فکور: غني او عبدالله دواړه پړ دي
احمد ولي اڅکزی۱۳۹۵ مرداد ۲۲, جمعه[No title]
نور مطالب:
انځورونه: د ملي یووالي حکومت له جوړیدو راهیسې امنیتي ننګونې
یو کال مخکې د سپتمبر پر ۲۹مه نیته ولسمشر غني، د لوړې مراسم ترسره کړل او خپل کار یې پیل کړ. د هغه د کار له پیل راهیسې په افغانستان کې سخت خونړي بریدونه شوي . په دې موده کې د افغانستان امنیتي ننګونې په انځورونو کې ووینئ.
له افغانستان څخه د ناټو د جنګي ځواکونو وتل
د ۲۰۱۴ کال په پای کې ناټو په افغانستان کې خپل جنګي ماموریت پای ته ورساوه او له دې هیواد څخه یې خپل ډیر شمیر ځواکونه وایستل. دا موضوع د یاغیانو د روحیې د لوړیدو لامل شوه او پر افغان امنیتي ځواکونو باندې هم فشارونه ډیر شول. له دې کبله چې له ۲۰۱۴ کال راهیسې افغان ځواکونه په یوازیتوب عملیات ترسره کوي، د هغوي په منځه کې د تلفاتو کچه هم لوړه شوې ده.
د داعش یا اسلامي دولت ډلې ظهور
د ملي یووالي حکومت له جوړیدو سره په افغانستان کې د اسلامي دولت ډلې د فعالیتونو د ډیریدو خبرې هم رابرسیره شوې. افغان او بهرنیو چارواکو په لومړي سر کې په افغانستان کې د دغې ډلې فعالیتونو ردول خو د وخت په تیریدو سره د دغې ډلې فعالیتونه لا پسې بربنډ شول او دې ډلې وویل چې افغانستان ته هم د خپل خلافت د غځولو نیت لري.
پر ولسوالیو باندې بریدونه
د ملي یووالي له حکومت څخه لا ډیر وخت نه وو تیر شوی چې شاوخوا ۱۲۰۰ یاغیانو د کونړ ولایت پر دانګام ولسوالۍ باندې ډله ییز برید وکړ. په دې موده کې طالبان وتوانیدل چې یو شمیر ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راولي، خو دغه ځایونه بیا بیرته د افغان ځواکونو له خوا ونیول شول. په دې موده کې طالبان آن وتوانیدل چې د ښارونو تر دروازو پورې هم ورسیږي. کندز ولایت د دې موضوع یوه واضح بیلگه ده.
د افغانستان په شمال کې ناامنۍ
په شمال کې ناامنۍ د بدخشان ولایت پر ولسوالیو باندې له بریدونو څخه پیل شوې. طالبانو هلته یو شمیر ولسوالۍ تر خپل کنترول لاندې راوستې چې بیا وروسته د افغان امنیتي ځواکونو له خوا ونیولې شوې. په دې ترتیب سره د ناامینو لمن د افغانستان شمال ته چې تر دې مخکې په نسبي توګه آرامه سیمه بلل کیده وغځیده. په دې برخه کې ناامنۍ هغو بهرنیو جنګیالیو پورې تړل کیږي چې د مرکزي اسیا له هیوادونو څخه افغانستان ته راځي.
پر پلازمینه باندې برید
تر هغه وروسته چې طالبان د ټاکنو په مخطلولو و نه توانیدل او سیاسي شخړې هم د امریکا متحده ایالاتو په منځګړیتوب حل شوې، پر پلازمینه کابل باندې د بریدونو لړۍ پیل شوه. پر دولتي او ملکي ادارو باندې باندې ډله ییز بریدونه، ځانمرګي بریدونه او د سړک د غاړې چاودنې ډیرې شوې. یوازې په یوې میاشت کې په کابل کې ۱۲ ځانمرګي بریدونه وشول.
