د فيسبوک انترنتي شرکت يوه وياند ويلي دي چې «موږ د متن د آپ ډېټ يا تل تازه کولو په يوې خپلواکې غيرمتمرکزې آنلاين شبکې باندې غور کوو.»
په دې سره د رسنيو ځينې رپوټونه هم تائيد شول چې دغه ادعا يې لا پخوا کړې وه. دا هم ويل شوي چې د داسې يوه آنلاين ځای له پاره ښه چانسونه ليدل کيږي چې د نورو ترڅنګ مشهور کسان په کې «د خپلو علايقو په هکله تل تازه کېدونکي معلومات شريکولی شي.»
د وړو شبکو څخه متشکل د يوه نامتمرکز خدمت په توګه د مېټا شرکت دغه نوی وړانديز ښايي د تويتر موجوده بديل ماستودون ته ورته بڼه ولري. هندۍ ويبپاڼه »ماني کنټرول« چې د جمعې په ورځ يې لومړی د يادې پروژې په هکله رپوټ خپور کړی و، دا هم ليکي چې د ميټا نوی آپ یا پروګرام ښايي له ماستودون او نورو خدماتو سره عيارېدونکی شکل هم ولري.
د تويتر يو بنسټګر او پخوانی مشر، جېک دورسي هم د بلوُسکای په نوم په يوه غيرمتمرکز آپ باندې کار کوي چې ځينو ټاکلو خصوصي کاروونکو هغه ازمايلی هم دی. مېټا چې په خپلو آنلاين آپونو کې په مليارډونو کاروونکي لري، ښايي د تويتر بديل جوړولو له پاره د نورو په نسبت ښه امکانات ولري.
تويتر وروسته له دې چې په ۴۴ مليارډه ډالرو د ايلون ماسک له خوا وپېرل شو، اوس له يوې څپڅپانده دورې سره مخامخ شوی دی. مليارډر ماسک له اشتهاراتو څخه د عايدونو له کمېدو څخه سر ټکولی دی او د ۷۰۰۰ کارکوونکو له جملې څخه يې نيمه برخه له دندو ګوښه کړي دی.
ماسک همداراز ناندرئيزو څېرو او کاروونکو لکه دنالد ترمپ او د هغه نورو ملګرو ته اجازه ورکړې ده چې د تويتر پلېټ فارم ته بېرته ورستانه شي. په تېرو اوونيو کې په دغه پلېټ فارم کې ډېر اختلالات هم وليدل شول چې د رسنيو د راپورونو په حواله د کاري ځواک کمېدو څخه سرچينه اخلي.
په فيسبوک کې تر ټولو مشهوري سیاسې څیرې
که چیري فيسبوک یو هیواد وای، نو د میاشتي به د ۲،۲ میلیارده متحرکه کاروونکو په لرلرو سره د نفوس د شمیر له پلوه تر چين وړاندي وای. په فيسبوک کې تر ټولو ډیري خوښ شوي سیاسي مشران څوک دي؟
انځور: picture-alliance/Zuma Pressد هندوستان لومړی وزیر نریندرا مودي تر ټولو مخکښ
د ۱۷۵ هیوادونو د ولسمشرانو او لومړي وزیرانو او سیاسي څیرو په ډله کې د هندوستان د لومړي وزیر د فيسبوک پاڼي پلویان د شمیر له پلوه په لومړي مقام کې دي. د مودي یو پوست شوي انځور ۱،۱ میلیونه لایکونه اخیستي دي.
انځور: picture-alliance/Zuma Pressولسمشر ترمپ تر مودي وروسته
ولسمشر ترمپ به ښايی له دې خوښ نه وي چې په فيسبوک کې مودي ترې مخکي دی، خو ترمپ د مودي په پرتله انترکشن یا له خلکو سره دوه برابره ډیره اړیکه لري او په دې کار کې تر مودي بیا مخکې دی. له خپلې کورنۍ سره د ترمپ له یوه اخیستل شوي انځور څخه په فيسبوک کې ډیر هرکلی شوی.
انځور: picture alliance/dpa/R. Ellisد اردن ملکه رانیا، اوسمهال په عربي نړۍ کې د فسبوک ملکه هم ده
په تیر یوه کال کې په فيسبوک کې د اردن د ملکې رانیا د خوښوونکو شمیر شاوخوا ۵۶ فیصده زیات شوی دی. د شاوخوا ۱۷ میلیونه مینه والو په لرلو سره هغه په عربي نړۍ کې په لومړي مقام کې ده. د هغه مینه وال نه یوازې اردنیان، بلکي د ډيرو عربي هیوادونو خلک هم له هغې سره ډیره مینه لري. په اردون کې د فيسبوک د ټولو کاروونکو شمیر ۵،۳ سلنه دی.
انځور: imago/Xinhuaد کمبودیا لومړی وزیر هون سن هم تر چا کم نه دی
د کمبودیا د لومړي وزیر هون سن «په انځور کې ښي لور ته» د فسبوک پاڼه د تیر یوه کال په ترڅ کې شاوخوا ۵۰ فیصده ډیر مینه وال پیدا کړي او اوس یې د مینه والو شمیر ۹،۶ سلنه ته لوړی شوی دی. د نړیوالي سیاسي څیرو په ډله کې هغه پنځم مقام لري خو جالبه خبره دا ده چې اوسمهال په کمبودیا کې د فسبوک د ټولو کاروونکو شمیر د ۷،۱ میلیونو کسانو په اشوخوا کې دی.
انځور: picture-alliance/dpa/M. Remissaد ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان بیا په اروپا کې لومړی مقام لري
که څه هم ترکیه تر اوسه پورې د اروپايي ټولنې غړی هیواد نه دی خو بیا هم د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان د فيسبوک په نړۍ کې ۸،۹ میلیونه مینه وال لري چې د اروپايي هیوادونو په ډله کې تر ټولو مخکښ دی. له هغه وروسته د بریتانیا ملکه بیا په دوهم مقام کې ده چې د فسبوک پاڼه یې شاوخوا ۴،۵ میلیونه کسانو خوښه کړې ده.
انځور: Reuters/M. Cetinmuhurdarمیرکل او ماکرون چیرته دي؟
د آلمان صدراعظمه انګلا میرکل او د فرانسې ولسمشر ایمانویل ماکرون بیا د فسبوک په نړۍ کې ډیرې وتلې څیرې نه دي. د میرکل د فسبوک پاڼه شاوخوا ۲،۵ میلیونه مینه وال او د فرانسې د ولسمشر ماکرون پاڼه بیا ۲،۱ میلیونه. خو پر دې سربیره بیا هم د اقلیم په تړاو د پاریس له تړون څخه د ترمپ د وتلو د پریکړې په ځواب کې د ماکرون خپرې شوې ویډیو بیا تر ترمپ او مودي څخه هم ډیر مخکښه وه.
انځور: picture-alliance/AP Photo/M. Sohnد اندونیزیا ولسمشر جوکو ویدودو
د اندونیزیا د ولسمشر جوکو ویدودو د فسبوک پاڼه شاوخوا ۸،۱ میلیونه مینوال لري. د هغه په پرتله د ګاونډي هیواد مالیزیا د لومړي وزیر نجیب رزاق بیا یوازې ۳،۳ میلیونه مینه وال لري.
انځور: picture alliance/abaca/H. Sabawoon د مصر ولسمشر عبدالفتاح السیسي
په عربي هیوادونو کې د اردن تر ملکې وروسته د مصر ولسمشر السیسي بیا دوهم مقام لري او د فسبوک پاڼه یې ۷،۲ میلیونه مینوال لري.
انځور: Reuters/The Egyptian Presidencyد جستن ترودو مینه وال کم دي خو د ډیرو خلکو زړونه یې ګټلي
د کاناډا د لومړي وزیر جستن ترودو فیسبوک پاڼه ۵،۸ میلیونه مینوال لري. خو د تیرې روژې پرمهال د کاناډا د مسلمانانو له پاره د روژې په هکله د هغه یوه پیغام شاوخوا ۱۱ نیم میلیونه کسانو ولید او نږدې یو میلیون کسانو هغه لایک، شیر او یا هم ورباندې تبصره ولیکله.
انځور: picture-alliance/empics/J. Tangد نیوزیلاند لومړۍ وزیره هم ډیر مینوال لري
د نیوزیلاند لومړی وزیره جاسیندا آردرن په ځانګړې توګه د خپل فيسبوک پاني په چلولو کې ډیره فعاله ده او ډیر وخت د فسبوک لایف له لارې له خپلو خلکو سره په اړیکه کې وي. د هغې پر ویډیوګانو باندې د لایک پر ځای د زړونو ډیر سمبولونه لیدل کیږي.
انځور: picture-alliance/dpa/D.Munoz