پروتستانتي دیني عالم، کریستوف اوربان، چي د خپلي ډاکترۍ کار یې تازه پای ته رسولی دی، نن دوشنبه (د اکتوبر اوومه) په بون کي د کاتولیکي خبري آژانس(KNA ) سره په مرکه کي وویل، چي پردې سربیره عیسوي افراطیت له اسلامي افراطیت څخه تفاوت لري.
د اوربان په خبره د عیسوي افراطیانو له پاره، چي اصلاً د امريکا متحده ايالاتو څخه نشأت کوي، د سقط جنین او پورنوگرافي یا لوڅو عکسونو ممانعت، د وسلو د انتقال او درلودلو اجازه، توسعه جویانه خارجي سیاست او فامیلي ارزښتونه مهم دي.
انځور: DW/Alemnew Mekonnen خو بیا یې په خبره اسلامي افراطیت تر ډیره حده پوري انقلابي خصلت لري: هغوی د جامعې د کامل تغیرولو او اسلامي مقرراتو یا شریعت د پیاده کولو کوښښ کوي.
د شلمي پیړۍ په سر کي پروتستانتانو د امريکا په متحده ايالاتو کي د «افراطیت» اصطلاح هغه وخت وکاروله، کله چي ځيني عیسوي گروپونه په دې باندي معتقده سول، چي د تکاملي تیورۍ او انجیل د احکامو تر منځ تفاوت موجود دی. خو په اسلام کي بیا د افراطیت اصطلاح تر هغه ډیر وروسته رامنځته سوه.
د اوربان په حواله که څه هم د علمي دیني جروبحثونو پر مهال د عیسوي افراطیت اصلاح ډیره لږ کارول کیږي، خو بیا د ټولني د عادي خلگو او په اصطلاح عیسوي افراطیانو تر منځ فاصله ورځ په ورځ ډیریږي او یو پربل یې اعتماد کمیږي.
له بلي خوا بیا د اوربان په خبره هر مسلمان اسلام پاله نه دی او هر اسلام پاله ترهگر نه دی.
انځورونه: په پاکستان کې تر ټولې خونړۍ حملې
پاکستان په ۲۰۰۱م کال کې د «ترهگرۍ پر ضد نړیوالې مبارزې» کې شامل شو او له هغه وخت راهیسې د تندلارو له یرغلونو سره مخامخ دی. په تیره لسیزه کې په پاکستان کې تر ټولو خونړیو پیښو ته ځغلنده کتنه. انځور: picture-alliance/dpa/J. Taraqai ۲۰۰۷: د پاکستان پر پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بهټو برید د اکتوبر په ۱۸ نېټه د پاکستان د پخوانۍ صدراعظمې بې نظیر بهټو د موټرو پر کاروان برید وشو چې په پایله کې یې ۱۳۹ تنه ووژل شول. دغه برید هغه مهال وشو چې بې نظیر بهټو اته کاله په تبعید کې له تیرولو وروسته د لومړي ځل له پاره خپل هیواد ته رارسیدلې وه او له هوایي ډگر څخه روانه وه. د همدغه کال د سپتمبر میاشتې په ۲۷ نېټه بې نظیر بهټو په یوه برید کې ووژل شوه.
انځور: picture-alliance/dpa/N. Khawer د ۲۰۰۸م کال د اگست میاشتې په ۲۱مه نېټه اسلام آباد ته څیرمه واه کېنټ کې د وسلې جوړولو په یوه فابریکه (پي او اف) کې په دوو غبرگو ځانمرگي بریدونو کې ۶۴ تنو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو. دا د پاکستان په تاریخ کې پر کومې پوځي دستگاه تر ټولو خونړی برید. تحریک طالبان پاکستان د دغه برید مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan ۲۰۰۸: په اسلام آباد کې پر یوه عصري هوټل برید د سپتمبر میاشتې په ۲۰مه نېټه په اسلام آباد کې پر یوه پنځه ستوریز عصري هوټل مېرټ، باندې د برید په پایله کې شپته تنه وژل شوي وو. په دغه برید کې تر ۲۰۰ زیات کسان ټپیان شوي هم وو. په وژل شوو کې کسانو کې پنځه بهرنیان هم وو او د ټپي شوو بهرنیو وگړو شمیر بیا ۱۵ تنه وو.
انځور: picture-alliance/dpa/O. Matthys د ۲۰۰۹م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۸ نېټه د خیبر پښتونخوا ایالت مرکز پیښور کې په یوه بازار کې موټر بم چاودنې د ۱۲۵ تنو ژوند واخیست. د ټپیانو شمیر هم تر ۲۰۰ زیات وو. د دغه برید مسوولیت پاکستاني طالبانو او د القاعدې ترهگرې شبکې پر غاړه اخیستی وو.
انځور: Getty Images/AFP/A Majeed د ۲۰۰۹م کال د دسمبر میاشتې کې د پاکستان په دوهم ستر ښار پنجاب د مون، نومې مارکیټ پر له پسې دوې چاودنې شوې وې چې په پایله کې یې ۶۶ کسان وژل شوي وو. په قربانیانو کې ډیر شمیر میرمنې هم شاملې وې.
