1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

سرچېنه: امريکا قطر کې خپل پوځي حضور لس کاله وغځاوه

۱۴۰۲ دی ۱۳, چهارشنبه

امریکا متحده ايالات له قطر سره هوکړې ته رسېدلی چې له مخې به ېې یوه امريکايي پوځي اډه په قطر کې لس کاله نور هم حضور ولري. دا په منځني ختيځ کې د امریکا متحده ایالاتو تر ټولو ستره پوځي اډه ده.

Katar | Ankunft Afghanische Flüchtlinge | US Air Force
انځور: A1c Kylie Barrow/U.S. Army/Planet Pix/ZUMA Wire/picture alliance

اسوشتید پریس خبري آژانس له دغې هوکړې د ېوې باخبره سرچېنې له قوله چې نه غواړي نوم ېې خپور شي، وايي چې په قطر کې د امریکا پوځي اډه په منځني ختيځ کې د امریکا تر ټولو ستره پوځي اډه ده. دغه پوځي اډه په العديد هوايي ډګر کې ده چې د پلازمېنې دوحې سويل ته په یوه دښته کې واقع دی.

په لومړي سر کې سي ان ان د دغې هوکړې په هکله خبر ورکړ. رويټرز په خپل راپور کې ليکي په خپله د امریکا دفاع وزارت په دې هکله د سه شنبې په ورځ د دوی پوښتنې ته ځواب ورنکړ.

څرنګه چې قطر د امریکا او طالبانو تر منځ په شوې هوکړه کې د یو مهم منځګړي رول ادا کړی، دا وخت په غزه کې د روانې جګړې په تړاو د اسرائيلي چارواکو او حماس ډلې تر منځ هم د ېو مهم منځګړي په توګه رول ادا کوي.

په دې لړ کې قطر وتوانيد چې په وروستيو کې د حماس له خوا د یرغمل شوو اسرائيلانو او د اسرائيل له خوا د فلسطيني بندیانو په تبادله کې مهم رول ولوبوي.

حماس ډلې دغه کسان د اکتوبر په ۷مه پر اسرائيل د حملې پر مهال یرغمل کړي ول. په دغه حمله کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان ووژل شول. تر هغه وروسته په غزه کې د اسرائيلي ځواکونو په بریدونو کې تر اوسه له ۲۲زرو ډېر کسان وژل شوي دي.

خو په ورته وخت کې د امریکا په کانګریس کې پر قطر نیوکې هم کيږي چې د حماس ډلې مشران پکې حضور لري. د امریکایي قانون جوړونکو ېوې ۱۱۳ کلنې ډلې د اکتوبر په ۱۶مه له جمهور رئیس جو بایدن څخه غوښتي وو چې د قطر په ګډون پر هغو هېوادونو فشارونه زیات کړي چې له حماس څخه ملاتړ کوي.

د حماس ډله د اسرائيل، امريکا متحده ایالاتو، آلمان، اروپايي ټولني او ځينو نورو هيوادونو له خوا د ترهګرۍ ډلې په توګه درجه بندي شوې ده.

By Jonathan Landay and Kanishka Singh

mks/akh/(Reuters)

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل