د اوسيدانې سيمې او عامه ځايونه، کوڅې او جادې او امنيتي ديوالونه، دا هر څه د کيندنې په دې ځای کې موندل شوي دي. همدا راز يو غير عادي معبد او د حيواناتو سوځيدلي هډوکي چې ښايي قرباني شوي وي، د مجسمو ټوټې، لوښي، اوزار او نور توکي موندل شوي دي.
په دغه ښار کې د حيواناتو کوچنۍ نمونې هم موندل شوي دیانځور: picture-alliance/newscom/D. Hill
لرغونپوهانو ويلي چې د ښار اوسيدنکو ښايي د کرهڼې او د نورو سيمو او سلطنتونو سره له تجارته ژوند کاوه.
د برونز د دورې په دې زاړه ښار کې داسې آثار هم موندل شوي چې آن ۷۰۰۰ کاله زاړه دي.
د څېړونکو په حواله د ۵۰۰۰ کلن ښار توکي ښاري پلان ته اشاره کوي. هغوی زياتوي چې د يوه دومره ستر ښار جوړيدل پرته له يوه «مخکښ او اداري ميکانيزمه» امکان نه لري.
زياته شوې چې دا موندنه به په دې اړه د نويو معلوماتو په ترلاسه کولو کې مرسته وکړي چې د شام په جنوبي سيمو يعني د اسرائيلو او فلسطنيانو په نننۍ سيمه او همدا راز د اردن او سوریې په ځينو برخو کې ښاري ژوند کله پېل شوی وو.
BS/NZ (KNA, AP)
زموږ له آرشيف څخه:
په ترکیه کې د عثماني خلافت د وخت لرغونی بازار
په استانبول کې د ګرینډ تاریخي بازار د نړۍ یو له لرغونو بازارونو څخه شمیرل کیږي. په ۱۴۵۵م کال کې د عثماني سلطنت پر مهال د دې بازار د بنسټ ډبره ایښودل شوې وه. دا بازار۶۱ کوڅې او بې شماره دوکانونه لري.
انځور: DW/S. Raheem
۶۱ کوڅې او ۳۰۰۰ دوکانونه
د دې لرغوني بازار چې تر۳۰۰۰ ډیر دوکانونه یا هټۍ لري یوه ځانګړتيا په دې کې ده چې تر یوه چت لاندې د خریدارۍ نږدې هر ډول توکي پکې موندل کیږي.
انځور: DW/S. Raheem
د سلونو کلونو پخوانی کاروبار
په دې ځای کې له پيړیو راهیسې موجود د جامو، په کور کې د کاریدونکو لوښو، غالیو، ساعتونو، موسیقۍ وسایلو او نور توکو د خریدارۍ او ترميم دوکانونه، د دې بازار پر لرغونتوب دلالت کوي.
انځور: DW/S. Raheem
د زلزلې تاوان
په شپاړلسمه پيړۍ کې رامنځته شوې زلزلې دې بازار ته ډیر زیان رسولی دی، خو د چارو تنظيمونکو تر ډیره دا بازار په خپل پخواني حالت ساتلی دی.
انځور: DW/S. Raheem
هره ورځ ۳۰۰ زره مشتریان
د اټکلونو له مخې هره ورځ له ۲۵۰ څخه تر ۳۰۰ زرو پورې پيرودونکي دې بازار ته مخه کوي. په دوی کې پر سیمه ایزو خلکو سربیره ډیر سیلانیان هم وي.
انځور: DW/S. Raheem
څراغونه
په دې بازار کې د لاسي کار په وسیله جوړ شوي مختلف ډوله ګروپونه او څراغونه، د پيرونکو پام ځانته را اړوي.
انځور: DW/S. Raheem
ترکی سوغات یا تحفه
دې بازار ته اکثره خلک د سوغاتونو یا تحفو رانيولو له پاره ورځي. دلته مختلف ډوله وچې مېوې، میټایانې او مثالې موجود وي.
انځور: DW/S. Raheem
د اوبو نلونه
په دې بازار کې د نورو سهولتونو ترڅنګ د څښاک اوبو تاریخي نلونه دي چې نن هم دې بازار ته راتلونکي خلک ترې د خپلې تندي ماتولو له پاره کاروي.
انځور: DW/S. Raheem
۲۱ دروازې
بازار ته د ننوتلو او وتلو له پاره ۲۱ دروازې موجود دي چې هره دروازه بیا ځانته خپل نوم لري.
انځور: DW/S. Raheem
د ښځو لاسي دسکولونه
په بازار کې د ښځو لاسي دسکولونه او بکسونه چې د اصلي یا مصنوعي چرم څخه جوړ شوي دي موجود دي. د دې ترڅنګ په مختلفو ډیزاینونو کې د لاس په وسیله ګنډل شوي دسکولونه هم په دې مارکیټ کې ښه بازار لري.
انځور: DW/S. Raheem
د سرو زرو ګاڼۍ
د سرو زرو او قیمتي ډبرو مختلف زیورات او ګاڼې د ګرینډ بازار په ډيرو دوکانونو کې موجود دي.
انځور: DW/S. Raheem
خوش اخلاقه دوکانداران
د دې بازار یو بل ښه والی په دې کې دی چې دوکانداران یا هټیوال یي له رانيوونکو یا مشتریانو سره په مختلفو ژبو خبرې کوي. دوکانداران په ورين تندي له خپلو مشتریانو سره په انګليسي، عربي، آلماني، او اردو ژبو خبرې کوي.
انځور: DW/S. Raheem
ګرم شالونه
د سیمه ایزو کارګرانو له خوا جوړ شوي ګرم شالونه هم د خریدارانو پام ځانته را اړوي.