انځور: DW/T.Shahzad ۲۰۱۰: د والیبا د سیالۍ پر مهال چاودنه د ۲۰۱۰م کال لومړۍ ورځ د پاکستان له پاره له خفگانه ډکه وه. په دغه ورځ د خیبر پښتونخوا ایالت بنوں سیمه کې هغه مهال یو ځانمرگی برید وشو چې خلکو د والیبا د سیالۍ ننداره کوله. په دغه برید کې ۱۲۱ کسانو خپل ژوند له لاسه ورکړ.
انځور: Getty Images/AFP/N. Azam د می میاشتې په ۲۸مه نېټه په لاهور کې د احمدیانو لږکیو پر دوو مسجدو باندې په یرغلونو کې ۸۲ تنه ووژل شول. تحریک طالبان پاکستان د دغو بریدونو مسوولیت پر غاړه اخیستی وو.
انځور: Getty Images/N. Ijaz ۲۰۱۰: د قبایلي سیمې په یوه مارکیټ کې چاودنه د ۲۰۱۰م کال د سپتمبر میاشتې په دریمه نېټه د قبایلي سیمې مومند ایجنسۍ د گڼې گوڼې یو مارکیټ کې ځانمرگي برید کوونکي د برید هدف گرځولی وو. په دغه برید کې ۱۵۵ تنه وژل شوي وو. تر هغې وروسته د نومبر میاشتې په پنځمه نېټه په ډیره اسماعیل خان کې هم یوه ځانمرگي برید د ۶۸ تنو ژوند اخیستی وو. دغه برید د جمعې د لمانځه پر مهال شوی وو.
انځور: Getty Images/AFP/A. Majeed ۲۰۱۱: ډیره غازی خان او چارسده کې بریدونه د ۲۰۱۱م کال د اپریل میاشتې په دریمه نېټه دوو ځانمرگي برید کوونکو په ډیره غازي خان کې د یوه صوفي مزار په نخښه کړی وو چې په پایله کې یې پنځوس تنه وژل شوي وو. د همدغه کال د می میاشتې په ۱۳ نېټه ځانمرگو برید کوونکو په چارسده کې د پولیس یو روزنیز مرکز په نخښه کړی وو. په دغه پيښه کې ۹۸ تنه وژل شوي وو.
انځور: Getty Images/AFP/H. Ahmed د ۲۰۱۳م کال د فبروري میاشتې په ۱۶مه نېټه په کوټه هزاره ټاون، کې یوه بمي چاودنه وشوه چې د ۸۹ کسانو ژوند یې واخیست. په دغه برید کې هم شیعه مذهبه هزارگان په نخښه شوي وو. د سپتمبر میاشتې په ۲۲مه نېټه په پیښور کې هغه مهال ۸۲ تنه ووژل شوي چې دوو ځانمرگو برید کوونکو په ښار کې یوه کلیسا په نخښه کړه.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan ۲۰۱۴: پر ښوونځي ناببره برید د دسمبر ۱۶ په پیښور کې تندلارو پر یوه ښوونځي باندې برید وکړ او ۱۵۴ کسان یې ووژل، چې زیاتره یې ماشومان وو. د همدغه کال د نومبر میاشتې په دوهمه نېټه د پاکستان او هند تر منځ مرکزي پولې ته څیرمه یوه ځانمرگی برید وشو چې ۵۵ کسان یې ووژل.
انځور: AFP/Getty Images/A Majeed د جنورۍ میاشتې په ۳۰مه نېټه د سندهـ ایالت په شکارپور سیمه کې پر یوه مسجد باندې باندې برید کې ۶۲ تنه ووژل شول. د مې میاشتې په ۱۳مه نېټه په کراچۍ کې تندلارو د شیعه مذهبه مسلمانانو یو مسجد په نخښه کړ او ۴۵ تنه یې ووژل. دا لومړی برید وو چې په پاکستان کې یې مسوولیت یې داعش پر غاړه واخیست.
انځور: STR/AFP/Getty Images ۲۰۱۶: د لاهور په یوه پارک کې برید د مارچ میاشتې په ۲۷مه نېټه د لاهور په ښار کې د ماشومانو پر یوه پارک باندې برید وشو چې ۷۵ تنه پکښې ووژل شول. په قربانیانو کې ماشومان هم شامل وو. په دغه برید کې هم د عیسوي لږکیانو د هدف گرځولو هڅه شوې وه.
انځور: Getty Images/AFP/A. Ali ۲۰۱۶: د کویټه پر روغتون برید د ۲۰۱۶م کال د اگست میاشتې په اتمه نېټه د بلوچستان ایالت مرکز د کویټه ښار په دولتي روغتون کې ځانمرگی برید وشو چې ۷۰ تنه پکښې ووژل شول. د دغه برید پړه پر داعش سربیره طالبانو هم منلې وه.
انځور: Getty Images/AFP/B. Khan په کویټه کې د پولیسو پر اکاډمۍ برید د ۲۰۱۶م کال د اکتوبر میاشتې په ۲۴مه نېټه په کویټې ښار کې د پولیسو پر اکاډمې باندې د تندلارو د یوه یرغل په پایله کې ۵۹ تنه ووژل شول.
انځور: picture-alliance/dpa/J. Taraqai