1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر او اندونیزیا: طالبان دې نجونې ښوونځيو ته پریږدي

۱۴۰۱ فروردین ۹, سه‌شنبه

چارواکي وايي چې د دوو اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو د نړیوالو غوښتنو پر اساس، په قطر کې د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر سره کتلي او له هغه ېې غوښتي دي چې نجونو ته ښوونځيو ته د تلو اجازه ورکړي.

Türkei Das Treffen zwischen dem türkischen Außenminister Mevlüt Cavusoglu und Taliban Außenminister Amir Khan Muttaqi in Ankara
انځور: DHA

د فرانسې خبري آژانس د دوشنبې په ورځ ناوخته له دوحې څخه خبر ورکړ چې د اندونیزیا د بهرنیو چارو وزیرې، ریتنو مارسودي او د قطر د بهرنیو چارو مرستیالې وزیرې، لولوه الخاطر، په ګډه په دوحه کې د طالبانو د بهرنيو چارو له سرپرست وزیر امیرخان متقي سره کتلي او په افغانستان کې يې د حقونو پر موضوعاتو، په ځانګړې توګه د ښځو پر حقونو خبرې کړي دي.

طالبانو په وروستیو ورځو کې په افغانستان کې د ښځو د حقونو او آزادیو په تړاو محدوديتونه لا پسې سخت کړي دي.

طالبانو د خپلې کړې ژمنې باوجود، د نوي تعليمي کال په لومړۍ ورځ چې د تیرې اوونۍ د چهارشنبې په ورځ وه، د تمې خلاف د شپږم ټولګي څخه پورته نجونو ته ښوونځيو ته داخلیدو اجازه ور نه کړه.

په دغې ورځ نجونې اړ شوې چې په ماتو زړونو بیرته خپلو کورنو ته راوګرځي. د طالبانو دغه اقدام په افغانستان او نړیواله سطحه سخت غبرګونه له ځانه سره درلودلي دي.

طالبانو په وروستيو وروځو کې له دې نه علاوه یو لړ نور ټولنیز محدویتونه هم اعلان کړي دي.

بهرنیو حکومتونو خبرداری ورکړی چې د طالبانو دغه اقدامات کیدای شي د افغانستان له پاره د بسپنې راټولو د پنجشنبې ورځې په کنفرانس کې له ځانه سره غبرګونه ولري. د غبرګونو ویره په داسې حال کې احساسيږي چې مرستندویه سازمانونه په افغانستان کې د خوړو او روغتیا د مخ پر ډیریدونکي بحران څخه خبرداری ورکوي.

مرسودي او الخاطر لومړني بهرني استازي دي چې د طالبانو له خوا د نجونو د ښوونځيو د تړل کیدو تر اقدام وروسته له طالبانو سره ګوري.

مېرمن مارسودي پر ټويټر ليکلي دي چې هغې او مېرمن الخاطر له متقي سره «په افغانستان کې د ټولو له پاره پر بشري او تعليمي موضوعاتو خبرې وکړې.»

یوې سرچينې زیاته کړې ده چې د دوشنبې ورځې په کتنه کې «د نجونو د تعلیم او همدارنګه د ښځو پر حقونو باندې بحثونه شوي دي.»

چارواکي وايي چې د دوو اسلامي هیوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له طالبانو غوښتي چې نجونې ښوونځي ته پريږدي.انځور: Ahmad Sahel Arman/AFP/Getty Images

امریکا متحده ایالاتو د تیرې اوونۍ په پاې کې (شنبه او یکشنبه) په دوحه کې له امیرخان متقي سره خپلې پلان شوې خبرې لغوه کړې. امریکا دغه اقدام د نجونو د تعلیم په تړاو د طالبانو د وروستي اقدام په غبرګون کې کړی دی.

طالبانو په وروستیو کې د ښځو او مطبوعاتو په تړاو نور محدودیتونه هم اعلان کړي دي. د رپوټونو پر اساس، طالبانو امر کړی دی چې وروسته له دې ښځې له نارینه پرته په طیارو کې د سفر کولو اجازه نه لري.

د طالبانو د امر باالمعروف او نهي عن المنکر وزارت په یوه تازه اعلامیه کې ويلي دي چې ښځې او نارینه نه شي کولی په ګډه تفریحي پارکونو او سیاحتي ځایونو ته ولاړ شي. په دغې اعلاميه کې د ښځو له پاره جلا او نارینه و له پاره جلا ورځې مشخصې کړل شوي دي او ټينګار شوی دی چې ښځې باید په تفريحي پارکونو کې شرعي حجاب رعایت کړي.

طالبانو همدارنګه په افغانستان کې د دویچه ویله نړیوالې رسنۍ په ګډون، په دغه هیواد کې د فعالو بهرنیو رسنيو فعالیتونه بند کړي او په ځينو مواردو کې ېې په هیواد کې هم د ځينو رسنیو پر وړاندې اقدامات ترسره کړي دي.

د افغانستان له پاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازې، توماس ویست په دوحه کې د پالیسۍ رهبرانو په يوه غونډه کې وويل چې هغه هیله لري چې په افغانستان کې د ښوونځيو د بندیدو موضوع ژر تر ژره حل شي.

سربیره پر دې چې امیرخان متقي دوحې ته رسیدلی دی، زیاته شوې ده چې د دوحې فورم په غونډه کې د هغه پلان شوی راڅرګندیدل هم لغوه شوی دی. طالبان په دوحه کې خپل سیاسۍ دفتر لري.

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت یوه ویاند د فرانسې خبري آژانس ته ويلي دي چې «د قطر سفر په جریان کې هيڅ امریکايي چارواکي د طالبانو د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر سره نه دي ليدلي، د دوحې فورم په ګډون.»

یوه ديپلومات د دوشنبې ورځې تر غونډو وروسته ويلي دي چې «نړیواله ټولنه غواړې دا پیغام ورسوي، کوم څه چې پيښ شوي، د منلو وړ نه دي.»

mks/nz/(AFP)