که څه هم د افغانستان په څېر د نړۍ د ځینو علاقو اوسېدونکي د اوړي ګرمې هوا سره عادت دي، خو کله چې هوا ډېره زیاته ګرمه شي خلک له روغتيايي ستونزو سره مخ کيږي. په داسې شدیده ګرمۍ کې که انسان د اوږدې مودې یا څو ساعتونو له پاره په لمر کې پاته شي، د لمر وهنې سره مخ کېږي. هغه افراد چې د لمر تر تېزو وړانګو لاندې په شدیده ګرمۍ کې کار کوي، د ګرمۍ سکتې له خطر سره مخ کېدای شي.
لمر وهل څه ته وايي؟
د لمر تیزو وړانکو یا د شدیدې ګرمې څپې په مقابل کې اوسېدلو سره د بدن له حده زیات ګرمېږي چې ورته لمر وهل وايي.
لمر وهل، ګرمۍ پورې تړلې ناروغي ده خو د ګرمۍ سکتې په اندازه شدیده او خطرناکه نه ده، خو که پر وړاندې ېې لازم اقدامات ونه نیول شي، کېدای شي ډېر جدي واقع شي.
د لمر وهلې ناروغۍ تر ټولو لومړۍ نخښه سردردي ده. په داسې حالت کې بدن ګرم او مخ سور کیږي، انسان خوله کوي او حرکات یې سست کیږي. له دې نه علاوه، څوک چې لمر وهلی وی، د ستړیا او زړه بدوالي احساس ورته پیدا کیږی چې کېدای شي استفراغ یا ګرځون وکړي. د ضعف او ستړیا احساس ېې بله نخښه ده.
خو یو غیرمعمول حالت دا هم دی چې د ځینو افرادو د بدن جلد له لمر وهلو سره نه ګرميږي، بلکې بر خلاف سړيږي.
په دې سیمه کې د اوبو موندل هره ورځ سختیږي. بزګران اړ دي چې د ورځې څو واره پلي یا د کچرو په واسطه د خپلې کورنۍ او مالونو د اړتیا وړ اوبه چمتو کړي، ځینې خلک اړ دي چې تر سوځېدونکي لمر لاندې تر ۲۰ کیلومترو لار ووهي چې د اوبو سرچینې ته ورسیږي.
انځور: John Wessels/AFP
د اوبو د نلونو پرځای د کندو کېندل
په نوامبر کې د اورښتونو د موسم تر پای ته رسېدو وروسته جهیلونه او طبعي سیندونه وچیږي. لرو پرتو سیمو کې طبعي سیندونو ته څېرمه د اوبو لپاره د کندو کېندل د اوبو د زیرمه کولو یواځینی لار ده. د دوبي موسم کې پاکې اوبه په ندرت سره موندل کیږي.
انځور: John Wessels/AFP
کیفیت اړین نه دی، خو چې یواځې اوبه وي
د فولاني ډیری خلک له څاګانو پرته د اوبو لپاره بله چاره نه لري، توپير نه کوي چې دا اوبه په کومه اندازه ککړې دي. «د لوی شنه دېوال پروژه» چې ټاکل شوې په سنګال کې د ساحل سیمې له هېوادونو د پراخو ونو په کېنولو سره له بیاباني کېدو څخه ساتنه وکړي، خو تراوسه یې په ماتام سیمه کې هیڅ مثبت اغیز نه دی کړی.
انځور: John Wessels/AFP
انځورونه1 | 8
لمر وهلي افراد ډېر استراحت ته اړتیا لري تر څو ېې د علایمو نخښې نښانې کمې شي.
مهمه ده چې پوه شو چې د لمر وهلو جدي موارد، کېدای شي انسان له شدید استفراغ، سرګرځېدو او حتی بیهوښۍ سره مخ کړي. که داسې حالت سره مخ کیږو، باید ډاکټر ته مراجعه وشي، ځکه دا کېدای شي د ګرمۍ د سکتې نخښې هم وي.
د لمر وهنې سکته څه ده؟
د لمر وهنې یا ګرمۍ سکته، د لمر وهلو تر ټولو خطرناکه بڼه ده. دا کېدای شي په داسې یو حالت کې رامنځ ته شي چې انسان په ډېره ګرمه هوا کې فزيکي فعالیت ولري او یا ېې د لمر وهلو درملنه په سمه توګه نه وي شوي. دا ډول له حده ډېره ګرمي د ټول بدن ګرمېدل له ځانه سره لرلی شي.
