لسونو زرو افغانانو آلمان ته د راتلو غوښتنلیکونه وړاندې کړي
۱۴۰۱ آبان ۱۶, دوشنبهد مرستندویه سازمان «Mission Lifeline» څخه اکسل شتایر د دوشنبې په ورځ د (۲۰۲۲م کال د نومبر ۷مه) د فونکه میډیا ګروپ رسنیو ته په دې اړه ویلي: «موږ هره دقیقه بریښنالیکونه ترلاسه کوو.»
د دغه راپور له مخې، د اکتوبر مياشتې تر پای پورې، د افغانانو لپاره د آلمان د منلو پروګرام برخې ته ۱۷ زره غوښتنلیکونه رسیدلي دي.
د «Kabul Luftbrücke» مرسیندویه سازمان راپور ورکړی چې دوی د خواله رسنیو او د کارکوونکو شخصي ایمیلونو له لارې ۱۵ زره غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي .
د دغه راپور له مخې د «بې پولې خبریالانو» سازمان ۱۲زره نومونه او څه باندې ۴۰۰۰ د مرستې غوښتنې ثبت کړي دي.
دغه راپور کې ویل شوي چې د خبریالانو دغه بنسټ له خطر سره د مخ رسنیو کارکونو لپاره خپل انلاین فورم «یو ځل بیا موقتي افلاین» کړی دی.
د فونکه میډيا ګروپ د آلمان د بهرنیو چارو وزارت له قوله لیکي چې د آلمان فدرال حکومت هم «له وړاندې له لسو زرو ډیر غوښتنلیکونه ترلاسه کړي دي.»
«تر ټولو زیات افغانانو په اروپا کې د پناه غوښتنه کړې»
د آلمان حکومت د افغانانو لپاره د منلو نوی پروګرام د اکتوبر میاشتې په نیمایي کې پیل کړ چې له مخې به یې هره میاشت ۱۰۰۰ افغانان په ځانګړې توګه له خطر سره مخامخ کسان، آلمان ته راولي.
په دې اړه د آلمان د کورنیو چارو وزیرې نانسي فیزر او د بهرنیو چارو وزیرې انالېنا بېربوک هوکړه کړې وه .
د آلمان د کورنیو او بهرنيو چارو وزارتونو د افغانانو پر منلو توافق کړی
د دې پروګرام موخه د رسنیو د کارکونکو او د بشري حقونو د فعالانو ، همدارنګه د قضا، پولیسو یا سیاست په برخه کې د پخوانیو کارکوونکو ساتنه ده، چې د طالبانو له بیا واک ته رسیدو راهیسې له خطر سره مخامخ دي.
خو په افغانستان کې له خطر سره مخامخ کسان د دې پروګرام په چوکاټ کې انفرادي غوښتنه نشی کولی او باید د مرستندویه سازمانونو لکه «بې پولې خبریالانو» او«Kabul Luftbrücke» له خوا چې «د نوم لیکنې لپاره با صلاحیته ادرسونه دي»ورپیژندل شي .
په آلمان کې د افغانانو له خوا پناه غوښتنې خورا ډېرې شوې دي
لکه څنګه چې د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي، له افغانستان څخه خلکو د غوښتنلیکونو فشار «ډیر لوړ دی او په دې کې ښایی ډیر خلک جعلي اسناد چمتو یا وړاندې کړي.»
د آلمان د بهرنیو چارو وزارت ویلي همدا یو لامل دی چې د آلمان حکومت د خپل پروګرام لپاره «غواړي افغانستان کې د مدني ټولنو له تخصصي معلوماتو او یا د هغو کسانو په اړه دقیق معلومات راټول کړي چې دوی یې آلمان ته راولي.»