فېسبوک اعلان کړی دئ چي خپلو کاروونکو ته داسي لاري برابري وي چي د درواغو او جعلی خبرونو په برخه کي خپلي اندېښنې له دوی سره شريکي کړي. د دې طرحي پر اساس فېسبوک جعلي اعلانونه او مطالب نه مني.
اعلان
فېسبوک شبکې د پنجشنبې په ورځ له درواغو او جعلي خبرونو سره چي د «نيوز فيد» په برخه کي راڅرگنديږي مبارزه اعلان کړه.
د دغي شبکې مرستيال آدم موسيري، د دغه خبر په اعلان سره وويل چي تمرکز پر هغو جعلي مطالبو دی چي نا پيژندلي لېږونکي (Spammer) ئې د خپلو شخصي گټو له پاره په فېسبوک کي خپروي.
دغه طرحه خپلو کاروونکو ته د دې امکان برابروي چي د جعلي خبرونو په اړه فېسبوک ته د درې پړاويز گام پر ځای په دوو مرحلو کي خبر ورکړي. که د دغه شان کسانو شمېر په فېسبوک کي زيات وي، فېسبوک به بيا دغه مطلب د پوښتنو گروېږنو نړيوال انستيتوت «پوينتر» ته لېږي چي رښتنوالی ئې و ارزول سي.
هغه مطالب چي د فېسبوک د کاروونکو له خوا فېسبوک شبکې ته ورکړل سوي وي او رښتنوالی ئې نه وي ارزول سوی، له فېسبوکه نه پاکيږي، بلکي په اصطلاح (disputed) نښاني کيږي، په دې معنی چي د دغه مطلب رښتنوالی شخړه ايز دئ. دغه مطلب بيا هم کاروونکي له نورو سره شريکولای سي، خو هغوی ته به خبر ورکول کيږي چي دغه مطلب شخړه ايز دئ.
دا چي فېسبوک به يو جعلی مطلب څرنگه پيژني، په دې برخه کي به له «ای بی سي» اسوشېتدپرس، Factcheck.org سازمان، پوليتي فاکت او سنوپس سره په گډه کار وکړي. فېسبوک پتېيلې ده چي دغه رسنيزه ډله د خبرونو او مطالبو د رښتنوالي د څېړلو په برخه کي پراخه کړي.
نور مطالب:
د گرځنده تلیفونونو څلویښت کلن تاریخ په انځورونو کې
اوس ډیر خلک نه شي کولای چې خپل ژوند له یوه ګرځنده تلیفون څخه پرته تصور کړي. ګرځنده تلیفونونه د ډیرو کسانو په ژوند کې ډیر مهم نقش لوبوي. دا چې ګرځنده تلیفونونه څرنګه اوسني پرمختګ ته ورسیدل په انځورونو کې یې ووینئ.
انځور: Telekom
لومړۍ ګرځنده تلیفون یا موبایل
دا لومړنۍ ګرځنده تلیفون یا موبایل دی چې د موترولا د شرکت له خوا په ۱۹۷۳ کال کې معرفي شو. هغه بیا لس کاله وروسته بازار ته وړاندې شو. د دې تلیفون ټول وزن څه کم یو کیلوګرام وو او شاوخوا ۴۰۰۰ ډالر یې قیمت لاره.
انځور: picture-alliance/dpa
لومړي تلیفونونه ډیر درانه ول
اویا کاله مخکې خلکو یوه ۲۵ پونده اله د موبایل تلیفون په توګه کاروله. دغه اله ډیره قوي نه وه او یوازې په یوې خاصې سیمه کې یې کار کاوه. د دغو تلیفونونو د لوړو قیمتونو له کبله یوازې سیاستوالو او سوداګرو کولای شو چې هغه وکاروي.