د لمر وهنې سکته، حیاتي خطر لري. علایم ېې په هوښ کې ګډوډي، سردردي، سرګرځېدل او ډېرخوب او مړاويتوب وي. همدا ډول کیدای شي په انسان کې تشنج، استفراغ، اسهال او د وینې د فشار ټيټيدل هم رامنځ ته شي. د لمر وهنې سکته د یو او شپږ ساعتونو ترمنځ زماني فاصله کې پېښیږي. که درملنه ېې په سمه توګه ونشي ممکن په ۲۴ ساعتونو کې د مړینې سبب واقع شي.
په زړو افرادو، مزمنو ناروغانو او ماشومانو کې معمولا لوړه درجه ګرمي او د مایعاتو او د الکترولیتونو د کمښت یو ترکیب، د لمر وهنې سکتې سبب واقع کیږي. د پاخه عمر هغه صحتمند افراد هم ممکن د لمر وهنې له سکتې سره مخ شي کوم چې په ګرمه او لمریزه هوا کې جسمی فعالیتونه کوي، لکه په آزاده فضا کې کار کول.
د لمروهنې سکتې په پایله کې د بدن هغه سیستم چې د حرارت درجې موازنه ساتي له کاره لویږي چې د دغه حالت یوه بېلګه د خولې تولید درېدل دی، یعنې بدن نوره خوله نه کوي. خوله کول د بدن ګرمي سړوي، که چېرته متوقفه شي د بدن د حرارت درجه بېرته مخ په لوړېدو کیږی.
اعلان
که د لمروهنې سکتې سره مخ کېږو څه وکړو؟
د لمروهنې یا د ګرمۍ سکتې له لومړنیو نخښو نښانو سره سم باید سملاسي د روغتیايي خدماتو عاجلې برخې سره تماس ونیسو او یا ورشو. که د دغه حالت نخښې په چا کې لیدل کیږي، باید د لمر له مستقيمو وړانګو او ګرمې فضا ځان لرې او یو یخ او سیوري ځای ته ولاړ شي. بدن باید ډېر ژر پر یخو اوبو یا لمدو کالیو سوړ شي او اغیزمن کس باید فورا مایعات واخلي. اضافي کالي چې د بدن په لا ګرمېدو کې مرسته کوي باید ورڅخه وښکل شي.
که چېرته شخص بې هوشه شوی وي، خو عادي تنفس کوي، د عاجلو روغتیايي خدماتو تر لاسرسي پوري باید په ثابت افقي حالت کې ونیول شي. په عین حال کې د شخص له هوښیاري او تنفسي حالت څخه په پر له پسې توګه باخبري وشي. که چېرته شخص په داسې حالت کې عادي تنفس ونه لري، باید د نجات له پاره ېې د لومړنیو مرستو اقدامات پیل شي.
څنګه کولی شو له دې ډول حالتونو سره له مخ کېدو ډډه وکړو؟
کله چې د حرارت درجه له حده ډېره لوړه وي، زموږ د بدن د حرارت د تعادل سیستم وړتیا په چټکۍ خپل حد اکثر ته رسیږي. له دې علاوه، زاړه افراد ډېرې لږ اوبه څښکي. د دې په نتیجه کې بدن په کافي اندازه خوله نه کوي، چې د بدن بېرته سړېدل سختیږي.
په اکثرو مواردو کې تر ټولو ښه او ډاډمنه چاره دا ده چې لمر وهلي او د لمر وهلې له سکتې سره مخ شوو افرادو له پاره له دغو لارو چارو ډډه وکړو: هغوی باید د ډېر وخت له پاره تر لمر لاندې او ګرمو ځایونو کې پرې نښودل شي، په ځانګړې توګه غرمه مهال. سر ېې باید له لمر او ګرمۍ څخه وساتل شي د بېلګې په توګه په روښانه رنګ خولۍ ورپه سر شي او په کافي اندازه مایعات وڅښکي. د پاخه عمر یو شخص، د نور وخت په پرتله په ډېرو ګرمو ورځو کې لږ تر لږه نیم لېتر زیاتو اوبو ته اړتیا لري.
که هغه لاپلند، شمالي امریکا، هند او یا هم مکسیکو دي، اوس لا په دې دوبي کي په بیلابیلو سیمو کي د تودوخي درجه په غیرمعمولي ډول لوړه ده. حتی په هغو ځایونو کي هم چي اوس هلته ژمی دی.
انځور: DW/Valerie Stocker
د کاناډا په لیتون کي اورلګیدنه او سخته ګرمي
په روان دوبي کي په لیتون کي تودوخه تقریباً ۵۰ درجې اندازه سوې. دا د کاناډا په لویدیځ کي پرته دې نسبتاً سړې سیمي له پاره سخته ګرمي. له همدې امله دا کلی چي ۲۵۰ تنه نفوس لري په بشپړ توګه وسوځیدی. په شمالي امریکا کي هم اقلیم مخ په تودیدو دی. دا ځکه چي د مځکي د ګرمۍ له امله بادونه کرار سوي او دغه ډول ګرمي څو اونۍ دوام کوي.
انځور: BC Wildfire Service/AFP
د فنلند کیفو سيمه؛ په شمالي اروپا کي سخته تودوخه
د فنلند په لاپلند کي له ۱۹۱۴ م کال راهیسي هوا دومره نه وه ګرمه سوې، لکه د سږکال په جولای کي چي وه. د فنلنډ په شمال کي د هوا تودوخه ۳۳،۶ ګراد اندازه سوې او همدارنګه ددغه سکندیناوي هیواد په ځینو نورو سیمو کي هم تر پخوا ۱۰ تر ۱۵ درجې پوري هوا ګرمه سوې ده. هواپیژندونکي د اروپا په شمال کي د هوا دومره ډیر ګرمیدل په شمالي امریکا کي د ګرمۍ سره په تړاو کي ویني.
انځور: Otto Ponto/Lehtikuva/AFP/Getty Images
هند: د سختي ګرمۍ له امله مړينې
همدارنګه په هند کي هم سږکال ډیره ګرمي ده. په پلازمینه نوي ډيلي کي د جولای په سر کي د هوا درجه ۴۳،۱ ته ورسیده چي له نهو کلنو څخه یې ساری نه درلود. په هند کي مون سون يا موسمي بارانونه هم يو اوونۍ وورسته پېل شول. په دغه هیواد کي له ۲۰۱۰ کال راهیسي لږ تر لږه ۶ زره ۵۰۰ انسانان د سختي ګرمۍ له امله مړه سوي.
انځور: Adnan Abidi/REUTERS
نیژنیايا پیشا، روسیه : د پرمافراست د له منځه تلو له کبله د میتان ګاز افراز
همدارنګه سایبریا هم په ۲۰۲۱ کال کي سختي ګرمۍ اغیزمنه کړه. هلته د می په میاشت کي لا د هوا درجه له ۳۰ څخه پورته وه. په دې ډول په سایبریا کي د ځینو اروپایی سیمو په پرتله ډیره ګرمي وه. سخته ګرمي او وچکالي ددې سبب سوه چي د روسیې په شمال کي سختي اورلګیدني رامنځته سي. سخته ګرمي او وچکالي د پرمافروست د ویلي کيدو باعث کیږي او دا بيا هوا ته میتان ګاز د افرازيدو باعث ګرځي.
انځور: Thomas Opel
په نوی زېلاند کي تر ټولو ګرم ژمی
د جنوبي کُرکې د نوي زېلاند په هاستینګ کي چيرې چې اوس په اصل کي ژمی دی، د هوا درجه ۲۲ سانتي ګراد اندازه سوې. په دې ډول په دغه هېواد کي د ۲۰۲۱ کال د جون میاشت له ۱۱۰ کلونو راهیسي تو ټولو توده میاشت وه. په دغه هیواد کي په اوسط ډول د هوا حرارت دوې درجې پورته سوی. تود ژمی زراعت ته تاوان رسوي او د سکي وهلو په ځایونو کي واوره کمیږي.
انځور: kavram/Zoonar/picture alliance
په مکسیکو کي سخته وچکالي
د ۵۱،۴ درجو تودوخه آن د مکسيکو له پاره چېرې چې ډېره ګرمي، ډيره زياته ده. دا په جون مياشت کې اندازه شوې تر ټولو ډېره تودوخه ده. اوسمهال دغه هېواد له داسې سختې وچکالۍ سره لاس او ګريوان دی چې له ديرشو کلونو راهیسې ساري نه لري. په تېره بيا د دغه هېواد باجا کليفورنيا سيمه، چېرې کولورادو سيند قسماً وچ شوی دی، سخته اغیزمنه شوې. همدارنګه په مکسیکو سیتي هم د اوبو سطحه مخ په کمیدو ده.
انځور: Fernando Llano/AP/dpa/picture alliance
شمالي افریقا: په لیبیا کي سخته صحرایی ګرمي
همدارنګه د شمالي افریقا په عربي نیمه ټاپو کي هم سږکال ډیره ګرمي وه. په صحرا کي د جون په میاشت کي د تودوخي درجه له ۵۰ سانتې ګرادو څخه پورته وه. د هوا پیژندونکو په حواله، د لیبیا په لویدیځ کي د جون په پای کي هوا تر پخوا لس درجې ګرمه اندازه سوې. په پلازمینه طرابلس کې بیا ۴۳ درجې وه.