د حکومت د غړو ترور
یاغیانو خپل جنګي تخنیکونه بدل کړل او د ملي یووالي حکومت پر غړو یې بریدونه پیل کړل. د افغانستان په بیلابیلو برخو کې د حکومت یو شمیر غړي یا خو وتښتول شول او یا هم ترور شول. په دغو کسان کې د کابل د محکمې د دارالانشأ رییس هم شامل وو. یاغیانو همداراز د مرستندویه موسسو پر غړو باندې هم بریدونه وکړل.
د سولې خبرو اترو پیل
په همدې منځ کې د افغان حکومت اجرائیه وي رییس عبدالله عبدالله، د سولې خبرو اترو د پیلیدو خبر ورکړ. ولسمشر غني هیله لرله چې دا ځل به د سولې بهیر د پاکستان په منځګړیتوب یوې پایلې ته ورسیږي. تر څو غونډو وروسته، دغه بهیر هم د ملا محمدعمر تر وژل کیدو وروسته، پرته له کومې پایلې له بُن بست سره مخامخ شو. د پاکستان پر ضد ولسمشر غني سیاست او د هغه ناکامې په دې هیواد کې نوې اندیښنې رامنځ ته کړې.
له پاکستان سره د اړیکو ترینګلې کیدل
په پاکستان کې پر یوه ښوونځې باندې تر برید وروسته، اسلام آباد پر افغانستان باندې تور ولګاوه چې دغه برید یې په خاوره کې پلان شوی دی. د پاکستان د پوځ مشر راحیل شریف، تر دې برید وروسته افغانستان ته سفر وکړ او په جدي لهن یې له افغان حکومت څخه وغوښتل چې په خپله خاوره کې د تحریک طالبان پاکستان پر پټنځایونو باندې بریدونه وکړي.
په افغانستان کې نوي بریدونه
د پیښور تر پیښې وروسته د افغانستان په بیلابیلو برخو، په خاصه توګه کابل کې نوي بریدونه په لاره واچول شول. د دغو بریدونو په پایله کې د ملکي تلفاتو کچه ډیره لوړه شوه. آن دا چې د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د دغو بریدونو پر وړاندې غبرګون وښود په او کابل کې یې د طالبانو د دوامداره ګواښ په اړه اندیښنه څرګنده کړه.
د امریکا متحده ایالاتو هوایي بریدونه
امریکا متحده ایالاتو د پولې پر دواړو غاړو د افغان او پاکستاني طالبانو پر اډو باندې د بې پیلوټه الوتکو بریدونه ډیر کړل. د دغو بریدونو په پایله کې د طالبانو یو شمیر مشران ووژل شول. افغان امنیتي ځواکونو هم په دې موده کې د خپلو عملیاتو په پایله کې ډیر شمیر طالب یاغیان ووژل او یې یا یې زندانونو ته واچول.
ولایتونو ته ګواښ
خو یاغیانو هم دغه بریدونه بې ځوابه پرې نه ښودل او د افغانستان په بیلابیلو سیمو کې یې خپلو بریدونو ته دوام ورکړ. د افغانستان د کورنیو چارو وزارت اعلان وکړ چې ۲۱ ولایتونه د یاغیانو له ګواښ سره مخامخ دي. افغان ځواکونو د دغه ګواښونو د له منځه وړلو له پاره په بیلابیلو سیمو کې عملیات په لاره واچول. په دې ترتیب سره نو په یوه ورځ کې آن تر ۳۰ عملیاتونو پورې هم ترسره شول.
د فرخندې وژنه
د قرآن شریف د سوځولو په تور د کابل په زړه کې د یو شمیر قهرجنو کسانو له خوا د فرخندې وژلو او بیا د هغې مړې ته اور ورته کولو، نړیوال غبرګون راوپاروه. افغانانو په ټولې نړۍ کې د دغې پیښې پر وړاندې غبرګون وښود او د عدالت غوښتنه یې وکړه. افغان حکومت د پیښې په تړاو له ۴۰ ډیر کسان ونیول خو بیا وروسته یې د هغوی له ډلې څخه ډیر کسان آزاد کړل.
صحرایي محکمې
ناامنۍ او د قانون د پلې کولو په برخه کې د دولت ضعف د دې لامل شو چې یاغیان، خپلسري وسلوال، قومي مشران او په ځینو مواردو کې دولتي چارواکي د افغانستان په بیلابیلو برخو کې صحرايي محکمې جوړې کړي. د دغو پیښو شمیر دومره ډیر شو چې له بشري حقونو څخه د دفاع نړیوالو سازمانونو غبرګون یې راوپاروه. د دغو پیښو له کبله تر بل هر چا ډیرې ښځې زیانمنې شوې.
قومي برمته نیونې
پر لویو لارو له موټرو څخه د یوه قوم وګړو برمته نیونې د حکومت او خلکو تر منځ بې اعتمادي رامنځ ته کړه. په زابل کې د ۳۱ مسافرو برمته نیونې، نړیوال غبرګون راوپاروه. برمته نیوونکو د یو شمیر ازبک جنګیالیو د آزادولو غوښتنه کوله. حکومتي چارواکي وایي چې د داعش ترهګره ډله د افغان قومونو تر منځ د نفاق رامنځ ته کولو په موخه دغه ډول برمته نیونې کوي. په وروستۍ پیښه کې هم په بلخ ولایت کې ۱۳ هزاره مسافر ووژل شول.
د ملا عمر مړینه
په پاکستان کې د ملا عمر د مړینې خبر تاییدیدو په افغانستان کې وضعیت بدل کړ. د سولې خبرې اترې چې اصلي مذاکراتو ته نزدې شوې وې، په ټپه ودریدې او د طالبانو نوي مشر ملا اختر محمد منصور، د افغان حکومت پر ضد د جهاد اعلان وکړ. د طالبانو تر منځ د نوي مشري پر سر اختلافات رامنځ ته شول. یوه ډله طالبان په دې اند دې چې د ملا عمر د کورنۍ یو غړی باید د طالبانو مشرسي، خو یوه بله بیا د ملا منصور د مشري پلویان دي.
د افغانستان په شمال کې د داعش ډلې د نفوذ ډیریدل
که څه هم طالبانو د افغانستان په شمال کې د بریدونو پړه پر غاړه واخیسته، خو یو شمیر کارپوهانو ادعا وکړه چې د داعش یا اسلامي دولت ترهګړه ډله د شمال په ناامنیو کې لاس لري او د دې سیمې له لارې غواړي منځینې اسیا ته نفوذ وکړي. که څه هم اوس داعش اوس په افغانستان کې پراخ بریدونه نه ترسره کوی، خو بیا هم په دې هیواد کې د دې ډلې ډیر شمیر تبلیغاتی ویدیوګانې خپرې شوې دي.
دوستم د جګړې په لومړۍ کرښه کې
د افغانستان په شمال کې ناامنیو بالاخره د افغان حکومت لومړی مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم، د جګړې لومړۍ کرښې ته ورساوه. د هغه دغه اقدام د ټول هیواد په کچه بیلابیل غبرګونونه راوپارول. یو شمیر کسانو په فاریاب، جوزجان او سرپل ولایتونو کې د دوستم عملیات وستایل، خو یو شمیر نورو بیا پر هغه باندې د ملیشو جوړولو او وسلو ویشلو تورونه ولګول.
د طالبانو او داعش تر منځ جګړه
په دې منځ کې د طالب او داعش جنګیالیو تر منځ سیالي هم ډیره شوه. دواړو ډلو د ننګرهار په ګډون د افغانستان په بیلابیلو برخو کې یو له بل سره نښتې هم وکړې. د داعش ډله طالبان د پاکستان د استخباراتي ادارې لاس پوسي بولي او طالبان بیا وایي چې داعش یوه متجاوزه ډله ده.
د جګړې او مهاجرت ډیریدل
په افغانستان کې د جګړې له ډیریدو سره، له دې هیواد څخه د کډوالي کچه هم لوړه شوه. تر ۲۰۱۴ کال وروسته له افغانستان سره د نړیوالې ټولنې مرستې هم کمې شوې چې له کبله یې په دې هیواد کې د بیکاري کچه تر پخوا هم لوړه شوه. اروپا ته د ټولو رارسیدونکو کډوالو په ډله کې ۱۰ سلنه افغانان هم شامل دي.