا راز یې له انستاگرام څخه هم درې حسانوبه حذف کړي دي.

د فيسبوک د انترنتي امنيتي تگلارې مشر نتانيل گرايشر د دغه رسنۍ له خوا په جاري کړل شوې اعلاميه کي ويلي دي چې دغه حسابونه د داسې خلکو له خوا اداره کيدل چې «د خپل ځان او کړنو په هکله یې خلکو ته ناسم معلومات ورکول او هغوی یې گمراه کول.»

د فيسبوک ادارې له خوا ويل شوي چې دوی دې نتيجې ته رسيدلي دي چې د ټولنیزو رسنيو دغه حسابونه په ايران کې جوړ شوي وو.

د تويتر ټولنیزې رسنۍ له خوا په يوه اعلاميه کې ويل شوي چې د ۲۸۰۰ جعلي حسابونو يوه شبکه چې په ايران کې د می میاشتې په سر کې جوړه شوې وه، حذف کړې ده او زياته کړې ېې ده چې په دې اړه پلټنې دوام لري.

د ايران په پلوۍ او ترمپ پر ضد

د فيسبوک له خوا ويل شوي چې د انترنتي اکاونټونو د تړلو پريکړه یې تر هغه وروسته وکړه چې د FireEye  په نوم د انترنتي امنيت يوه شرکت له خوا د ورکړل شويو معلوماتو په اړه يې پلټنې وکړې.

دغه شرکت د سه شنبې په ورځ د يوه ويب بلاگ له لارې ويلي ول چې د ټولنیزو رسنيو د حسابونه يوې شبکې په ۲۰۱۸م کال د کانگرس د منځمهاله انتخاباتو پر وخت د امريکايي شخصيتونو د ناسم هويت په خپلولو سره د ایران په پلوۍ او امريکا متحده ايالتو د ولسمشر دونالد ترمپ پر ضد پيغامونه خپاره کړي دي.

له دې حسابونه څخه ځيني يې د جمهوري غوښتونکو گوند د هغو کانديدانو په نوم ول چې د تيرکال د کانگرس په منځمهاله ټاکنو کې يې برخه اخيستې وه.

د FireEye د شرکت يوه څيړونکي لي فوستر، وويل چې هغه داسې جعلي حسابونه هم موندلي دي چې ادعا به پکښې کيدله چې دغه کسان امريکايي ژورناليستان دي او په څو ځلي په دې هم توانيدلي چې په ځينو امريکايي ورځپاڼو کې د مدير په نوم خپل ليکونه، د ميلمه ليکوال په توگه خپلي مقالې او خپل ويبلاگونه خپاره کړي.

دې ليکنو دواړه پرمختللې او محافظه کاره نظريه درلودلې او د مثال په توگه د ترمپ د ادارې له خوا د ايران انقلابي گارد د يوه ترهگر سازمان په توگه پيژندل، په شان موضوعات پکښې مطرح شوي ول.

فوستر زياته کړه: «موږ په لږ باور سره ويلای شو چې دا شبکې د ايران د سياسي گټو د ملاتړ په موخه تنظيم شوې وې.» هغه زياته کړه: «خو موږ لا هغه نقطې ته نه يو رسيدلي چې په ډاډه زړه وويلای شو چې دا شبکې چا او له کومه ځايه جوړې کړي دي. خو پلټنې رواني دي.»

b.s/n.z (afp,dpa, Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب