1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فيض آباد: د يوه بانک مخکې ځانمرګی بريدګر ووژل شو

۱۴۰۱ اسفند ۶, شنبه

يو ځانمرګی بريدګر د بدخشان په مرکز فيض آباد کې مخکې له دې چې يوه بانک ته ورسيږي چې ترمخه يې ګڼه ګوڼه وه، په ډزو ووژل شو.

د آرشیف انځور - کابل، طالبان
د آرشیف انځور - کابل، طالبانانځور: Wakil Kohsar/AFP/Getty Images

د بدخشان ولايت کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور مدير، معزالدين احمدي وويل چې دغه ځانمرګی بريدکوونکی په نښه شو مخکې له دې چې د يوه بانک مخکې راټولو شوو کسانو ته ورسيږي. احمدي زياته کړه چې »د بريدګر پرته بل څوک سخت ټپي شوی نه دی.«

د دغه شنډ شوي بريد مسئوليت تر اوسه چا نه دی منلی. په ډسمبر مياشت کې په دغه ولايت کې د طالبانو يو کليدي امنيتي چارواکی له خپلو دوو ساتونکو سره د هغه پر موټر په بريد کې ووژل شو. د دغه برید مسئوليت د داعش ډلې منلی و.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د طالبانو په بيا واکمنېدو سره د داعش يا اسلامي دولت په نوم ډلې په افغانستان کې بريدونه ډېر کړي چې په تېره مذهبي لږکۍ، د طالبانو غړي او خارجي ديپلوماتيک مرکزونه په نښه کوي. افغانستان د لويديځ له خوا منزوي شوی دی ځکه چې طالبانو پر ښځو باندې سخت بنديزونه لګولي دي، بشري حقونه يې تر پښو لاندې کړي دي او د يوه ټولشموله حکومت له جوړولو څخه هم انکار کوي.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل