1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

قیمتۍ د المانانو د رخصتیو پلانونه بدل کړي

۱۴۰۱ آذر ۲۰, یکشنبه

په المان کې د بیو د لوړیدو له امله به د رخصتیو پرمهال اکثره المانيان له سفر کولو څخه ډډه وکړي. د سیاحت سکتور انديښنه ښودلې ده او ویلي دي چې له دې سره به د هیواد پر مجموعي اقتصاد ناوړه اغیزې پریوځي.

Deutschland Landshut | Coronavirus | Drive-In-Weihnachtsmarkt
انځور: Alexander Hassenstein/Getty Images

د کریسمس او نوي کال د رخصتیو پر مهال زیاتره المانيان په بالتیک ساحل او شمالي بحیره کې واقع ښایسته ټاپوګانو ته مخه کوي. خو دا ځل انديښنه ښودل شوې ده چې د دغو رخصتیو پر مهال به ډیر لږ المانيان سیاحتي سیمو ته مخه وکړي.

د المان د سیاحت صنعت له خوا ویل شوي چې په هیواد کې د قیمتۍ له کبله به اکثره المانيان سیاحتي سفرونه ونه کړي. د اوسټ فرایزلنډ توریزم پورې اړوند ویبکي لیورینز، وایي چې اکثره المانيان د سپما کولو په فکر کې دي.

ایا د دوبي پروخت به په اروپايي ټولنه کي سیاحتونه بیرته ممکن سي؟

ویبکي د المان خبري آژانس سره په مرکه کې وویل چې که چیرې سږ کال د یخنۍ په موسم کې په هیواد کې دننه سفرونه ونه شي، نو دا په دې معنی وي چې په ساحلي سیمو کې ډیري هوټلونه او د رخصتۍ تیرولو له پاره جوړ شوي اپارتمانونه او میلمستونونه به خالي پاتې شي.

ویبکي له پخوا څخه د بُکنګ یا راجستر شوو شمیرو په حواله وویل چې په دې ډول به په دغو سیمو کې د سیاحت صنعت اغیزمن شي. د اوکراین د جکړې له امله په المان کې هم افلاسیون یا د پيسو پړسوب زیات شوی دی او د توکو د بیو لوړوالي المانيان پریشانه کړي دي.

بل لور ته شمالي بحیره کې واقع په ختیځ واورینو ټاپوګانو کې وضعیت یو څه هیله بخښونکی دی. د سیاحتي کارپوهانو په حواله دمخه بُکنګ یا د ریزرف کیدو وضعیت ته په کتلو سره معلومیږي چې په یو مناسب شمیر کې سیلانیان به دغو ځایونو ته لاړ شي، خو د تیر کال په پرتله سږ کال لږ شمیر خلک د رخصتیو له پاره د سفر کولو پلان لري.

جرمني: د انرژۍ په بحران کي د خواخوږۍ د سیاست په پلوی مظاهرې

د توریزم سیمه ایزې کارکوونکې مانوئلا شوټسی وویل چې د انرژۍ په بیو کې زیاتوالی په اصل کې المانيان سپما کولو ته هڅوي، له همدې امله دا ځل دوی د رخصتیو تیرولو له پاره بل ځای یا په اصطلاح هیڅ چیرته هم نه ځي.

د یوه سروی د رپوټ پر بنسټ سږکال د کریسمس په رخصتیو کې د هوټلونو د ریزرف کولو کچه د تیر کال په پرتله کمه ده. خو د نوي کال د مراسمو لمانځنې په خاطر مختلفو ځایونو ته د تلونکو شمیر یو څه ډېر دی.

ډي.پي.ای: ش.ن/ ن.ص

د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل