1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطرد فوټبال په نړیوال جام کي د الکولي مشروباتو خرڅلاو منع کړ

۱۴۰۱ آبان ۲۸, شنبه

د قطر د فوټبال د نړیوال جام پر مهال نور بیر نه عرضه کیږي، خصوصأ هغه بیر چي الکول ولري.

Fußball WM Fans feiern
انځور: Rolex Dela Pena/dpa/picture alliance

د جهاني جام د میلمه پاله هیواد قطر د فشار په نتیجه کي د جام تر پرانستلو ۴۸ ساعته دمخه د فوټبال جهاني اتحادیې (فیفا) باید په خپل پروگرام کي تغیير راوستلی وای او په سټيډيمونو يا لوبغالو کي تماشاچیان باید د مسابقو د لیدو پر وخت ځانونه بل ډول عیار کړي.
لکه څنگه چي په یوه لنډه اعلامیه کي راغلي دي، د « قطر د چارواکو او فیفا تر منځ تر خبرو وروسته» فیصله وسوه، چي د فوټبال د جهاني جام د مسابقو پر وخت په سټيډیمونو کي د الکولي مشروباتو خرڅلاو ته نوره اجازه ورنکړي. خو د فیفا په حواله هغه مشروبات او بیر چي بیا الکول نه لري، لکه د بوډوایزر د شرکت بیر په دغه ممنوعیت کي نه راځي او کولای سي په ټولو سټيډیمونو کي د خپلو مشروباتو خرڅلاو ته ادمه ورکړي. 
په دې ډول سره قطر کوښښ کوي، د فوټبال د نړیوال جام پر مهال په دغه موضوع کي یو فوق العاده چرخش رامنځته کړي.

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل