1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر آلمان په دوه ګوني معيارونو تورنوي

۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبه

په قطر کې د فوټبال نړیوال جام څخه دوه اونۍ مخکې، د دغه هېواد د بهرنیو چارو وزیر محمد بن عبدالرحمن الثاني د آلمان د حکومت له خوا د «دوه ګونو معيارونو» د خپلولو کولو څخه خبره کړې ده.

Katar Fifa World Cup 2022 Symbol
انځور: Jewel Samad/AFP/Getty Images

نوموړي د "فرانکفورت آلګیمانيه ورځپاڼې " سره په خبرو کې وویل: له یوې خوا، " په حکومت کې شريک سياستوال د آلمان ولس ته ناسم معلومات ورکوي " له بلې خوا، حکومت بیا له قطر سره هيڅ ستونزه نه لري کله چې خبره د انرژۍ په برخه کې پر همکاریو او يا له افغانستان څخه د آلماني اتباعو د ژغورلو وي.  د قطر حکومت دا څرګندونې تر هغه وروسته کړي دي چې آلمان د کورنیو چارو وزیري نانسي فایسر په قطر کې د بشري حقونو وضعیت ته په کتو، دغه هېواد ته د نړیوال جام  پر مخ بيولو چارو سپارل "په بشپړ ډول ستونزمن" بللي ول

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب