1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
جرمونهبریتانیا

قاچاقبر باید د قرباني مهاجرو کورنیو ته زرګونه پاونډه ورکړي

۱۴۰۲ آذر ۴, شنبه

یو انساني قاچاق وړونکی چې د یوه لارۍ موټر په باریدونکي برخه کې د ۳۹ مهاجرو د وژل کیدو مسئول بلل شوی دی، باید د قربانیانو کورنیو ته ۶۵ زره پاونډه چې د شاوخوا ۷۵ زره یورو معادل کیږي غرامت ورکړي.

Großbritannien | 39 Leichen in LKW Container gefunden
هغه لارۍ موټر چې د ۲۰۱۹ د اکتوبر په ۲۳ نیټه په کې د ۳۹د مهاجرو جسدونه مودل شوي ووانځور: picture alliance/dpa/S. Rousseau

د بریتانیې خبري آژانس «پي ای» په لندن کې د یوې محکمې تر حکم وروسته دغه رپوټ خپور کړی دی.

دغه ۴۶ کلن شخص په ۲۰۲۱م کال کې د قتل د څو مواردو په جرم په ۲۷ کاله بند محکوم شوی وو. نوموړی د انساني قاچاق د بانډ یو له دوو مشرانو څخه پيژندل شوی دی چې مهاجر به یې د ډیرو پيسو په بدل کې د مانش یا انګلیس کانال له لارې بریتانیا ته قاچاق کول.

په ۲۰۱۹م کال کې  د ۳۹ ویتنامي مهاجرو جسدونه چې (د ۱۵ تر ۴۴ کلونو پورې یې عمرونه درلودل) د یوې لارۍ موټر د بار وړلو په ځای یا کانتینر کې وموندل شول، چې د هوا منفذ یا مجرا یې نه درلودله. دغه موټر مخکې تر دې د یوې کښتۍ په وسیله له بلجیم څخه بریتانیا ته انتقال شوی وو. دغو مهاجرو له شدید رنځ وروسته د هوا د نه موجودیت له کبله سا ورکړې وه.

د قاضي د حکم په اساس د غرامت ورکړه باید په درو میاشتو کې ترسره شي، که نه نو باید محکوم شوی شخص د یوه کال اضافي بند له ګواښ سره مخامخ کیږي.

آژانسونه: ش.ن/ ا. و.ا

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب