1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر او چین د اوبلن ګاز یو اوږدمهاله تړون امضا کړ

۱۴۰۱ آذر ۱, سه‌شنبه

قطر او د چین ولسي جمهوریت د اوبلن ګاز یو اوږدمهاله او هراړخیزه تړون امضا کړی دی.

Symbobild kritische Infrastruktur/Hafen Hamburg
انځور: Calado/Zoonar/picture alliance

لکه څنګه چي د تیلو تولیدونکي کمپنۍ، قطر-انرژي خبر ورکړ، هغوی به د سینوپیک چینايي کمپنۍ ته د ۲۷ کالو په جریان کي مجموعأ ۱۰۸ ميلیونه ټنه طبیعي- اوبلن ګاز ولیږي. د قطر د انرژۍ وزیر، سعید شریده الکعبي د قرارداد د امضا کیدو پر وخت پرون دوشنبه په دوحه کي وویل، دا د دغه هیواد په تاریخ کي د اوبلن ګاز لیږلو تر ټولو اوږد مهاله تړون دی.

دواړو شرکتونو د ۲۰۲۱م کال په مارچ کي هم د ګازو د لیږلو یو تړون امضا کړی ؤ، چي تر لسو کالو ډیر ادامه پیداکوي. تر روسیې او ایران وروسته قطر په دنیا کي  د ګازو دریم لوی صادرونکی هیواد دی. 
 

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب