1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر او اندونیزیا افغان محصلینو ته بورسونه ورکوي

۱۴۰۳ مهر ۳۰, دوشنبه

قطر او اندونیزیا افغان محصلینو ته د بورسونو ورکولو موافقتنامه لاسلیک کړه. د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې د دغې موافقتنامې په اساس افغان محصلینو ته په اندونیزیا کې تحصیل ته د دوام ورکولو له پاره بورسونه ورکول کیږي.

قطر او اندونیزیا افغان محصلینو ته د بورسونو ورکولو موافقتنامه لاسلیک کړه.
قطرۍ چارواکې لولوه بنت راشد الخاطر، وویل چې قطر به له افغانستان سره بې له ځنډه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.انځور: Ali Khara/REUTERS

د قطر د بهرنیو چارو وزارت د یکشنبې (د اکتوبر میاشتې ۲۰ نیټه) په ورځ ناوخته د اندونیزیا له بهرنیو چارو وزارت سره افغان محصلینو ته د تحصیلي بورسونو ورکولو په هکله د یوې موافقتنامې د لاسلیک خبر ورکړ.

د قطر د بهرنیو چارو وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي دي چې دغه تفاهم نامه د قطر د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالې او د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې ترمنځ د یوه ویډیویي کنفرانس له لارې لاسلیک شوې ده.

قطرۍ چارواکې لولوه بنت راشد الخاطر، د افغانستان له خلکو سره د خپل هیواد ۷۵ میلیونه ډالري ژمنې ته په اشارې سره ټينگار کړی دی چې قطر به له افغانستان سره بې له ځنډه خپلو مرستو ته دوام ورکړي.

د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې د یادې قطرۍ چارواکې په حواله راغلي دي: «د افغانستان د خلکو د ظرفیت لوړولو له پاره دغه موافقتنامه به، افغان محصلینو ته په اندونیزیا کې د بورسونو ورکولو له لارې د قطر او اندونیزیا ګډه ژمنتیا پیاوړې کړي.»

د توافقنامې د لاسلیک په دغو مراسمو کې د قطر او اندونیزیا یو شمیر نورو چارواکو هم گډون کړی وو.

اعلامیه زیاتوي چې د بورسونو دغه پروګرام د پراختیایي او روزنیزو پروژو، په ځانګړي توګه افغان ځوانانو ته په هیواد کې دننه او بهر د فرصتونو رامنځته کولو له پاره د دوو هیوادونو د ګډ ماموریت یوه برخه ده، څو وکولی شي خپل هیواد ته روښانه راتلونکی جوړ کړي.

نوموړې زیاته کړه چې په افغانستان کې بشري بحران د نجونو او ښځو زده کړو ته بیړنۍ اړتیا لري او ټینګار یې وکړ چې اندونیزیا د تحصیلي امکاناتو ترڅنګ د افغانستان د خلکو مقاومت او هیلې هم پیاوړې کوي، څو خپل هیواد ورغوي.

د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې همدارنګه افغانانو ته د زده کړې او مرسته رسونې، د هغو له جملې څخه ماشومانو ته د پولیو یا ګوزن واکسین او افغان ښځو ته د ټولنیزو پروژو وړاندې کولو په برخه کې د خپل هیواد کوښښونو ته اشاره وکړه.

په افغانستان کې یو ځل بیا د طالبانو تر بیا حاکمیت وروسته یادې ډلې پر افغان ښځو او نجونو ډیر محدودیتونه لګولي دي. نجونې په دغه هیواد کې د تحصیل، کار او بې له محرم څخه د تګ راتګ اجازه نه لري. خو په نورو اسلامي هیوادونو، په ځانګړي توګه په قطر او اندونیزیا کې ښځې هیڅ محدودیت نه لري او په لوړو حکومتي چوکیو کې کار کوي.

آژانسونه: ش.ن/ ن.ز

د نجونو تعلیم؛ آیا طالبان او دیني عالمان د نظر اختلاف لري؟

03:27

This browser does not support the video element.

د په دې اړه نور مطالب له برخې تیريدل
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب