1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قرغیزستان له روسیې سره خپل ګډ پوځي تمرینات لغوه کړل

۱۴۰۱ مهر ۱۷, یکشنبه

قرغیزستان نن په خپله خاوره کې د روسیې په مشرۍ د شپږو هیوادونو ګډ پوځي تمرینات په یوه اړخیز ډول لغوه اعلان کړل. دغه ګډ پوځي تمرینات سبا د دوشنبې ورځې نه تر جمعې پورې په قرغیزستان کې پلان شوي ول.

Kasachstan | Abzug russischer Truppen
انځور: Gavriil Grigorov/TASS/picture alliance

نن د یکشنبې په ورځ (د ۲۰۲۲م کال د اکتوبر میاشتې پر ۹مه نیټه) قرغیزستان په یوه اړخیز ډول په خپله خاوره کې د روسیې په مشرۍ د شپږو هیوادونو د ګډو پوځي تمریناتو د لغو کولو اعلان وکړ. د قرغیزستان حکومت دغه اعلان یوازې یوه ورځ مخکې د جمعي امنیت د تړون سازمان یا CSTO چې مشري یې روسیه کوي، د ګډو پوځي تمریناتو له پیل کیدو وکړ. ټاکل شوې وه چې سبا د دوشنبې په ورځ د روسیې په مشرۍ د دغه سازمان د غړو هیوادونو له لوري ګډ پوځي تمرینات پیل شي چې د چارواکو په خبره د راتلونکې جمعې په ورځ یې د پای ورځ ټاکل شوې وه.

د قرغیزستان دفاع وزارت د تمریناتو د لغوه کولو د دلیل په هکله څه نه دي ویلي. د مخکنیو راپورنو په حواله، ټاکل شوې وه چې په دغو تمریناتو کې به د روسیې، ارمینیا، بلاروس یا سپینه روسیې، قزاقستان، قرغیزستان او تاجیکستان هیوادونو امنيتي ځواکونه ګډون ولري. د معلوماتو له مخې، د سربیا، سوریې او ازبکستان هیوادونو ته په دغو پوځي تمریناتو کې د څارونکو په توګه هم بلنه ورکړل شوې وه.

په تاجیکستان کې د CSTO په نامه د دغه سازمان پخواني ترسره شوي ګډ پوځي تمریناتو بهیر. انځور: آرشیفانځور: ITAR-TASS/imago images

زاپوريژیا؛ د روسي ځواکونو په حمله کې د درنې مرګ ژوبلې ادعا

د بیشکیک له لوري دغه اقدام ښايي د دغه امنیتي سازمان په دننه کې چې د ۱۹۹۰م کال راهیسې رامنځ ته شوی، داخلي اختلافات څرګندوي. روسیې هغه مهال د ناټو سازمان په مقابل کې د خپلو متحدینو دغه سازمان رامنځ ته کړ خو له همغې ورځې د دغه سازمان د هدف ټاکلو په برخه کې د غړو هیوادونو په منځ کې اختلافات رامنځ ته کیږي.

په دې وروستیو کې د جمعي امنیت د تړون د دغه سازمان هدف تر ډیره پورې له افغانستان څخه دغې سیمې ته متوجه ګواښونو ته متمرکز وو، هغه هیواد چې د دغه سازمان له غړي تاجیکستان هیواد سره اوږده ګډه پوله لري. د تیرې میاشتې د معلوماتو له مخې، روسیې تر همدا تیرې میاشتې پورې په تاجیکستان کې د احتمالي امنیتي ګواښونو له امله خپل شاوخوا ۵۰۰۰ سرتیري ځای په ځای کړي. دغه شمیر د همدې کال په جنوري میاشت کې ۷۰۰۰ روسي عسکر وو. کریملین په دې وروستیو کې په دې سیمه کې خپل پوځي حضور د اوکراین د جګړې له کبله کمرنګه کړی دی.

اسوشیتد پریس، خ.ح / ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل