د یوناني چارواکو په حواله دا پناه غوښتونکی په هغه کوچني ټاپو کی موندل سوي چې په یونان پوري اړه لري. وروسته بیا هغوی امن ځایونو ته انتقال سوي دي. د یونان حکومت له ګاونډیو هیوادونو غوښتي چې له نورو غیرقانوني مهاجرتونو څخه مخنیوی وکړي.
آلمان: کمپ کې د اورلګېدنې له کبله يو مهاجر مړ او ۸ ټپيان شوي
د رسنیو د رپوټونو له مخې د نوموړي رود د ترکیې په خوا کې په سلونو انسانان د داسي فرصت انتظار باسي چې اروپایی ټولنی ته راداخل سي. یونان د پنجشنبه په ورځ هم ۱۳۸ پناه غوښتونکي ومنل چې د سيند په یوه کوچني ټاپو کې بند پاته ول. د یوناني سرحدي ساتونکو په حواله، ترکي چارواکو دغو کسانو ته د تګ زمینه برابره کړې ده.
په آلمان کي د بې سرپرسته مهاجر ځوانانو شمېر زيات سوی
د یونان حکومت غواړي د مهاجرتونو له امله ددغه هیواد شمال ختیځ سرحد تقریباً په بشپړ توګه وتړي. په اوس وخت کې د ايوروس سيند په اوږدو کی ۳۵ کیلومتره سرحدي دیوال ۸۰ کیلومتره ته اوږد کړای سوی دی. سرحدي ساتونکو تیرکال د خپلو معلوماتو له مخې د نوموړي رود له لاري د ۲۵۰ زره غیرقانوني پناه غوښتونکو مخه نیولې ده. ډیری دغه پناه غوښتونکي له کړکیچڼو هیوادونو لکه افغانستان ، سوریې او پاکستان څخه راغلي ول.
GP/BS/AG
په بلجیم کې لسګونه افغانانو د کډوالۍ اسنادو لپاره لاریون کړی
د بلجیم په مرکز بروکسل کې لسګونه افغانانو د کډوالۍ اسنادو د نه ورکولو له امله لاریون وکړ. لاریون کوونکي وایي، چې د بلجیم دولت ډېر شمېر نویو راغلو افغان کډوالو ته د قبولۍ رد ځواب ورکړی. انځور: Alam Khan Khogyaniwal د افغان کډوالو د قبولۍ ردیدل د بلجیم په مرکز بروکسل کې لسګونه افغانانو د کډوالۍ اسنادو د نه ورکولو له امله لاریون وکړ. لاریون کوونکي وایي، چې د بلجیم دولت ډېر شمېر نویو راغلو افغان کډوالو ته د قبولۍ رد ځواب ورکړی.
انځور: Alam Khan Khogyaniwal د لاریون یوه تنظیم کوونکي علم خان خوږیاڼیوال دویچه ویله ته وویل، چې له دې لاریون څخه یې هدف دا دی، چې د بلجیم دولت د رد شویو افغان کډوالو په دوسیه بیا له سره غور وکړي.
انځور: Alam Khan Khogyaniwal د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو سره سم د چلند غوښتنه نوموړی غوښتنه کوي، چې له دوی سره دې د کډوالۍ نړیوالو قوانینو سره سم چلند وشي.
خوږیاڼیوال وویل: «موږ د کډوالو چارو له ځانګړو محاکمو نه وغوښتل، چې د افغانانو ستونزو ته په پام او د کډوالۍ د نړیوالو قوانینو په رڼا کې د دوی په دوسیو له سره کتنه وکړي.»
انځور: Alam Khan Khogyaniwal «د بلجيم دولت بايد راته پاملرنه وکړي» د لاریون ګډوال وایي، چې په دغه هېواد کې افغانان کډوال له یو شمېر لومړنیو حقونو هم بې برخې دي، چې د بلجیم دولت باید ورته پاملرنه وکړي.
انځور: Alam Khan Khogyaniwal لاريون کوونکو اعلاميه هم خپره کړه د لاریون د خپرې شوې اعلامیې په یوه برخه کې د غوښتنو په صفت راغلي: «د بند کمپ لرې کول، دیپورته نه کول، د بې اسنادو مهاجرو او پناه غوښتونکو مجرم انګارۍ )سخت چلند( ختمول، اساسي حقونو ته درناوی، د ماشومانو حقونو ته درناوی او عملي کول.»
انځور: Alam Khan Khogyaniwal اریون کوونکو ویل، چې اوسمهال ډېر شمېر افغانان بې برخلیکه ژوند کوي او د بلجیم له دولت څخه یې غوښتنه وکړه، چې د پناه غوښتنې دفترونه دې د افغان کډوالو له دوسیو سره سم او عادلانه چلند وکړي.
انځور: Alam Khan Khogyaniwal تېر کال اروپا کې د ډېرو کډوالو منل کیدل په ۲۰۲۲ کال کې د اروپايي ټولنې په غړو هېوادونو کې تر ۳۸۴ زرو ډېر پناه غوښتونکي منل شوي او یا یې خوندیتوب ترلاسه کړی دی، چې دا د تېر کال په پرتله ۴۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
انځور: Alam Khan Khogyaniwal