قطرویلي دي چي د طالبانو خبرې او عمل سره توپیر لري، نو د دوی د رهبرانو کړو وړو ته په کتو باید د دوی په اړه قضاوت وشي. قطر د طالبانو په رسمیت پیژندلو په اړه تر اوسه کوم اعلان نه دی کړی.
اعلان
د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې لولوة الخاطر له فرانسوي خبري آژانس سره په یوه ځانګړې مرکه کې ويلي دي چې افغانان باید پخپله خپله راتلونکې وټاکي نه نړیواله ټولنه.
د قطر پلازمینه دوحه له ۲۰۱۳م کاله چې د طالبانو سیاسي دفتر پکې پرانیستل شو، د امریکا او نړیوالې ټولنې له پاره تر تیرې میاشتې پورې هم چې طالبانو افغانستان ونیوه، د منځګړیتوب مرکز وو او د امریکا خبرې هم له همدې ځایه له طالبانو سره پیل شوې.
د قطر د بهرنیو چارو وزیر مرستیالې وویل: «دوی ډیر پراګماټیزم ښودلی. راځی چې هلته له شته فرصتونو ګټه پورته کړو او عامه اقداماتو ته یې وګورو.»
نوموړې د دوشنبې په ورځ مخکې له دې چې طالبان خپل نوی حکومت اعلان کړي وویل چې طالبان اوس په افغانستان کې واکمنان دي او په دې اړه هیڅ پوښتنه نه شته.
طالبانو تیره ورځ د ملا محمد حسن اخند په مشرۍ خپل سرپرست حکومت او کابینه اعلان کړه خو د قطر په ګډون د ملګروملتونو د غړیو هیوادونو له ډلې څخه تر دې دمه يوه هم دغه حکومت په رسمیت نه دی پیژندلی.
په افغانستان کې د طالبانو ضد اعتراضونو انځورونه
په وروستیو ورځو کې د کابل په ګډون، په مزار شریف او هرات کې افغانانو پراخ لاریونونه وکړل او د آزادۍ، خپلو حقوقو د مراعاتولو او د افغانستان په چارو کې د «د پاکستان د لاسوهنې» د ختمیدو غوښتنه وکړه.
په دغو احتجاجونو کې د ښځو د پراخ حضور دلیل دا دی چې دغه قشر د نورو په پرتله د خپلو حقوقو له لاسه ورکولو په هکله اندېښمن دي. د دوشنبې په ماښام د هرات، کابل او مزار شریف په ښارونو کې هم لاریونونه شوي وو. په دغو لاریونونو کې هم زیاتره ښځو ونډه درلوده.
انځور: WANA/REUTERS
مظاهره کوونکو له نورو ښځو هم وغوښتل چې و نه ډار شي او د ښځو د حقوقو د ساتلو له پاره خپل غږ پورته کړي. د لاریون له ګډونوالو څخه یوې وویل: «موږ په سترو حکومتي پریکړو کې د ګډون او په ټولنه، سیاست او اقتصاد کې د فعالیت غوښتونکي یوو.»
انځور: REUTERS
تر اوسه طالبانو د ښځو د حقوقو په هکله خپل رسمي سیاست نه دی اعلان کړی او یوازې یې ویلي دي چې ښځې «د اسلامي شریعت په چوکاټ» کې کولی شي کار او تحصیل وکړي. ښځې د ټولنې د نورو قشرونو په پرته د طالبانو له حاکمیته ویره لري او اندېښمنې دي چې د زده کړو د فرصت، کار او حقوقي لاس ته راوړنې به یې له منځه ولاړې شي.
انځور: WANA/REUTERS
د مقاومت جبهې مشر احمد مسعود، له لوري په یوه غږیز پیغام کې د عمومي پاڅون، د غوښتنې وروسته یو شمیر ښځې او نارینه سړکونو ته راووتل او د آزادۍ شعارونه یې ورکول. په همدې ترڅ کې د اعتراض کوونکو د شمیر په زیاتیدو او وخت په تیریدو سره د احتجاج کوونکو پر وړاندې د طالبانو غبرګون هم تند شو.
انځور: WANA/REUTERS
تیره ورځ یو شمیر رسنیو خبر وکرړ چې خبریالان یې دغو لاریونونو ته د پوښښ ورکولو پر مهال د طالبانو له لوري نیول شوي دي. طالبانو ویلي دي چې هغه کسان چې د سوله ایزو لاریونونو ترسره کیدل غواړي، باید لومړی له چارواکو اجازه واخلي.
انځور: REUTERS
اعتراض کوونکي په دې باور دي چې طالبان د پاکستان په مرسته د افغانستان په ولکه کولو وتوانیدل، له دې کبله زیاتره شعارونه د پاکستان ضد ول. د پاکستان ضد احساسات هغه وخت لا پسې زیات شول چې د پاکستان د استخباراتي ادارې مشر په یوه ناببره سفر کابل ته ورسید.
د قطر دغې چارواکې ویلي: «زموږ هیواد به داسې ژر طالبان په رسمیت و نه پیژني او کومه بیړه هم نه لري، خو دا په دې معنی نه ده چې له دوئ سره اړیکې نه لرو. موږ به منځلاري غوره کړو.»
قطر د امریکا د یوه متحد په توګه له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو او د هغوی د افغانو کارکوونکو په راایستلو کې ډیره مرسته وکړه. له ۱۲۰ زره کسانو څخه چې امریکا له افغانستانه ایستلي دي، شاوخوا نیمایي يې د قطر له لارې ایستل شوي دي. دغه راز په سیمه کې د امریکا تر ټولو لویه پوځي اډه هم په قطر کې ده.
آغلې خاطر د هغې پوښتنې په ځواب کې چې قطر د طالبانو په بیرته راتګ کې لاس لري که نه، وویل: »قطر پیغام رسوونکی وو او موږ اسانتیاوې برابرولې.»
آغلې خاطر زیاته کړه که طالبان بشري حقونو، د ښځو حقونو په ځانګړي توګه د ښځو زده کړو ته درناوی وکړي دا به د دوئ په ګټه وي، خو که وه یې نه کړي، پایلې به یې ښې نه وي.
د قطر په څیر ډیرو نورو هیوادونو هم ویلي دي چې دوی به د طالبانو عمل ته په کتو د افغانستان د نوي حکومت په اړه پریکړه کوي چې په رسمیت یې وپیژني که نه.