1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قزاقستان کې وضعيت له کنتروله وتلی

۱۴۰۰ دی ۱۶, پنجشنبه

د قزاقستان احتجاجونه په وينې تويدنې بدل شوي. پلازمېنه آلماتي کې د »ډزو له سختې تبادلې« څخه خبرې کيږي. داسې ښکاري چې لاريونوال د امنيتي ځواکونو له خوا وژل شوي دي.

Kasachstan Landesweite Proteste nach Erhöhung der Energiepreise | Sitz des Bürgermeisters in Almaty
انځور: Valery Sharifulin/TASS/dpa/picture alliance

د قزاقستان په جمهوريت کې احتجاجونه او آخ و ډبونه دوام لري. په ميليوني ښار آلماتي کې د روسيې د تاس خبري اژانس د رپوټ له مخې د ځايي خبريالانو په حواله تر ښاروالۍ مخکې د په لسګونو وسله والو او پوځ ترمنځ د »ډزو سخته تبادله« شوې.

د پوليسو د وياند، سلطنت اسيربېګ، په حواله »افراطي ځواکونو« هڅه کړې وه چې پر اداري ودانيو او د پوليسو پر حوزو او مرکز باندې په پلازمېنه کې يرغل وکړي. په لسګونو بريد کوونکي »له منځه وړل شوي«، د پوليسو د وياند د دغو جګړه يزو الفاظو نقل قول د اينترفکس قزاقستان، تاس او ريا نووستي آژانسونو راوړی دی. د وياند په خبره د دغو خلکو د هويت په هکله اوس پلټنې کيږي. داسې ښکاري چې احتجاج کوونکي هم وژل شوي دي.

دقيق وضعيت معلوم نه دی

په نورو رپوټونو کې ويل شوي چې ۳۰۰ عسکر په زغروالو ګاډو کې سيمې ته رسېدلي دي او د پېښې ميدان يې محاصره کړی دی. د آلماتي په بېلو ناحيو کې د مظاهره کوونکو په وړاندې د امنيتي ځواکونو ماموريتونه دوام لري چې د راپورونو په حواله وسله وال کسان دي. د ښار پر اوسېدونکو هم غږ شوی چې په خوندي ځايونو کې دې پاتې او له سړکونو څخه دې ډډه وکړي.

د کوڅو په سر آخ و ډبونه دوام لريانځور: Alexander Platonov/AFP

د دغو پېښو بې طرفه تائيد لا نه دی شوی. د قزاقي رسنيو انترنېټي صفحو ته دا مهال له خارج څخه لاسرسی هم نه شته. له دې کبله دقيق وضعيت معلوم نه دی. البته داسې ښکاري چې انترنېټ تړل شوی وو. په ميليوني ښار آلماتي کې د موبايلونو شبکه هم بنده وه.

د آلماتي په دغو احتجاجونو کې د رسمي معلوماتو له مخې ۱۳ امنيتي ځواکونه وژل شوي دي. خو د احتمالي ملکي قربانيانو شمېرې تر اوسه پورې په ډاګه شوې نه دي. د چهارشبنې په ورځ چارواکو د اتو وژل شويو پوليسو او عسکرو خبره کړې وه.

د قزاقستان د روغتيا وزارت په حواله په دغو آخ و ډبونو کې څه باندې زر تنه ټپيان شوي دي چې ۴۰۰ تنه په روغتون کې او ۶۲ د جدي مراقبت په څانګو کې هم تر درمنلې لاندې دي. خو د ملکي وګړو تر منځ د وژل شوو په اړه چارواکو تر اوسه معلومات نه دي ورکړي. د تاس خبري اژانس رپوټ ورکوي چې د کورنیو چارو وزارت په حواله تقريبا ۲۰۰۰ تنه نيول شوي دي.    

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب