قطر کې د افغان سولې بهیر بیا له کوم خنډ سره مخ شوی؟
۱۳۹۸ بهمن ۵, شنبهطالبانو ته نیږدې سرچینې وايي، قطر کې د طالب او امریکایي مرکچي پلاوو ترمنځ خبرې روانې دي خو لازمه چټکتیا پکې نه لیدل کیږي. کابل میشتی پخواني طالب مشر سیداکبر اغا دویچه ویله ته وویل، د امریکایانو نویو غوښتنو د سولې بهیر ځنډنی کړی.
د نوموړي پروینا، «اوربند» او یا هم د «تاوتریخوالي کمولو» موده د اختلاف ستر ټکی دی. سید اکبر آغا وویل: «د امریکایانو نوې غوښتنه دا ده چې د تاوتریخوالي د کمولو موده باید له لسو ورځو ډیره وي، په داسې حال کې چې زلمي خلیل زاد په خپله ماته ویلي چې امریکا د لسو ورځو تاوتریخوالي کمولو سره موافقه لري، دا په دې مانا چې امریکايي لوری سوله نه غواړي او یا هلته په خبرو بوخت د امریکا مرکچي پلاوی بي صلاحیته دی.»
څه موده وړاندې د طالبانو د قطر دفتر د سولي هوکړه لیک لاسلیک ته د بشپړ چمتوالي خبره کړې وه، خو اوس د ځینو رپوټونو له مخې طالبان ناهیلي شوي.
افغان حکومت وايي، په قطر کې د سولې خبرو پیکه کېدو یو لامل هم اوربند ته د طالبان نه حاضریدل دی.
د سولې په چارو کې د دولت وزارت ویاندې ناجیه انوري دویچه ویله ته وویل، اوربند د ټولو غوښتنه ده چې طالبان یې نه مني. میرمن انوري زیاته کړه: «قطر کې چې کومې خبرې روانې دي او تراوسه کوم نتیجې ته نه دي رسیدلي، زمونږ بلکې د ټولو افغانانو ټینګار پر اوربند دی. مونږ یو دوامداره اوربند غواړو خو طالبان چې د تاوتریخوالي کمیدو کومه خبره کوي دا هیڅ لوري ته وضاحت نه لري.»
د امریکایانو د وتلو په هکله د حکومت موقف
قطر کې داسې مهال د سولې خبرې له نوي خنډ او ځنډ سره مخامخ شوي چې افغان ولسمشر محمد اشرف غني د جمعې په ورځ (د ۲۰۲۰ کال د جنورۍ ۲۴مه) په سویس کې خبریالانو ته ویلي د امریکايي ځواکونو د وتلو پرسر طالبانو سره خبرې کول د جګړې د لاسختېدو په مانا دی.
د طالب او امریکايي سرچینو د مالوماتو له مخې، دواړه غاړي له افغانستانه د امریکايي ځواکونو د وتلو پر هوکړه لیک لاسلیک کولو ته نیږدي شوي، خو ولسمشر غني وايي د بهرنیو ځواکونو د وتلو موضوع یوازې افغان حکومت مدیریت کولای شي.
د ولسمشر غني دا څرګندونې بیا د طالبانو له کلک غبرګون سره هم مخ شوي، طالبانو اونۍ تبصري تر سرلیک لاندې په یوه لیکنه کې ښاغلی غني تورن کړی چې د سولې مخالفت کوي.
د تبصري په یوه برخه کې راغلي: «په داسې حال کې چې په قطر هیواد کې د مذاکراتو پروسه یوه ټاکونکي پړاؤ ته نیږدې شوې ده او په کور دننه د هیوادوالو په زړونو کې د سولې هیلې په زرغونیدو دي، د ارګ بې واکه واکمن اشرف غني په سویس کې خبریالانو سره په خبرو کې نه یواځې په څرګنده د سولې پروسې مخالفت کړی بلکې نورې یې هم بې مسؤلیته خبرې کړي.»
خو د سولې چارو کې د دولت وزارت بیا د طالبانو دا څرګندونې په کلکه ردوي او زیاتوي چې سوله د حکومت په ځانګړي توګه د ولسمشر غني کاري لومړیتوب دی.
د دغه وزارت ویاندې ناجیه انوري وویل: «په لومړي ځل ولسمشر غني د بي قید او شرطه د سولي د مذاکراتو غږ کړی، تاسو وګورئ د سولي لپاره حکومت د سولي مشورتي جرګه جوړه کړه او لانور هم په دې برخه کې هلې ځلې کوي او دوام لري. د سولي په چارو کې د دولت وزارت رامنځته کول هم سولي ته د دولت د ارادې څرګندونه کوي.»
اوسمهال ټولې هیلې دوحه کې د طالبانو او امریکايانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک لاسلېکېدو ته ورټولې دي او ویل کیږي چې له دغه پړاؤ وروسته د افغانانو خپل منځي خبرې پيلیږي.
هاخوا د بین الافغاني خبرو کوربه توب ته بیا جرمني چمتوالی ښودلی. له ارګ څخه خپره شوې ویناپاڼه وايي ولسمشر غني د تیرې پنجشنبې په ورځ د جرمني له لومړۍ وزیرې انګلامیرکل سره کتلي چې په دې لېدنه کې اغلې میرکل د سولې له بهیر څخه ملاتړ کړی.
اسماعیل شاکر – کابل