1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

فیسبوک په سلګونو غلط اکاونټونه بند کړي دي

۱۳۹۷ مرداد ۳۱, چهارشنبه

د فیسبوک او تویتر ټولنیزو شبکو په یو وخت کې د ایران او روسیې سره تړاو لرونکي په سلګونه اکاونټونه بند کړي دي. فیسبوک ۶۵۲ او تویتر ۲۸۴ د ټولنیزو شبکو اکاونټونه یا حسابونه ځنډولي دي.

Twitter stellt Quartalszahlen vor
انځور: picture-alliance/dpa/J. Carstensen

د فیسبوک شرکت د چهارشنبې په ورځ (د ۲۰۱۸ کال د اګست میاشتې ۲۱مه نېټه) اعلان وکړ چې د ایران او روسیې پورې مربوط په سلګونو د ټولنیزو شبکو حسابونه یې بند کړي دي. د فیسبوک په وینا دغې ټولنیزې شبکې په مجموع کې ۶۵۲ هغه اکاونټونه بند کړي دي چې په امریکا متحده ایالاتو، لاتينه امریکا، بریتانیا، او منځني ختیځ کې یې د دغې ټولنیزې شبکې کاروونکي په نخښه کول.

د ټولنیزو شبکو دغو حسابونو او پاڼو به د «کاروونکو د بی لارې کولو له پاره له ورته تکتيک» څخه استفاده کوله.

د فیسبوک په توضیحاتو کې همدارنګه راغلي دي چې بند کړای شوي حسابونه همدارنګه د همغږو، خو بی اعتباره او زیان رسونکو فعالیتونو او د امریکا د کنګرې پر راتلونکو ټاکنو د اغیزې اچونې، په دلیل له ټولنیزو شبکو څخه حذف کړای شوي دي.

د ټولنیزو شبکو د دغو حسابونو بندیدل د «فاير آی» په نوم د سائبري امنیت شرکت د اطلاعاتو پر بنسټ صورت نیولی دی.

د فیسبوک ټولنیزې شبکې بنسټ ایښودونکي او مشر مارک زکربرګ، ویلي دي چې د فیسبوک شرکت له پاره مهمه ده چې په عین وخت کې له حکومتونو سره د اطلاعاتو د تبادلې له پاره دغه شرکت د مشکوک او درواغجنو حسابونو پر وړاندې د مقابلې د همکارۍ په برخه کې خپل ابزار ولري.

زکربرګ، ټینګار وکړ چې په دواړو اړخونو کې ښه اقدامات ترسره شوي دي. هم فیسبوک او هم تویتر د بند کړای شویو حسابونو نومونه نه دي ذکر کړي. د ایران یو شمیر لوړپوړي چارواکي په تویتر کې رسمي حسابونه لري او په دې شبکه کې فعاله دي. د ایراني مسئولينو حسابونه په دغو حذف کړای شویو سایټونو کې شتون نه لري.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب