لغمان کې ترافیکې پیښه: شپږ کسان مړه او درې نور ټپیان دي
۱۴۰۴ آبان ۲۵, یکشنبه
يونس يوسفزی، د لغمان د طالبانو د امنيې قوماندانۍ وياند، په يو خبرپاڼه کې ويلي چې دا پېښه د تېرې شپې ناوخته د قرغهیي ولسوالۍ په اړوندو سيمو کې رامنځته شوې ده. د هغه په وینا، يو کرولا موټر لومړی له پل سره ټکر کړی، وروسته ښکته لوېدلی او بیا یې اور اخیستی.
د لغمان د طالبانو چارواکو د دې پېښې لامل د موټر د چلوونکي بېاحتیاطي بللې ده.
افغانستان په ځلونو د مرګونو ترافيکي پېښو شاهد دی. سږ کال څو خونړۍ ټرافیکي پېښې شوې چې لسګونه کسان یې مړه او ټپیان کړي دي.
نږدې څلور مياشتې مخکې د هرات ولایت په يوه سختې ترافيکي پېښه کې شاوخوا ۸۰ کسان وژل شوي وو.
دغه پېښه هغه مهال رامنځته شوې وه چې د ايران نه راستانه کېدونکو کډوالو يو مسافري بس له تېلو وړونکي موټر او يو موټرسایکل سره ټکر کړی و.
د سړکونو خرابوالی، د چلوونکو بېاحتیاطي، په لویو لارو د چټک چلولو کلتور، د ترافيکي مقرراتو نشتوالی او يا نه مراعاتول، او د ځينو چلوونکو د نشه يي موادو کارول د افغانستان د ډېرو ترافيکي پېښو اساسي لاملونه بلل کېږي.