1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
شخړياروپا

قطر: د اداري فساد څیړني د گازو پر صادراتو اغیز درلودلای سي

۱۴۰۱ آذر ۲۷, یکشنبه

د قطر پرضد د اروپا د پارلمان د اداري فساد د رسوايۍ تر تورونو وروسته دوحې هغه رد کړي او خبرداری یې ورکړی، چي پر قطر باندي د هغه مسئولیت وراچول د گازو پر صادراتو باندي منفي تاثیر درلودلای سي.

EU Parlament | Korruptionsfall
انځور: AFP

د یوه نامعلومه ډیپلوماټ لخوا په دوحه کي یوه نشر سوې اعلامیه کي نن یکشنبه راغلي دي، چي د اروپا پارلمان ته د قطر د لاسرسي ممکنه قطع کیدل او نه ورپریښول « تبعیضي چلند» دی او د ګازو د صادراتو په ارتباط به پر روابطو باندي «منفي» اثر وکړي. 
په اعلامیه کي همدارنګه راغلي دي: «موږ ټوله هغه تورونه ردوو، چي زموږ حکومت ته د یوه غلط چلند سره ارتباط ورکول کیږي». که څه هم د اداري فساد په تورونو کي قطر یوازنی هیواد نه دی، خو بیا یوازي د خلیج پر دغه هیواد باندي انتقاد سوی او تر حملې لاندي راغلی دی.  

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب