د روسې د بهرنيو چارو وزير، سرګي لاوروف په روسیه کې د دوشنبې په ورځ د (جنوري ۱۸) په يو مطبوعاتي کنفرانس کې د اسرائيلو د نقش او په سوریه کی د ايران سره د متحدو ځواکونو پر سنګرونو د اسرائيلو د هوايي بريدونو په تړاو خپل دريځ څرګند کړ. د اسپوتينک وېبپاڼي د رپوټ په حواله لاوروف د اسرائيلو له دولت څخه غوښتي دي چې د امنیتی ګواښونو سره د عملي مقابلې تر مخه دې له روسيې سره دغه ګواښونه شريک کړي.
لاوروف په سوريه کي د اسرائيلو د کړنو په اړه وويل:«درنو اسرائيلي همکارانو،هرکله چې تاسې د دغه موضوع په هکله کوم دلايل لرئ، چې د سوريې له خاورې ستاسي هيواد ته ګواښ پيښ شوی، نو همدومره چې ډير ژر هغه له موږ سره شريکه کړئ. موږ به د دغه ګواښونو له منځه وړلو له پاره ټول اړين اقدامات ترسره کړو.«
د لاوروف اشاره په سوريه کي د ایران له خوا حمايت کېدونکو ځواکونو پر سنګرونو د اسرائيلو وروستيو بریدونو ته ده. د بيلګې په توګه، د اسرائيلو هوايي ځواکونو په تيره اونۍ کې د (جنورې په ۱۲) سه شنبې په ورځ په ابو کمال او دیرالزور کې د ايران سره متحدو ځواکونو پر سنګرونو بريدونه کړي وو.
په همدې تړاو د (جروزالم پس) ورځپاڼې په خپل رپوټ کي ليکلي چې اسرائيلي ځواکونه په سوريه کي د نظامي اقداماتو په لړ کې له هر بريد څخه تر مخه د روسي مقاماتو سره معلومات شريکوي.
لاوروف په خپله مطبوعاتي مرکه کې ټينګار کړې دی، چې روسيه نه غواړي د سوريې له خاورې څخه د اسرائيلو پر ضد نظامي اقداماتو کې ګټه پورته شي. د روسيې بهرنیو چارو وزير په ورته وخت کي ټينګار کړی دی چي دغه هيواد د دې خلاف دی چې سوريه د دوو هيوادونو، ايران او اسرائيلو د جګړې ډګر شي.
ف.د./ح.ح./ا.ا.
پر ورته موضوع زموږ له آرشيف څخه يو انځوريز راپور:
په فارس خلیج کي د ایران د توغنديو د نوې اډې انځورونه
د ایران د سپاه پاسداران انقلاب عمومي قومندان ددغه هیواد د سمندري ځواک د قومندان په ملګرتیا د فارس خلیج په سواحلو کي د ایران د توغنديو نوي اډې ته ورغلي. هغوی دغه تأسیسات او توغندي ستراتیژیکي وسلې وبللې.
انځور: YJC
د جنورۍ پر ۸مه د ایران د سپاه پاسداران انقلاب عمومي قومندان، حسین سلامي ددغه هیواد د سمندري ځواکونو د قومندان، علیزضا تنګسیري په ملګرتیا د فارس خلیج په سواحلو کي د دغه هيواد د توغنديو د نوي اډې ليدنه وکړه.
انځور: YJC
حسین سلامي په خپلو خبرو کي وویل: «هغه څه چي په دغه کلکسیون کي وینی، د سپاه د سمندري ځواک د ستراتیژیکي توغنديو د څو ساتل سوو تاسیساتو له جملې څخه يو دی چي په هغه کي موږ د توغنديو او دافع هوا یوه مجموعه وینو.
انځور: YJC
د سپاه قومندان وویل: «ددغي مجموعې اوږدوالی کیلومترو ته رسیږي او ددغي مجموعې اکثره وسلې د سپا په سمندري ځواک کي هم موجودي دي.
انځور: YJC
د هغه په خبره «دغه توغندي په سونو کیلومتره واټن وهي، ډیر دقیق او تخریبونکي دي او کولای سي د دښمن له جنګي الکترونیکي تجهیزاتو څخه تیر سي».
انځور: YJC
حسین سلامي د سپاه د سمندري ځواک دغه توغندي «ډیر پيشرفته» وبلله او زياته یې کړه چي دغه توغندي له ساحل څخه سمندر، له مځکي څخه مځکي، له هوا څخه اوبو او د اوبو څخه هوا ته د جهان د بهترینو راکټانو د جملي څخه دي.
انځور: YJC
فارس خلیج په تیرو څلورو لسیزو کي د ایران او امریکا او دهغه د منطقه وي متحدینو ترمنځ د تشنج شاهد وو.
انځور: YJC
د دواړو خواوو ترمنځ د قدرت ښکاره کول په دې وروستيو کي زور اخيستی دی. په تیرو ورځو کي د قاسم سلماني د وژل کیدو له تلین سره سم د فارس پر خلیج باندي د امریکا متحده ایالاتو لخوا B52 ډوله جنګي الوتکو پروازونه وکړل او د جورجيا په نوم جنګي اوبتل یې فارس خليج ته ولېږه.
د تشنج د ډیریدو په منځ کي ایران اعلان وکړ چي ډیر ژر به د یورانیمو ۲۰ فیصده غني کیدل شروع کړي او په فارس خلیج کي یې د نوو توغنديو او بې پیلوټه الوتکو څخه پرده پورته کړه.
انځور: YJC
د ایران روحاني رهبر، علي خامنه اي هم د جمعې د ورځي په خبرو کي د توغنديو پر سیاست باندي ټینګار وکړ او ویې ویل: «نن ورځ د ایران دفاعي قدرت داسي دی چي زموږ دښمنان مجبوره دي زموږ پر توانايي باندي حساب وکړي.»