قطر ته د افغان مرکچي پلاوي سفر ولې ځنډېدلی؟
۱۳۹۹ شهریور ۱۵, شنبه![Afghanistan | Friedensgespräche mit Taliban](https://static.dw.com/image/49412000_800.webp)
د افغانستان د ملي روغي جوړې شورا وايي، افغان مرکچې پلاوی د بین الافغاني خبرو د پيل لپاره بشپړ چمتوالی لري.
ټاکل شوې وه نن شنبې (د ۲۰۲۰ میلادي کال د سپټمبر ۵مه) افغان مرکچې پلاوی د افغانانو خپلمنځي ناستې لپاره دوحي ته ولاړ شي، خو دا سفر ترناڅرګندې مودې ځنډېدلی دی.
د ملي روغي جوړې عالي شورا ویاند فریدون خوځون دویچه ویله ته د پلاوي د سفر ځنډېدو لامل په ډاګه کړ او وې ویل: «هیڅ نوعه بهانه او خنډ د مذاکراتو د ځنډېدو لپاره نشته، طالبان تراوسه نه دي حاضر شوي چې بین الافغاني مذاکرات شروع شي.»
خوځون زیاته کړه چې تمه ده طالبان به ژر تر ژره د شوې هوکړې له مخې بین الافغاني خبرو پيل ته چمتو شي.
بین الافغاني خبرو د پيل پر وړاندې احتمالي خنډ څه دی؟
سره له دې چې طالبانو تراوسه په غوڅه توګه نه دي ویلي چې بین الافغاني خبرې کله پيلیږي او د هغوی د نه چمتوالي لامل څه دی؟ خو په کابل کې پخواني طالب چارواکي وايي د ۷ طالب زندانیانو ستونزه لاهم نه ده هواره شوې.
پخواني طالب چارواکي مولوي سیداکبر اغا دویچه ویله ته وویل، د زندانیانو د خوشې کېدو بهیر بشپړېدو په اړه طالبانو تراوسه رسمي اعلان نه دی کړی:«حکومت په ډیر لنډ وخت کې د طالب زندانیانو د خوشې کېدو پروسي د ختم خبر ورکړی ډير ژر به وي چې قضاوت وکړو چې طالبان نه اماده کیږي، خو د ځینو طالب زندانیانو موضوع تراوسه پرځای پاتې ده.»
پر ۷ طالب زندانیانو فرانسې او استرلیا ادعا کړې چې د هغو هېوادونو د وګړو په وژنه کې ښکېل دي.
رپوټونه وايي، چې دغه طالب زندانیان ښايي قطر ته ولېږدول شي، خو تراوسه یې په اړه کره خبر په لاس کې نشته.
د افغان حکومت او طالبانو ترمنځ د ناستې څرنګوالی
پخواني طالب چارواکي مولوي سیداکبر اغا وویل، د بین الافغاني خبرو تر پيل وړاندې ښايي د ناستې څرنګوالی او د پلاوي ترکیب بیاهم لانجمن شي: «طالبان اوس هم پر دې اند دي چې له دغه حکومت سره د یوه حکومت په حیث خبرو ته نه کیني خو د حکومتي پلاوي اکثریت غړي حکومتي دي نه ملي.»
د مولوي اکبر اغا پروینا له حکومتي پلاوي سره په کوردننه هم ځینو سیاسي ډلو ټپلو کلک مخالفت ښودلی چې ښايي د افغانانو پر خپل منځي ناسته اغیز ولري.
دغه پخوانی طالب چارواکی زیاتوي د طالبانو ټینګار دادی چې په بین الافغاني خبرو کې باید ټول مطرح سیاسي لوري ونډه ولري او حکومت یې یواځې یوه برخه اووسي، نه د حکومت په استازولی.
خو ددغو ټولو اندېښنو سره سره هم رپوټونه وايي، بین الافغاني خبرو لپاره د طالبانو ګمارل شوی پلاوی دوحې ته رسیدلی.
دغه راز، تمه ښودل شوې چې افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد به هم قطر ته ولاړ شي.
اسماعیل شاکر – کابل