فیفا: ستونزې باید تکرار نه شي
۱۳۹۳ خرداد ۴, یکشنبهدې بنسټ په خپل اووه مخیز رپوټ کې د رایې اچونې په مرکزونو کې د رای پاڼو خلاصیدل، ټاکنیزو مرکزونو ته د څارونکو نه پرېښودل، د ټاکنیزو مرکزونو کموالی او تر ټاکلې وخت وروسته د رایې اچونې مرکزونو پرانیستل د ولسمشرۍ ټاکنو د لومړې پړاو سترې ستونزې بللې دي.
د فیفا ویاند فهیم نعیمي د یکشنبې پر ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل چې د ولسمشریزو ټاکنو د لومړي پړاو تیروتنې باید په دویم پړاو کې تکرار نه شي. هغه وویل: «زموږ وړاندیز دا دی چې د ټاکنو په دې پړاو کې باید رڼښت ډېر وي ترڅو کاندېدان، خلک او څارونکي بنسټونه ډاډه شي چې رښتیا هم په دې برخه کې جدي اقدام شوی. موږ د ټاکنو په لومړي پړاو کې وکتل چې ډير شکایتونه د ټاکنو خپلواک کمیسیون د کارکونکو په اړه وو او دا تیروتنې باید تکرار نه شي.»
د ټاکنو خپلواک کمیسیون د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د رایې اچونې ۲۳۳۱۲ مرکزونه پرانیستې وو. دې کمیسیون په دویم پړاو کې ۳۵۰۰ د رایې اچونې نوي مرکزونه په پام کې نیوي دي. د فیفا په راپوټ کې راغلي دي چې د ټاکنو کمیسیون باید روښانه کړي چې د رای اچونې دغه مرکزونه یې په کومو سیمو او ولې زیات کړي دي.
دا په داسې حال کې ده چې د ټاکنو کمیسیون تیره ورځ ویلي وو چې یاد مرکزونه یې د کابل، هرات او بلخ ولایتونو په هغو سیمو کې ډیر کړي دي چې ګڼ میشتې دي. د فیفا په رپوټ کې غوښتنه شوې ده چې د رای اچونې مرکزونه دې په هغو سیمو کې ډیر کړای شي چې د خلکو ګڼه ګوڼه په کې ډیره وي.
د رای پاڼو خلاصیدل
د فیفا په دغه رپوټ کې راغلي دي چې د لومړي پړاو ټاکنو پر ورځ په ۷۷۹ مرکزونو کې رای پاڼې کمې شوې او په ۵۹۸ محلونو کې آن له غرمې وړاندې د رایې پاڼې خلاصې شوې وې. نعیمي په دې اړه وویل: «موږ د ټاکنیزو کمیسیونونو د یوې ګډې کمیټې د جوړولو غوښتونکي یو ترڅو دا مسله [د رای پاڼو خلاصیدل] په جدې توګه تعقیب او اصلي لامل یې پیدا کړي.» ټاکل شوې ده چې د ولسمشریزو ټاکنو دویم پړاو به د جون پر ۱۴مې نیټه ترسره شي.