1. محتوا ته تګ
  2. اصلي مینو ته تګ
  3. د دویچه ویله نورو پاڼو ته تګ

د لبنان مرکز بیروت یوه سخت هوایی برید ولړزاوه

زمزمه نیازۍ │ له آژانسونو
۱۴۰۳ آذر ۳, شنبه

د شنبې په ورځ د لبنان د پلازمېنې پر مرکز سخته هوايي حمله وشوه. د دغه هیواد د روغتیا وزارت ویلي دي چې په دغه برید کې لږ تر لږه ۱۱ تنه وژل شوي او ۶۳ تنه نور ټپیان شوي دي.

 تر برید وروسته یوه ژوره کنده جوړه شوې ده.
دا په یوه اوونۍ کې څلورم ځل دی چې د بیروت مرکز د اسرائیلو په هوايي بریدونو کې په نخښه کېږي.انځور: Bilal Hussein/AP/picture alliance

د لبناني رسنیو د راپورونو له مخې د اسرائیلو په یوه هوايي برید کې د لبنان د پلازمېنې بیروت په مرکز کې یوه اته پوړیزه ودانۍ ویجاړه شوې ده. د دغو رسنیو په وینا، په دغه برید کې اسرائیلو «سنګر ماتونکي» بمونه کارولي، چې تر برید وروسته یوه ژوره کنده جوړه شوې ده.

له برید څو ساعته وروسته په ښار کې د چاودیدونکو توکو قوي بوی خپور شوی. د ژغورنې ډلې هڅه کوي چې د کنډوالو په منځ کې د دې برید ژوندي پاتې کسان ومومي.

دا په یوه اوونۍ کې څلورم ځل دی چې د بیروت مرکز د اسرائیلو  په هوايي بریدونو کې په نخښه کېږي.عیني شاهدانو ویلي، چې نن سهار په ځايي وخت شاوخوا څلور بجې د چاودنې غږ اورېدل شوی دی.

غزه: هره ورځ له نوي سره د ژوندي پاتيدو مبارزه

03:13

This browser does not support the video element.

د امنیتي سرچینو په وینا لږ تر لږه څلور بمونه غورځول شوي دي. د لبنان ټلویزیون د لږ تر لږه یوې بشپړې ویجاړې شوې ودانۍ او څو زیان لیدونکو ودانیو انځورونه خپاره کړي دي.د سپټمبر په میاشت کې اسرائیلو په لبنان کې د ایران په ملاتړ د حزب الله پر ضد پراخ عملیات پیل کړل. دغه وسله واله ډله په غزه کې له حماس سره ملګرې ده.

اسراییل له څه باندې یوه کال راهیسې د فلسطیني سازمان حماس پر ضد جګړه کوي، وروسته له هغه چې حماس د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر پر اوومه د اسرائیلو پر جنوبي سیمو برید وکړ او سلګونه کسان یې یرغمل کړل. په غزه کې د جګړې له پیلیدو سمدستي وروسته د اسرائیلو او لبنان ترمنځ پر پوله شخړې زیاتې شوې.د لبنان حزب الله او حماس ډلې د یو شمیر هیوادونو لخوا د تروریستي سازمانونو په توګه درجه بندي شوي.

آیا له اسرائیل سره د ممکنه جګړې په صورت کې به روسیه د ایران ملاتړ وکړي؟

02:35

This browser does not support the video element.

زمزمه نیازۍ د سیاسي خپرونو چلونکې، خبریاله چې تر ډیره مې تمرکز د ښځو،بشري حقونو کډوالۍ برخه کې ده.
د د دویچه ویله د ورځي موضوع له برخې تیريدل

د دویچه ویله د ورځي موضوع

د د دویچه ویله نور مطالب له برخې تیريدل

د دویچه ویله نور مطالب