1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستقزاقستان

قزاقستان روسیې ته د ډرونونو پر صادراتو د بندیز خبر رد کړ

۱۴۰۲ مهر ۲۹, شنبه

قزاقستان روسیې ته د بې پيلوټه الوتکو پر صادراتو د بندیز په اړه رپوټونه رد کړل. د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت د پنجشنبې په ماښام اعلان وکړ چې د سوداګرۍ وزارت د مرستیال له خوا وړاندې شوي معلومات «ناسم» دي.

Russland Kasachstan Grenze
انځور: AP Photo/picture alliance

د قزاقستان د سوداګرۍ وزارت ویلي دي د روسیې پر وړاندې د بندیزونو په ارتباط د روسیې فدراسیون ته د هیڅ ډول توکو پر صادراتو هیڅ ډول بندیز نه دی لګول شوی.

نوموړي وزارت زیاته کړې ده چې د توکو تجارت په اصطلاح د دوه ګونې کاریدنې، چې کیدای شي د ملکي او نظامي مقاصدو له پاره ترې استفاده وشي، د قزاقستان د بین المللي تعهداتو په اساس ترسره کیږي او دا ډول صادرات به کنترولیږي.

د قزاقستان د رسنیو د رپوټونو په اساس د دغه هیواد د سوداګرۍ وزارت مرستیال کائرات توره بایف، مخکې تر دې ویلي وو چې هیواد یې روسیې ته د ۱۰۶ ډوله توکو، د هغو له جملې څخه د بې پیلوته الوتکو او د هغې د الکترونیکي پُرزو، ځانګړو تجهیزاتو او چِپونو صادرات منع کړي دي.

پر اوکراین د روسیې تر برید وروسته د پخواني شوروي اتحاد ډیر شمیر جمهوریتونه، د هغو له ډلې څخه قزاقستانپر روسیې د نړیوالو بندیزونو په نه مراعاتولو تورن دي.

د سپټمبر میاشتې په پای کې د قزاقستان، قرغزستان، ازبکستان، تاجکستان او ترکمنستان هیوادونو مشرانو په برلین کې د المان له صدراعظم اولاف شولڅ سره ژمنه وکړه چې «د بندیزونو د نه مراعتیدو د مخنیوي له پاره به لا زیات کوښښونه وکړي.»

آژانسونه: ش.ن/ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب