1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سپورت

فيفا پر کرام الدين کريم عمري بنديز لګولی دی

۱۳۹۸ خرداد ۱۹, یکشنبه

پر کريم باندې سخت تورونه پوري شوي ول. اوس فيفا په هغه باندې دايمي بنديز او نقدي جريمه لګولې ده. خو هغه نور کسان چې د جنسي ځورونې تورونه ورباندې شته، به هم سزا وويني؟

Keramuddin Karim ehemaliger Präsident afghanischer Fußballverband
انځور: Getty Images/AFP/W. Kohsar

د افغانستان د فوټبال د فدراسيون پر پخواني مشر، کرام الدين کريم د فوټبال د نړيوالې ټولنې فيفا له خوا عمري بنديز ولګول شو. د دغې ټولنې اخلاقي کميسيون دا خبره ثابته ګڼله چې کريم له خپل مقام څخه ګټه اخيستې وه څو د افغانستان د فوټبال ښځينه لوبډلې ځينې غړې په جنسي توګه وځوروي. دغسې پېښې د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۸ کلونو تر منځ شوې وې. سربېره پر دې پر ښاغلي کريم باندې د يو ميليون سويسي فرانک (تقريبا ۹۰۰ زره يورو) په مقدار نقدي جريمه هم لګول شوې ده. 
پر کريم باندې د دسمبر مياشتې راهيسې په موقت ډول بنديز لګولی شوی وو. د افغانستان د فوټبال فدراسيون په نورو غړو باندې هم د لوبغاړو له خوا داسې تورونه لګېدلي دي چې په جنسي او بدني لحاظ يې ځورولې دي. د افغانستان حکومت هم پلټنې پيل کړې وې. خالده پوپل چې د افغانستان د ښځينه فوټبال لوبډلې پخوانۍ کپتانه ده، د ناوړو کړنو او سو استفادې دغه موضوع د ۲۰۱۸ کال په مني کې افشا کړې وه. 
يو څو ورځې مخکې له دويچه ويله سره په مرکه کې هغې دا اندېښنه څرګنده کړې وه چې ټول تورن کسان ښايي سزا ونه ويني، بلکې تمرکز او اصلي پاملرنه يوازې د افغانستان د فوټبال فدراسيون پخواني مشر ته واوړي. د فيفا په خبرپاڼه کې د نورو تورنو کسانو په وړاندې له پلټنو څخه هيڅ خبرې نه کيږي. 
د افغانستان د فوټبال د فدراسيون اصلي سپونسر يا مالي ملاتړکوونکي د دغسې تورونو تر رابرسېره کېدو وروسته لا سمدلاسه له ياد فدراسيون سره خپله همکاري بنده کړې وه. د تېر کال په نومبر مياشت کې لومړی د انګلستان «ګاردين» ورځپاڼې د دغو تورونو په هکله رپورټ ورکړی وو.        

sw (dpa, sid)/ن ص/ب ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل