قاضيان: «ميانمار بايد د نورو ظلمونو مخه ونيسي»
۱۳۹۸ بهمن ۴, جمعهد هاګ نړيوالې جزايي محکمې امر کړی دی چې ميانمار (پخوانۍ برما) بايد د روهينګيايانو مسلمان اقليت، له ډله يزې وژنې څخه وژغوري. قاضيانو د پنجشنبې په ورځ ويلي دي چې د سويل ختيځې آسيا دغه هېواد بايد هر هغه څه وکړي څو د روهينګيا اقليت په وړاندې ظلمونه پای ته ورسوي او د نورو جنايتونو مخه ونيسي. د بشري حقونو ډلو د قاضيانو د دغې پرېکړې هرکلی کړی دی او د روهينګيايانو د ژغورنې په برخه کې يې دغه اقدام يوه لاسته راوړنه وبلله. د ميانمار حکومت سمدلاسه کوم رسمي غبرګون نه دی ښوولی. د «دموکراسۍ ملي ليګ» حاکم ګوند يوه وياند فقط دومره ويلي دي چې د قاضيانو دغه پرېکړه کومه د هېښتيا وړ خبره نه ده. د «فرونتير ميانمار» په نوم مجلې د هغه په نقل قول ليکلي چې سړی بايد اوس وسنجوي چې دغه حکم به کومې پايلې ولري.
د رايو په اتفاق پرېکړه
د رايو په اتفاق تر شوې دغې پرېکړې وروسته بايد د ميانمار پوځ د ټولو امنيتي ځواکونو له طرفه د نورو تاوتريخوالو مخه ونيسي چې د ۱۹۴۸ کال د ملګرو ملتونو د نسل وژنې د کنوانسيون خلاف تر سره کيږي. ميانمار بايد سربېره پر دې د دې ضمانت وکړي چې هيڅ شواهد د منځه يونه وړل شي چې د نسل وژنې دغسې جنايتونه تثبيتولی شي. د څلورو مياشتو په ترڅ کې بايد ميانمار دغې محکمې ته د پورته شوو تدابيرو په هکله رپوټ وړاندې کړي. ورپسې بايد په هرو شپږو مياشتو کې خبر ورکړل شي. د دغې محکمې پرېکړې د ملګرو ملتونو د ټولو غړو هېوادونو له پاره عملي او د اجرا وړ بڼه لري. خو دا چې د روهينګيايانو تعقيب نسل وژنه ارزول کيږي که نه، په دې هکله لا پرېکړه نه ده شوې. تر اصلي محاکمې پورې کېدای شي لا مياشتې يا کلونه وخت تېر شي.
EPD/ن ص/م ک ص