1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قطر: د مذاکراتي ټيم افغانې مېرمنې څه وايي؟

۱۳۹۹ شهریور ۲۳, یکشنبه

څلور هغه ښځې چې د طالبانو سخته واکمني يې ليدلې او د وړو پرمختګونو د ساتلو له پاره مبارزه کوي، اوس د سولې په پروسه کې بيا له سخت دريځو طالبانو سره مخامخې دي. دا چې څه وايي، په اړه يې په دغه مطلب کې معلومات ولولئ:

Afghanistan Habiba Sarabi beim Friedensgesprächen mit den Taliban in Doha
انځور: Habiba Sarabi

د دوی حضور په پلارواکي افغانستان کې ډېر اړين دی، سره له دې چې د مذاکراتي ټيم نارينه غړي ورباندې ډېر دي او د افغان حکومتي پلاوي اکثريت يعنې ۱۷ تنه تشکيلوي. د طالبانو په ډله کې يوازې نارينه دي. يوې مرکچي، فوزيه کوفي، د فرانسې خبري اژانس ته د خبرو تر شروع کېدو د مخه ويلي وو چې «دوی بايد پوه شي چې له يو نوي افغانستان سره مخامخ دي چې له دې حقيقت سره بايد ژوند کول هم زده کړي.»

د ښځو د حقونو دغې لوړپوړه فعاله او سياستواله په خپل کاري‌ ژوند کې له دوو قاتلانه بريدونو څخه ژوندۍ راوتلې ده، چې وروستی بريد تېره مياشت په کابل کې ورباندې وشو. کوفي له دغو ډزو څخه چې ورباندې شوې وې، مخکې ويلي وو: «دغسې يو مهم رول په افغانستان کې يوه عادي او ورځنۍ پديده نه ده، ځکه نو بايد سړی خپله د هغو خلکو په منځ کې يوه لاره پيدا کړي چې د ښځو په حضور باندې باور نه لري.»

کله چې طالبانو په افغاسستان کې واک درلود،‌ د هغې مېړه زنداني شو او دې ته په خپله وينا د سنګسار ګواښ وشو ځکه چې د نوکانو رنګ يې استعمال کړی وو. کوفي يوه له ډېرو لږو هغو ښځو څخه ده چې په ۲۰۱۹ کال کې يې له طالبانو سره غير رسمي خبرې هم کړې دي او هغه مبارزه ښه پېژني چې مرکچيان اوس ورسره مخامخ دي. د هغې په خبره «اصلي‌ موضوع دا دنه ده چې څه دې ويلي دي»، بلکې په نظر يې «خلک دې ته ګوري چې څه دې اغوستي دي، آيا پوړنی دې اصلي کچه لري که نه.»

د اسلامي فقه کارپوهه او د مرکچي پلاوي غړې، فاطمې ګيلاني د فرانسې خبري اژانس ته ويلي چې ښځې له طالبانو سره د مذاکراتو په هکله پوره پوهاوی لري. ګيلاني چې پخوا د مجاهدينو يوه ويانده او بيا ورورسته د سرې مياشتې د ټولنې رئيسه وه، دا هم وويل: «هره ښځه په افغانستان کې يوه خاصه وېره لري… موږ تل دغه وېره لرو چې هر کله په افغانستان کې تغيير او سياسي بدلون راشي، تل ښځې ورڅخه کړيږي.»

ډېره حساسه او تاريخي شېبه

خو دا زياتوي چې هغه د خپل ټيم د نارينه و غړو ملاتړ له ځان سره لري چې «عينا په همدغه څه باور لري چې زه يې هم لرم.» د هغې په خبره په لومړي قدم کې بايد دغه خبرې په «ګډو ارزښتونو» وڅرخي لکه اسلام او دا چې د افغانستان په کړکېچ کې بايد اوربند ته سره ورسيږو. ګيلاني دا هم وويل چې «زه غواړم داسې يو افغانستان ووينم چې خپل ځان پکې په خطر کې احساس نه کړو… که اوس ورته ونه رسيږو، نو دا به هيڅکله هم ونه شي.»

دا په داسې حال کې ده چې طالبانو د ښځو د حقونو په هکله يوازې غيردقيقې څرګندونې کړې دي، چې په خبره يې به د اسلامي ارزښتونو له لارې د ښځو حقونه هم تضمين شي.

يوه بله مرکچي، حبيبه سرابي، چې د طالبانو د واکمنۍ پر مهال يې د کار اجازه نوره نه لرله او مجبوره وه چې پاکستان ته وتښتي څو خپلې معلمۍ ته دوام ورکړي، غواړي د دې تضمين وکړي چې افغانستان يو جمهوريت پاتې شي، نه دا چې د طالبانو په مشرۍ يو «امارت» جوړ شي، چېرته چې ديني مقررات د اساسي قانون له حقونو څخه لوړ وي. دغه ۶۲ کلنه مېرمن افغانستان ته په بېرته ستنېدو سره د هېواد لومړۍ ښځينه والي او دوه وارې وزيره هم پاتې شوې ده او‌ په دې قانع نه ده چې ګوندې د جکړې په ليکه کې ولاړو طالب اورپکو کې دې کوم تغيير راغلی ي، سره له دې چې سياسي مشران يې له افغان حکومت سره د سولې مذاکراتو ته وردانګي.

د هغې په خبره «جنګيالي يې دلته په افغانستان کې عين هغه پخوانۍ ايډيالوژي او عين رويه لري.» د شنبې په ورځ‌ نوموړې البته بيا وويل چې خبرې اترې «ډېرې مثبتې» وې. يوه بله ښځه چې د مذاکراتو مېز ته ناسته ده، شريفه زرمتۍ ده چې په پکتيا ولايت کې يوه پخوانۍ خبرياله او اوس ځايي سياستواله ده. پخوا يوې بلې او پنځمې ښځې هم په مذاکراتي ټيم کې شتون درلود، يعنې شهلا فريد چې يوه حقوقپوهه او د ښځو د حقونو فعاله ده، خو هغه نوره په دغه پلاوي کې غړيتوب نه لري.

آژانسونه/ن.ص./ا.ا.