1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ
سياستترکیه

قليچدار اوغلو: که ټاکنې وګټم ۱۰ ميليون مهاجر به اخراج کړم

۱۴۰۲ اردیبهشت ۲۹, جمعه

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د اپوزيسیون نوماند کمال قليچدار اوغلو چې د ملتپالو د رايو په لاس راوړلو هڅه کوي، ويلي دي چې که د ولسمشر په توګه وټاکل شي نو «۱۰ ميليون مهاجر» به اخراج کړي.

د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د اپوزيسیون کانديد کمال قليچدار اوغلو
د ترکیې په ولسمشریزو ټاکنو کې د اپوزيسیون کانديد کمال قليچدار اوغلوانځور: MURAD SEZER/REUTERS

قليچدار اوغلو په ترکيه کې د ټولو مهاجرو شمير «۱۰ ميليونه» ياد کړی دی او ويلي دي: «واک ته په رسېدو سره سم به، ټول مهاجر بيرته خپلو کورونو ته واستوم.»

قليچدار اوغلو د انتخابات په دويم پړاو کې چې د روانې می میاشتې پر ۲۸مه نېټه ترسره کيږي، د ترکیې د برحاله ولسمشر رجب طيب اردوغان سره سيالي کوي.

نوموړي په خپله وينا کې پر حکومت د فشار اچولو په موخه ويلي دي چې که اردوغان بيا وټاکل شي نو ۱۰ ميليون نور مهاجر به ترکیې ته راولي. 

دې سيکولر سياستوال تر دې دمخه هم د مهاجرو ضد څرګندونې کړې وې نو تر هغه وروسته یې د ټولو مهاجرو د بيرته ايستلو خبره وکړه چې د می مياشتي پر ‍۱۴مه نېټه یې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې د اردوغان په پرتله لږې رایې ترلاسه کړې.

اړونده موضوع: د ولسمشر اردوغان برخليک به د ټاکنو په دویم پړاو کې روښانه شي

له همدې کبله دی د سينان اوغان د ملتپاله پلويانو رايو ته په شدت سره اړتيا لري چې د ټاکنو په لومړي پړاو کې یې دريم مقام خپل کړی. 

د ملګرو ملتونو شميرې ښيي چې په ترکیه کې ۳،۹ ميليونه مهاجر ژوند کوي. د ترکیې د حکومت د ارقامو په حواله په دغه هېواد کې د مهاجرو شمیر څلورو ميليونو ته رسيږي چې اکثريت یې له سوریې، افغانستان او پاکستان څخه دي. قليچدار اوغلو په ترکيه کې د لسو میليونو مهاجرو د شتون په اړه هیڅ ډول اسناد نه دي وړاندې کړي.

د سياسي چارو شنونکي او د مهاجرت د چارو څېړونکي مراد اردوغان د آلمان خبري آژانس ته وويل که څه هم چې په ترکيه کې د غير قانوني مهاجرو کره شمیر معلوم نه دی خو زياته یې کړه چې د دا ډول لوړ ارقام چې د سياسي پلوه حساسيت پاروونکي دي، ډېر احتکاري دي.

د سياسي چارو دې شنونکي وويل چې دا ډول تشې خبرې او تندې څرګندونې به قليچدار اوغلو ته په پای کې ښايي يوازې يو سلنه رایې راوړي.

د ترکیې د ولسمشریزو ټاکنو په لومړي پړاو کې رجب طيب اردوغان ۴۹،۵۲ سلنه او قليچدار اوغلو ۴۴،۸۸ سلنه رایې ترلاسه کړي دي. په دې دليل سينان اوغان چې د ۵،۱۷ سلنه رايو په ترلاسه کولو سره یې دريم مقام خپل کړی دی، د قلچدار اوغلو او اردوغان ترمنځ سيالۍ کې مهم نقش لوبوي او په اصطلاح د «پاچا جوړولو» موقف لري.

د ترکیې برخلیک ټاکونکې ورځ؛ د رای ورکولو بهیر پیل شو

خو دا روښانه نه ده چې آیا اوغان به وتوانيږي هغه ۲،۸ ميليون کسان چې ده ته یې رايه ورکړې ده، دې ته اماده کړي هر هغه کانديد ته چي دی [اوغان] یې ملاتړ کوي، رايه ورکړي.

د نظر پوښتنو يو کارپوه اوزر سنچار په دې آند دی چې اکثريت رایې اچووونکي به دې ته په نه پاملرنې سره چې اوغان له کوم کانديد څخه ملاتړ کوي، په پای کې رجب طيب اردوغان ته رايه ورکړي.

مراد اردوغان وايي چې د ترکيې په ټولنه کې د مهاجرو ضد څرګندونې مخ پر ډیريدو دي او دا باعث ګرځي چې د ترکیې سياستونه ډېره پاملرنه امنيت ته وکړي.

نظر پوښتنې ښيي چې د ترکیې خلک د مهاجرو موضوع په دې ټاکنو کې له دريو مهمو موضوعاتو څخه يوه ګڼي. مراد اردوغان وايي چې تر۸۵ سلنه ډېر خلک غواړي چې د سوریې مهاجر له ترکیې ووځي.

دا شنونکی د يوې نظر پوښتنې نتایجو ته په اشارې سره وايي چې ۵۵ سلنه رایې ورکوونکي د رايې اچونې پرمهال د مهاجرت ضد څرګندونو له کبله تشويق شوي يا هڅيدلي ول.

د مراد اردوغان اندېښنه دا ده چې د مهاجرت ضد لفاظي به د ترکیې ديموکراسۍ ته چې لا دمخه کمروزې ده، ګواښ پيښ کړي، هغه وايي: «حکومت د ترهګرۍ» او اپوزيسيون له «مهاجرينو» څخه استفاده کوي څو د ټولنې امنيتي اندېښنې په رايو بدلې کړي. دمګړۍ پر ديموکراسۍ د غلبې ویره شته.»

ب. ص/ ن. ز (dpa)

زموږ له آرشيف څخه:

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل