لندن د مهاجرو د اخراج د سختې پالیسۍ له بریا څخه خبر ورکړ
۱۴۰۴ دی ۸, دوشنبه
بریتانيا د غیرقانوني مهاجرو د ایستلو په اړه په خپله نوې پالیسي کې د ویزې د محدودیتونو د لګولو په ګواښ سره خپلې لومړنۍ بریاوې ترلاسه کړې دي.
د بریتانيا د کورنیو چارو وزارت په وینا، د پرله پسې گواښونو په نتیجه کې نوموړي هیواد د مهاجرو د اخراج په اړه د خپل نوي سیاست د عملي کولو له پاره تراوسه د دوو افریقايي هیوادونو ملاتړ ترلاسه کړی او انگولا او نامیبیا د خپلو مهاجرو او همدارنگه مجرمو کسانو له منلو سره موافقه کړې ده.
خو برعکس د کانگو ډیموکراتيک جمهوریت لا هم له بریتانيا سره له همکارۍ کولو ډډه کوي. له همدې کبله د بریتانيا حکومت د ویزې د صادرولو د چټکولو او د هیواد لوړ پوړو شخصیتونو او چارواکو ته د ترجیحي ویزې د ورکولو امکان لغوه کړی دی.
د بریتانيا د کورنیو چارو وزیرې شبانې محمود، د کانګو ډیموکراتیک جمهوریت ته "په چټکۍ سره د همکارۍ د نه زیاتولو په صورت کې" د ویزې ورکولو تر بشپړځنډولو پورې د خپلو فشارونو د زیاتولو گواښ وکړ.
د بریتانيا د بهرنیو چارو وزیر ایوت کوپر، په خبره، دغه هیواد د ۲۰۲۴م کال له جولای مياشتي، یعني له هغه راهیسې چې د کارگر سوسیال دیموکراټ گوند د حکومت چارې په لاس کې نیولي دي، تر اوسه پورې څه د پاسه ۵۰ زره کسان چې د اقامې حق یې نه درلود، له هیواده اخراج کړي دي. دغه رقم د تیرکال همدغه وخت په پرتله ۲۳ سلنه زیاتوالی ښيی.
حکومت په تیره نوومبر میاشت کې اعلان کړی و چې پناه غوښتونکي به په راتلونکي کې "هرڅومره ژر چې خپل اصلي هیواد یې خوندي وگڼل سي بیرته خپل هیواد ته ستانه سي."
په تیرو میاشتو کې همدارنگه اعلان سوي وو چې پناه غوښتونکي باید ۲۰ کاله صبر وکړي، ترڅو وکولای سي په بریتانيا کې د دایمي اقامې له پاره خپله عریضه وړاندي کړي. د انتظار دغه دوره تراوسه پورې پنځه کاله وه.
په بریتانيا کې مهاجرت په دې وروستیو میاشتو کې یوه توده سیاسي موضوع ګرځیدلې ده، چې پراخ لاریونونه یې راپارولي دي. په ځانګړي توګه، له مانش کانال څخه د مهاجرو تیریدل، د سوسیال ډیموکراتیک کارګر ګوند د کییر سټارمر پر حکومت باندې زیات فشار راوستلی دی.
اړونده موضوع: سږکال له ۴۱زرو ډېر کسان د مانش کانال له لارې بریتانیا ته رسېدلي دي
د کډوالۍ څپې همدارنگه د نایجیل فراژ په مشرۍ د ښي اړخي پاپولیسټ "رفورم یوکی" ګوند شهرت هم زیات کړی دی، چې په ټولپوښتنو کې یې د مهاجرو ضد دغه گوند دریځ لوړ کړی دی. فراژ مخکې له دې هم د ۲۰۲۰م کال د بریګزیت کمپاین تر شا یو محرک قوت و.